
د سولې شورا په ٢٠١٠ کال کې جوړه شوې ده خو تردې دمه ېې هڅې بريالۍ شوې نه دي.
"بي بي سي افغانان غږوي" افغانستان ته د ورپېښو لویو او ننگوونکو مسئلو په اړه د بي بي سي د ځانګړيو پروګرامونو په لړ کې د پنج شنبې د ورځې ستاسې غږ خپرونې کې افغانستان کې له ٢٠١٤ کاله وروسته، کله چې بهرني ځواکونه افغانستان څخه وځي ، د سولې په هڅو خبرې کوو.
له تېرو څو کالو په دې هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي خو په ظاهره تردې دمه ېې نتيجه نه ده ورکړې.
له تاسې اورو چې ايا فکر کوئ طالبانو سره خبرې به کومې نتيجې ته ورسيږي، تاسې څه نظر لرئ چې وسله والو سره به خبرې په حقيقت بدليږي که څنگه ؟او ولې؟ ستاسې په نظر نيمگړتيا په کوم ځاى کې ده او څه بايد وشي چې د سولې هڅې گټورې ثابتې شي؟
د ا ځانگړى ستاسې غږ پروگرام به د بي بي سي ترڅنگه نزدې ١٠٠ افغان راديوگانو څخه هم مهاله خوريږي.
په خپرونې کې د گډون لپاره په فيس بک يا ټيوټر خپل نظرونه او شمېرې رالېږلى شي يا هم د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال پردې شمېرې زنګ راوووهئ: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
دغه راز په برېښناليکpashto@bbc.co.ukاو د SMS له لارې هم په دې ټېليفون ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ خپل نظرونه راستولى شئ.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












