 | | | په دغه بريد کې اته کسان ووژل شول او ٢٠ تنه ټپيان شو . | د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او لومړي وزير شوکت عزيز د پنجاب په ايالت کې پر يوۀ جومات باندې بريد غندلى دى چې پکې اته کسان ووژل شول او ٢٠تنه نور پکې ټپيان شو . پاکستاني مشرانو د قرباني شويو کسانو له کورنيو سره وير وکړ او پر چارواکو يې امر وکړ چې سم لاسي پلټنه وکړي او پړۀ کسان محکمې ته راکاږي . د منگ په کلي کې پر جومات باندې دا بريد د هغو وسله والو کسانو له خوا وشو چې په موټر سايکل سپارۀ وو . دغه جومات په احمديه مذهبي فرقې پورې تړاو لارۀ . احمديان ځانونه مسلمانان بولي خو دا چې دوى دا نه مني چې محمد ص به وروستى پيغمبر و نو د پاکستان چارواکي يې مسلمانان نه بولي . |