د افغانستان د ملي امنيت شورا بهرنيو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د ميدان وردګو له ولايت نه و وځي. وردګ په دې وروستیو کې د حکومت ضد وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو په مرکز بدل شوی و او دې ولایت ته په کابل باندې د طلبانو د بریدونو د دروازې په سترګه کتل کېږي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د ملي امنيت شورا بهرنيو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د ميدان وردګو له ولايت نه و وځي.
د افغان ولسمشر یوه ویاند وويل دولت وروسته له هغې دې پرېکړې ته ورسېد چې خلکو ورته د هغو افغانانو په اړه چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو سره کار کوي شکایت وکړ او هغوی يې د خلکو په ځورولو او ورکېدولو تورن کړل.
وردګ په دې وروستیو کې د حکومت ضد وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو په مرکز بدل شوی و او دې ولایت ته په کابل باندې د طلبانو د بریدونو د دروازې په سترګه کتل کېږي.
د میدان وردګو والي مجید خان خوګیاڼی له بي بي سي سره پر همدې موضوع وغږېد.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .