|
زلزلې په سيمه کې په زرگونو کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا په تيرې يوې پيړۍ کې په دغې سيمې کې تر ټولو لويه زلزله وه چې د ريختر په کچه ٧.٦ ښکاره شوه . د زلزلې مرکز د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير مرکز مظفر اباد ته نژدې و . د مځکې د ښوويدو له امله ډير مهم سړکونه بند شوي ، ودانۍ نړيدلي او ځينې ښارگوټي او کلي له يو مخې له خاورو سره خاورې شوي دي . دا لا معلومه نه ده چې څومره کسان به وژل شوي وي خو د پاکستان له شمال څخه رپورټونه ښيي چې په زرگونو مړينې تاييد شوي دي . په دغو کې په شمال لويديځ سرحد ايالت کې ١٦٠٠ مړينې هم شاملې دي . په دوى کې نژدې دوه سوه ماشومان وو چې د ښوونځي په نړيدو کې ووژل شول . زلزلې د پولې پورې غاړې د کنترول له کرښې ها خوا د هند تر ولکې لاندې کشمير کې هم سيمې اغيزمنې کړي دي هلته چارواکي وايي چې تر ٣٠٠د ډيرو کسانو مړينه معلومه ده . په سيمه کې گڼ شمير واړۀ ښارگوټي ويجاړ شوي دي . هندي مامورين وايي داسې رپورټونه دي چې په سلگونو کسان دغلته هغه وخت ټپيان شوي دي چې په کشمير او گاونډي ايالت هندي پنجاب کې له نړيدونکو ودانيو تښتيدل . په داسې حال کې چې د مځکې ښوييدنې سړکونه تړلي هندي چارواکي چورلکې کاروي چې سخت اړين توکي د کشمير ځينو سيمو ته ورسوي په دغو توکو کې خيمې هم شته . دغلته په غرونو کې د تودوخې کچه د شپې له خوا تر صفر درجې کښته کيږي . بل پلو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د وياند له دفتره خپور شوى يو خبر ښيي چې د افغانستان په ختيځ کې د همدغې زلزلې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي . ولسمشر کرزي له وژل شويو کسانو سره خواشيني وښووله . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||