BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:00 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د نړۍ له لروبره زلزله ځپلو سره مرستې کيږي
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د زلزلې له امله پيدا شوې ويجاړي .
د نړۍ له لروبره هيوادونه د زلزلې قربانيانو او ژغورونکو هلو ځلو ته مرستې ورليږي .

ولسمشر بوش وويل د مرستو لومړنۍ برخه واردمخه په لاره ده او که اړتيا وه نو نوره مرسته هم چمتو ده .

ملگري ملتونه سيمې ته کارپوهان ليږي چې د مرستو هلې ځلې همغږي کړي .

اروپايي ټولنې بشري ټولنو ته ويلي دي چې دوى به د بيړنيو چارو لپاره پيسې وکاروي چې د مرستو د چارو لگښت ورکړي .

د يو شمير هيوادونو له ډلې برتانيا او ترکيې طبي او ژغورونکي ټيمونه ليږي .

د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز وويل له مالي مرستې سره د داسې ځانگړو ډلو اړتيا شته چې خلک له کاڼو گټو راوباسي .

برتانيا د طبي او ژغورنې ٦٠ کسيزه غښتلې ډله ليږلې ده .

يو شمير نورو هيوادونو هم د سملاسي مرستې وړانديز کړى دى چې د ايرلند جمهوريت ، جرمني ، ترکيه او يونان هم پکې شامل دي .

د پاکستاني پوځي چورلکې د هيواد شمال ته ليږل شوي دي چې پکې طبي او ژغورونکي کارکوونکي ورغلي دي .

دوى به د رڼا په خپريدو د ژغورنې هڅې بيا پيلوي . ځايي روغتونونه بيړني حالت ته چمتو شوي او په کليوالو سيمو کې طبي کمپونه جوړ شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت