د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ پايلوبه

د "افغان" فوټبال لوبډلې د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دوهم پړاو پايلوبه کې "ميهن" لوبډلې ته په ۴-۰ ماتې ورکولو دغه اتلولي وګټله. ‎

د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ پايلوبه د شنبې پر ورځ د "افغان" او "مهين" لوبډلو ترمنځ وشوه. (د علي کاظمي انځور)
د عکس تشریح، د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ پايلوبه د شنبې پر ورځ د "افغان" او "مهين" لوبډلو ترمنځ وشوه. (د علي کاظمي انځور)
د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دوهم پړاو بايلوبه کې "افغان" لوبډلې، "ميهن" ته په ۴-۰ ماتې ورکولو اتلولي وګټله.
د عکس تشریح، د کابل ښځينه فوټبال غوره ليګ دوهم پړاو بايلوبه کې "افغان" لوبډلې، "ميهن" ته په ۴-۰ ماتې ورکولو اتلولي وګټله.
د کابل ښځينه فوټبال غوره لیګ لوبې څه د پاسه دوه اوونۍ مخکې پيل شوې، چې اتو لوبډلو په کې سره سيالۍ کولې او په دوو ګروپونو سره ويشلې شوې وې.
د عکس تشریح، د کابل ښځينه فوټبال غوره لیګ لوبې څه د پاسه دوه اوونۍ مخکې پيل شوې، چې اتو لوبډلو په کې سره سيالۍ کولې او په دوو ګروپونو سره ويشلې شوې وې.
دا دوهم ځل دی چې د "افغان" فوټبال لوبډله په کې د کابل ښځينه فوټبال غوره لیګ دغه اتلولي ګټي.
د عکس تشریح، دا دوهم ځل دی چې د "افغان" فوټبال لوبډله په کې د کابل ښځينه فوټبال غوره لیګ دغه اتلولي ګټي.
د پايلوبې سيالۍ پر مهال د نندارچيانو شمېر خورا کم و او د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ښځو کمېټه هم ښځينه فوټبال ته د چارواکو له کم پامۍ شکايت کوي.
د عکس تشریح، د پايلوبې سيالۍ پر مهال د نندارچيانو شمېر خورا کم و او د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ښځو کمېټه هم ښځينه فوټبال ته د چارواکو له کم پامۍ شکايت کوي.
ښځينه فوټبال په کابل او شمالي ولايتونو کې غوړېدلی خو د افغانستان پښتون مېشتو ولايتونو کې يې فعاليتونه تت او نژدې په نشت شمېرل کېږي.
د عکس تشریح، ښځينه فوټبال په کابل او شمالي ولايتونو کې غوړېدلی خو د افغانستان پښتون مېشتو ولايتونو کې يې فعاليتونه تت او نژدې په نشت شمېرل کېږي.
په کابل کې د فوټبال د زرغون غولي پرمختللي لوبغالي جوړ شوي دي.
(د علي کاظمي انځور)
د عکس تشریح، په کابل کې د فوټبال د زرغون غولي پرمختللي لوبغالي جوړ شوي دي. (د علي کاظمي انځور)
د افغانستان د فوټبال فدراسيون ښځينه کمېټې له ۲۰۰۳ کال راهيسې د ښځينه فوټبال فعاليتونه پيل کړی، په لومړیو کې يې فعاليتونه کم خو اوس زيات شوي دي.
(د علي کاظمي انځور)
د عکس تشریح، د افغانستان د فوټبال فدراسيون ښځينه کمېټې له ۲۰۰۳ کال راهيسې د ښځينه فوټبال فعاليتونه پيل کړی، په لومړیو کې يې فعاليتونه کم خو اوس زيات شوي دي. (د علي کاظمي انځور)
په تېره نژدې موده کې ښځينه فوټبال ته د نجونو او د هغوی د کورنيو پام ورزيات شوی، او د ښځينه فوټبال کمېټه توانېدلې چې په کابل، بلخ، هرات او سرپل کې خپل لوبيز فعاليتونه لا پراخ کړي. (د علي کاظمي انځور)
د عکس تشریح، په تېره نژدې موده کې ښځينه فوټبال ته د نجونو او د هغوی د کورنيو پام ورزيات شوی، او د ښځينه فوټبال کمېټه توانېدلې چې په کابل، بلخ، هرات او سرپل کې خپل لوبيز فعاليتونه لا پراخ کړي. (د علي کاظمي انځور)