په برتانیا کې روغتیايي کارپوهان وايي د ویټامین ډي لرونکو داروګانو ته زیات لاسرسی کولای شي د هغو کسانو روغتیايي حالت په ښه کولو کې مرسته وکړي چې د ویټامین ډي د کمښت له امله له خطر سره مخامخ دي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

د ماشومانو د روغتیا شاهي پوهنتون وايي د ویټامین ډي د پوره کولو لپاره دا هم اړینه ده چې ویټامین ډي لرونکي خواړه وخوړل شي.
په برتانیا کې روغتیايي کارپوهان وايي د ویټامین ډي لرونکو داروګانو ته زیات لاسرسی کولای شي د هغو کسانو روغتیايي حالت په ښه کولو کې مرسته وکړي چې د ویټامین ډي د کمښت له امله له خطر سره مخامخ دي.
د ماشومانو د روغتیا شاهي پوهنتون وايي په برتانیا کې ۲۵ سلنه ماشومان د ویټامین ډي په کمښت اخته دي چې له امله یې د هغو کسانو شمېره زیاته شوې چې هډوکي یې نرم شوي یا د هډوکو په دردونو اخته دي.
د نوموړي پوهنتون یوه چارواکي میچ بلیر په دې هکله د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
خو حکومت وايي هغو کسان چې د ویټامیڼ ډي د کمښت له امله له ډېر خطر سره مخامخ وي په وړیا ډول د ویټامیڼ ډي درمل ورکول کېږي.
دا درمل میندواره ښځو، هغو ښځو ته چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دي او هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو ډېر وي ورکول کېږي.
د ماشومانو د روغتیا شاهي پوهنتون وايي د ویټامین ډي د پوره کولو لپاره دا هم اړینه ده چې ویټامین ډي لرونکي خواړه وخوړل شي.
ویل شوي چې په برتانیا کې نژدي نیمايي سپین پوستي او په سلو کې ۹۰ تورپوستي او اسیايي خلک د ویټامین ډي له کمښت سره مخامخ دي.
روغتیايي کارپوهانو ویلي چې په خلکو کې د ویټامین ډي د کمښت لومړنۍ نښې نښانې دا دي چې د بندونو او هډوکو درد پیدا کېږي او ځیني اندامونه پړسېږي.
په افغانستان کې د مرکزي ولایتونو اوسېدونکې هم د هیواد د نورو سیمو په پرتله د ویټامین ډي له کمښت سره مخامخ دي او د ژمي په رارسیدو یې ناروغي ډېریږي.
خلک څنګه کولای شي چې د خپل بدن د اړتیا وړ ویټامین ډي پوره کړي؟ دا مې په لندن کې له افغان ډاکټر خسرو سنګروال نه وپوښتل.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .