د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ويلي هڅه به وکړي چې په شپږو مياشتو کې دننه د افغانستان لپاره د سولې يوې حل لارې ته لاسرسی پيدا کړي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ويلي هڅه به وکړي چې په شپږو مياشتو کې دننه د افغانستان لپاره د سولې يوې حل لارې ته لاسرسی پيدا کړي.
د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کیمرون وويل دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د امنيت ټينګېدو په موخه په خپلو خبرو کې د بېسارې همکاريو ژمنه وکړه.
ولسمشر حامد کرزي له طالبانو وغوښتل چې د سولې په بهير کې ونډه واخلي او خبره يې دا وه، هر څوک بايد د افغانستان د راتلونکې جوړولو کې برخه واخلي.
د برتانیا په کوربه توب په دغه درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ژمنه وکړه چې د افغانانو له اقدام نه ملاتړ کوي
په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاوېد لودين سره د امان الله عمران مرکه.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .