|
د لندن د هايدپارک کنسرت د نړى په تاريخ کې بي سارى شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دکنسرت جوړونکي هوډ لري چې داتوسترو صنعتي هيوادونوپر مشرانو فشار واچوي چې دگلاسگو په غونډه کې د افريکې د لوږې د له منځه وړلو لپاره بډې ورونغاړي . د لندن په هايد پارک کې داسې ستر کنسرت جوړ شوى وو چې دوه سوه زرو تنو پکې گډون کړى وو او د نړى د پوپ او راک د موسيقى وتلې څيرې او نامتو ستورې يي برخه وال وو. ددې کنسرت يوه جوړوونکي او سندرغاړى پوپ گيلداف وويل چې د افريکې په لويه وچه کې خواري او لوږه بايد د تاريخ برخه وگرزي . د هايد پارک په کنسرت کې هم همدغه شعار هر ځاى تر سترگو کيده .
د ملگرو ملتونو سرمنشى کوفي انان هم لنډې خبرې وکړې او د کنسرت له برخه والو نه ېي په مننې سره زياته کړه چې ځان د ملگرو ملتونو په منځ کې احساسوي . دميکروسوفت د پروگرامونو بنسټ ايښوونکي بيل گيټ وويل چې که خلکو ته ستونزې اودهغو د حل لارې وروښودل شي لوږه له منځه تللى شى او دا غټ کار دى . وتلو سندر غاړو اېلتن جونس ، مايکل جورج ، مادونا ، ديستيني چايلډ ، ميس داينمايت ، ربي ويليمز، جورج مايکل او پخپله باب گيلدوف سندرې وبللې . دسترو پردو پرمخ د مسکو ، جوهانزبرگ، پاريس، برلين، روم، توکيو، کانادا اوفيلاديلفيا نه دکنسرتونو مستقيم جريان شيبه به شيبه ښودل کيده اوپه شوراوځوږ به بدرگه کيده . تر سلو سندرغاړو پورې پدې کنسرت کې برخه واخيسته ، خو تور پوټکي سندر غاړي پکې کم وو.
شل کاله وړاندې د افريکې د لوږې د له منځه وړلو په موخه ورته شان کنسرتونه جوړ شوي وو خو دا ځل ددې کنسرت جوړوونکي د نړى د اتو شتمنواو بډايو صنعتي هيوادونو نه په کلکه غواړي چې د عمل ميدان ته راودانگي او مرسته وکړي . دکنسرت امنيت خورا کلک او اغيزمن نيول شوى وو . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||