کابل کې د امنیتي تړون پرضد مظاهره وشوه
د افغانستان د همبستګۍ حزب سلګونو پلویانو نن په کابل کې د امریکا او افغانستان ترمینځ د امنیتي تړون په اعتراض مظاهره وکړه. مظاهره چیانو د دې تړون لاسلیک د افغانستان نیواک وباله او له افغانستانه یې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.















