د پښتو تخنیکي زده کړو کتابونه

د خپريدو وخت: 08:13 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391
    • په افغانستان کې د تخنیکي زده کړو لپاره د کتابونو د ژباړې او چاپ لړۍ د لومړي ځل لپاره له تېرو دوو کلونو راهیسې پيل شوې ده.
    • د افغانستان د پوهنې وزارت، وايي په تېرو ۹۶ کې دا لومړی ځل دی چې تخنیکي زده کړو لپاره په پښتو کتابونه ژباړل شوي او چاپ شوي.
    • وزارت پلان لري، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له دري، عربي، انګلیسي او جرمني ژبو نژدې ۳۰۰۰ عنوانه کتابونه پښتو ته وژباړي.
    • تراوسه تخنیکي زده کړې په افغانستان کې څه باندې ۷۰ څانګي لري، خو چارواکي وايي دغه شمېر به ۱۵۰ ته ورسوي.
    • وزارت غواړي په تخنیکي زده کړو کې د سنیګار لپاره هم یوه څانګه په راتلونکې کې جوړه کړي او پښتو کتابونه ورته ومومي.
    • د پوهنې وزارت وايي، که د افغانستان هر لیکوال په تخنیکي او مسلکي برخو کې لیکل شوي اثار ولري، دوی یې په بیه ترې اخلي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>