BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2005 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان نجلۍ د انگلستان د ښکلا ملکه شوه
News image
د حماسې کوسهتانۍ کورنۍ له افغانستانه ازبکستانه د کډوالو په توگه تللي وو .
يوه افغانه ١٨ کلنه نجلۍ چې په ازبکستان کې پيدا شوې وه د انگلستان د ښکلا ملکه ونوموله شوه .

دا هغه لومړنۍ مسلمانه نجلۍ ده چې دغه وياړ گټي .

په لندن کې اوسيدونکې حماسه کوهستانۍ په ازبکستان کې زيږيدلې ده . د دې مور و پلار له افغانستانه ازبکستانه ته د کډوالو په توگه اوښتي وو .

پيغله حماسه په شپږو ژبو غږيږي . دې د انگلستان په لېورپول ښار کې ٤٠ نورو ښکليو نجونو ته ماتې ورکړه .

دې تر بري وروسته وويل (( کله چې مې د بري واوريدل گومان مې وکړ چې غلطه شوې يم خو لاس په دعا وم چې دوى غلط شوي نه وي تر څو شېبو مې باور نه راتۀ . ))

دې زياته کړه (( په هيله يم چې زۀ به وروستۍ مسلمانه نه يم چې دغه وياړ گټم . ))

دې ته د هند په يوۀ فلم کې د کار کولو بلنه هم ورکړل شوې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت