|
په زلزله کې په سلگونو تنه وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې قوي زلزلي د پاکستان شمالي سيمې ، د هند ختيځې برخې او د افغانستان ختيځو برخو ته ټکان ورکړي. په پاکستان کې چارواکي وايي چې په دغه زلزله کې له زرو نه زيات کسان وژل شوي او لا هم د ژغورنې عمليات روان دي چې گړۍ په گړۍ د مړو په شميرې ور زياتيږى . داسيې ښکارې چې په دغه زلزله کې تر ټولو زياته ضربه کشمير ته رسيدلې وي. د پاکستان پوځ ترخپلې ولکې لاندې کشمير کې د ژغورونې ستر عمليات پيل کړي. دوي سيمې ته په درملو بار چورلکې استولي . دپوځ وياند تورن جنرال شوکت سلطان ويلي چې پوځي قطعې همدااوس زيانمنوسيموته رسيدلي او د رسيدلي زيان جاج اخلي . ده زياته کړې چې بيړني روغتونونه جوړشوي او پکې د ټپي شوو کسانو درملنه کوي . خو وايي د لارو او نورو مخابراتي سيستمونو د خرابۍ له کبله د ژغروني عمليات او ځپل شوو سيمو ته د اړينو تو و ليږد گران شوى دى. ددغې زلزلې له کبله د افغانستان په ختيځ کي يوشمير کليو ته زيان رسيدلي او خبري اژانسونه د دوه تنو د وژنې خبر هم ورکوي. ددغې زلزلې شدت د ريختر په سکيل ٧،٦ ښوول شوي .
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||