د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بي بي سي د هغه رپوټ په اړه به جدي پلټنې وکړي، چې ویلي وو، په هلمند کې افغان پولیس په جنسي تېریو او فساد کې ښکېل دي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بي بي سي د هغه رپوټ په اړه به جدي پلټنې وکړي، چې ویلي وو، په هلمند کې افغان پولیس په جنسي تېریو او فساد کې ښکېل دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د پولیسو په لیکو کې اصلاحات روان دي او وايي د ګوتو په شمېر د پولیسو کړنې د دغه هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو باور ته زیان نه شی رسولی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د دوی پلټنې دا ومومي چې افغان پولیس په هلمند کې په جنسي تېریو او ځورونو کې ښکېل وي، عاملانو ته به یې سخته سزا ورکړي.
په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي صدیقي سره مرکه کړې او په سر کې یې د بي بي سي موندنو ته د دوی غبرګون پوښټلی دی.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .