د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د تورخم پولې د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د تورخم پولې د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي بي بي سي پښتو څانګې ته وویل، دواړو غاړو هوډ وکړ، چې لنډي کوتل کې د افغانانو د سپکاوي او کابل ته څېرمه له ځینو پاکستاني وګړو سره د ناوړه چلند په اړه پېښې وڅېړل شي.
د ډيورنډ کرښه په سيمه کې د د دوو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو بوخته سيمه بلل کېږي.
يو د بل تبعه وو سره د دواړو هېوادونو د پوليسو او امنيتي ځواکونو له لوري د چلن په اړه تل شکايتونه کېږي، خو دا چې د چلن مسئله دومره لويه ستونزه ده، چې په غبرګون کې يې دې يو د بل پر وړاندې د تلو راتلو لارې وتړل شي، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پونځي استاذ منګل شېرزاد يې په اړه وايي.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .