BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:18 گرينويچ 2005 ,16 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د احمد ظاهر د مړينې ٢٦ تلين
احمد ظاهر
داچې احمدظاهر څه ډول سا ورکړه، هر څوک ځانگړې کيسه لري
سه شنبه د غبرگولي ٢٤ مه، د افغانستان د وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ، د مړينې ٢٦ م تلين و .

د احمد ظاهر سندرې لا تر اوسه، په راډيو گانو او تلويزونونو کې، د خوښو کړو سندرو د نوم لړ په سرکې دي.

احمد ظاهر يوه ورځ د شمالي له انگور بڼونو نه تير او د سالنگ ځوکو ته په نيمايي لارکې، ظاهرآ د يوې ټرافيکي پيښې له امله، ومړ .

خو چا تر نن پورې ، دغه دوسيه را ونسپړله او د احمد ظاهر د مړينې ځرنگوالى د زرگونو نورو افغانانو په ځير، د هيواد د جگړه ځپلي تاريخ په زړه کې هم هغه شان گونگ پاته شو.

احمد ظاهر د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرگولي پر ٢٤ مه، له خپل ملگري، محبوب الله محبوب او له دوو نجونو سره چې، دده د غږ مينه والې وې، له کابل څخه د سالنگ په لور په خپل موټر کې وخوځيدۀ او هلته له خپل برخليک سره مخامخ شو .

د سالنگ ولسوالۍ اوسيدونکي چې، احمد ظاهر يې پيژندۀ، چپراق سيمي ته ځيرمه، له يوۀ پله سره نژدې ددۀ مړى وموند.

د احمد ظاهر سندرې لا تر اوسه، په راډيو گانو او تلويزونونو کې، د خوښو کړو سندرو د نوم لړ په سرکې دي. او هر څوک، که کشر وي که مشر، که احمد ظاهر يې ليدلى وي که نه، د ده سندرې د زړه په غوږو اوري.

احمدظاهر هره ورځ سندرې وايي، او د غږ په ځپوکې يې، دده د شتون انځور ترسترگو کيږي . دى هم هغسې ٣٣ کلن بريښي، د مرگ د ورځې په ځير يې، سندرې پيام، خوشالي، وصال ، بيلتون، درد ، سوز ، مينه او محبت ،له يوۀ کلي بل ته او له يوۀ زړه بل زړه ته لېږدوي، او په هر گام کې د احمد ظاهر د شتون احساس را پاروي.

داحمد ظاهر د ښوونځي، ځوانۍ ، د زندان او يوازيتوبونو د ملگري، صمد 'دار دار' په وينا، احمدظاهر د خپل شهرت ښکار شو.

احمد ظاهر بايد له ځان سره پاتې واى او خپلې ميرمنې 'ناجيې' ته چې، په ډيرې ميني او محبت يې کړې وه، يو ښه ميړه پاته شوى واى. خو احمدظاهر د شهرت په کوځو کې رسوا او لاس په لاس شو، او دده د خواښې په وينا، د هر چا د لاس مرغه شو، نو همدا يې لامل وو چې، دده کورنى ژوند تريخ شو، آن تردې چې، ماندينه يې له ده څخه د طلاق اخستو ته اړ شوه.

News image
له احمدظاهر څخه، دزرگونو يادونو ترڅنگ، يوه 'شبنم' او يو 'رشاد ' پاتې دي
احمدظاهر ورو ورو د يوازيتوب په لور روان وو، د ظلمت د شپو په لور، له خپلې گرانې ماندينې او نازولي زوى، ' احمدرشاد' نه جلا کيده، او د دردناکو شپو لمنو ته يې ځان سپارۀ.

له خالدې سره واده کوي، له هغه چا سره چې، د هغې مړينه، د زرگونو پيښو پيل وو. بيا له فخريې سره واده کوي، له هغه چا سره چې، يوه شپه يي خوب ليد چې، د توفان ځپې يې زلفې پريشانوي او سپين ټيکرى يې، هوا ته پورته کوي، غوښتل يي چي خپل خوب په چا تعبير کړي، خو احمدظاهر ډير ژر د هغې د خوب تعبير وکړ، د هغې ورځ په سبا ، د غبرگولي په ٢٤ مه يې، د توفان د ځپو په غيږ ته ځان وسپاره، ابدي مخه ښه يې وکړه او د فخريې زلفې هم هغسې پريشانې پاته شوې څرنگه چې يې خوب ليدلى وو .

له احمدظاهر څخه، دزرگونو يادونو ترڅنگ، يوه 'شبنم' او يو 'رشاد ' پاتې دي، خو ډيره د حيرانتيا خبره دا ده چې، د احمدظاهر د مړينې په ٢٦تلين کې، له ده سره داسې يو همغږى او هم رنگه کس را تر سترگو شو چې، تا ويل يوه مڼه دې له منځه نيمايي کړې ده.

ياسر بهار نه پوهيږي چې، له احمدظاهر سره څه تړاو لري، خو د احمد ظاهر په وړاندې دده بيکچې مينه، دى دې ته هځوي چې، د حبيبيې دليسې د بلبل ياد، په خلکو کې يوځل بيا را ژوندى کړي.

کله چې ياسر څلورم ټولگې کې وو ، دې ته يې پام شو چې، د احمدظاهر ټولې سندرې يې له ياده زده وې. او وروسته له دې چې بريالى شو، د ظاهر هويدا آرمونيم له خپل دوست څخه د ډالۍ په ډول ترلاسه کړي، هغه يې په دوو ورځو کې زده کړ .

هغه مور او پلار چې، ياسر يې د برگټي په ډول ساتلى دى او تر اوسه يې دده پالنه کړې ده، گوته په غاښ پاتې دي او نه پوهيږي چې، دياسر او احمدظاهر ترمنځ څه تړاو شته ، که نه؟

آيا دى به د احمدظاهر پشان، يو بل ستورى شي؟ پخپله دى وايي چې، هندارې ته ودريږم، ځان ته وگورم او وايم چې، نه ته احمدظاهر نشئ کيداى، خو زيار وباسه چې، لږ ترلږه په زړونو کې ځاي پيدا کړې .

دى وايي چې، هيله لري يوه ورځ، د احمدظاهر د اولادونو ، رشاد او شبنم ظاهر په کابل کې تود هرکلى وکړي.

66 د لندن د هايدپارک
کنسرت د نړى په تاريخ کې بي سارى شو
داوومې سټوديو پروگرامونه
ولسي شاعر شفيع الله بابرزى مو مېلمه وو.
66تفريحي پروگرامونه
د ملغلرو امېل او خبرې او سندرې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت