BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:53 گرينويچ 2005 ,29 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دانگلستان د ښکلا ملکه مو ميلمنه وه

دښکلا ملکه او سپين ټنې
ملکه وايې چې دښکلا دسيالۍ برى يواځې د انگلستان نه دى ، دافغانستان هم دى
دانگلستان دښکلا ملکه چې په خټه افغانه ده دروانې مياشتې په پاى کې افغانستان لپاره بي بي سي خپرونوڅانگې ته راغلې وه.

هغه حماسه کوهستاني نوميږي چې رښتيا هم ښکلي پيغله ده او زرغونې کرگردميرمنوپروگرام ته رابللې وه خوماهم له وخت نه گټه پورته کړه اومرکه مې ورسره وکړه چې پام موورته راگرځوم.

له حماسې مې پداسې حال کې وپوښتل چې موسکايي اننگوته لاښکلا ورزياته کړې وه چې څنگه ددې سيالى په گټلوبريالى شوه ؟

ځواب:
زه نه پوهيدم چې بريالى شوې يم . باورمې نه راته. لومړى خومانيت نه لاره چې دې سيالى ته ورگډه شم خويوې ملگرې زما نوم په لست کې ورکړى وونومجبوره شوم چې سيالى ته دوام ورکړم.

پوښتنه : ستاسوپه گومان دښکلاپه سيالى کې يوازې ښکلې څيره ارزښت لري که نورې ځانگړتياوې هم شته ؟

ځواب: نه يوازې ښکلا نه ده . جر'ت ،تگ ياقدم وهل ، پوهه ، دژبوزده کړه اودنړى په اړه ستاسومعلوما ت اړين د ى ځکه تاسودخپل هيواد دسفيرحيسيت لرى .زه ډيروهيوادونوته تللې يم . څوژبې مې زده دي اوپه انگليسي ، فرانسوي، روسي اوفارسي ژبوخبرې کولى شم.

پوښتنه : پښتوموهم زده ده ؟
ځواب: نه له بده مرغه په پښتو نه پوهيږم، ډيره مينه ورسره لرم اوغواړم چې زده يي کړم.

پوښتنه : تاسودخپل بري وياړ دافغانستان بولى که دانگلستان ؟

ځواب : هغه مهال چې دښکلادملکې تاج يي راته په سرکيښود نوپلارمې هم څنگ ته ولاړوو اواحساس مې کاوه چې دا دافغانستان وياړهم دى. که څه هم زما دانگريزانوسره اړيکې زيات شوى ، مطبوعاتوته ورځم ، پوښتنې رانه کوي اومرکې ورسره کوم، خودوى پرماکارنه لري اوزه يوه مسلمانه اوافغانه نجلۍ يم.

پوښتنه : دسيالى په بهيرکې خوله نجونوغوښتنه کيږي چې لنډې جامې واغوندي ، ستاسو لپاره د يوې مسلمانې نجلۍ په توگه داگرانه نه وه؟

ځواب: نه هغوى په موږکارنه لاره چې څه ډول جامې واغوندو.موراوپلارمې هم کارنه راباند ې لري اواعتمادراباندې کوي . زه هم هڅه کوم چې دوى خپه نه کړم.

پوښتنه: د يوې افغانې پيغلې په توگه افغانو نجونو ته څه پيغام لرې .

ځواب : لومړى خودهغوى له ميندو اوپلرونو زما غوښتنه داده چې ماشومانوته دزده کړې اوداستعدادونو دغوړيدوزمينه برابره کړي. ماشومان هم بايد دموراوپلارخبره ومني اوزړونه يي خوښ وساتي..

پوښتنه : افغانستان ته هم دتگ نيت لرى؟

ځواب: هوافغانستان مې ياديږي خومهمه داده چې افغانستان مې هم غواړي که نه ؟ که هيوادته ولاړم لومړى به کوهستان ته درومم. پلارمې راته وايي چې کوهستان ډيرښکلى ځاى دى .زماهيله داده چې افغانستان ته خدمت وکړم.
پوښتنه :اوس خومودانگلستان دښکلا سيالي گټلې ده نوهوډلرى نړيوالې سيالۍ ته وگډه شۍ

ځواب: هو، خوداټولې موقتي خبرې دى . زمانيت دادى چې پوهنتون ووايم.
کوم پوهنځى موپه پام کې دى ؟

ځواب: دسوداگرى اوډيزاين پوهنځى چې په انگريزى کې ورته وايي Marketing Design.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت