افغان چارواکي وايي، که د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې نسبي انډول را نه شي، د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته به د دغه هېواد اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ شي. په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان واردات څه باندې شپږ میلیارده ډالر او صادرات یې ۴۰۰ میلیونه ډالره وو.
د سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د صادروونکو ملي ټولنې د پرانېستې په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې په دغه برخه کې د انډول راوستو لپاره باید د افغانستان په عوایدو او صادراتو کې زیاتوالی راشي. چارواکو هیله وښوده چې د دغې ټولنې په جوړېدو به د افغان صادروونکو پر وړاندې شته ستونزې راکمې شي.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .