|
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تېره اوونى مو دخپرونې ميلمه وتلى ولسي شاعر شفيع الله بابرزى وو . ٤٣ کلن بابرزى دننگرهاردشينوارود څلويښت گزي په کلي کې زيږيدلى دى. لومړنى زده کړې ېې د اچين په ښونځى کې کړي او د هلمند دکرنې له ليسې تر فارغيدو وروسته يي د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځى پاى ته رسولى دى . دهيوادوډيروسندرغاړويي شعرونه پخپلوسندروکې کارولي دي. ښاغلى بابرزى خپل د مينې اوولولې شعرونه په مستقيم ډول هم واورول او ځينې هغه سندرې واوريدل شوې چې نامتو سندرغاړي يې وايي . لاتراوسه دنوموړي دوه کتابونه له چاپه وتلي دي. اوس ديوې فرهنگي ټولنې مشرې په غاړه لري چې ځوان سندرغاړى پکې راغونډ شوي دي. د پروگرام کوربه سپين تڼى وو.
سپين تڼى ستاسو د خوښې سندرې خپروي او له تاسو سره خوالۀ کوي . په دې خپرونه کې اوريدونکى ستوديو ته زنگ وهي او يا هم د اوونۍ په ترڅ کې خپله شمېره راته پريږدي . دا پروگرام د جمعې په ماپښينۍ خپرونه کې خپريږي او د يوې اوونۍ په اوږدو کې يي له دې پاڼې اوريدلى شى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||