
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغانستان د سولې شورا او وسله والو طالبانو د استازو په ګډون د بېلابېلو لوریو تر منځ د خبرو اترو غونډه کېږي. پوښتنه دا ده چې په دې غونډه کې نوې خبرې کومې دي او دا ډول غونډې د سولې په پروسه کې څومره کټورې دي؟
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغانستان د سولې شورا او وسله والو طالبانو د استازو په ګډون د بېلابېلو لوریو تر منځ د خبرو اترو غونډه کېږي.
په غونډه کې شهاب الدین دلارو او محمد نعیم وردګ د طالبانو استازیتوب کوي. شهاب الدین دلاور په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی دی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یي په سعودي عربستان او پاکستان کې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.
همدا راز د سولې د شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزی، د شورا غړی عبدالحکیم مجاهد او د ولسمشر کرزي یو سلاکار حاجي دین محمد ګډون کوي.
د یونس قانوني او محمد محقق په ګډون د پخوانۍ شمالي ټلوالې یو شمېر مشران هم دې غونډې ته وراغلي دي.
بل لور ته غیرت بهیر د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي له لوري په غونډه کې ګډون کوي.
پوښتنه دا ده چې په دې غونډه کې نوې خبرې کومې دي او دا ډول غونډې د سولې په راوستو کې څومره اغېزمنې دي؟
له داود اعظمي سره د اسمعیل میاخیل مرکه
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .