
په ۱۹۸۱ کال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سپتمبر ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله
په ۱۹۸۱ کال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سپتمبر ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله. له دې کاره موخه دا وه، چې په نړۍ کې د ټولیزې سولې ټینګښت او غښتلتیا ته کار وشي او د دغې ځانګړې ورځې له لارې د نړیوالو پام د سولې ارزښت ته راواړول شي.
خو د سولې د ورځې د نمانځلو د پیل له وخته تر اوسه افغانستان په جګړو کې ښکېل دی. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو او دغه هېواد ته د نړیوالو ځواکونو له راتګه وروسته جګړه پای ته و نه رسېده، بلکې یوه نوې بڼه یې غوره کړه. د افغانستان روانې جګړې په تېرو کابو یوولسو کلونو کې په زرګونو افغانان وژلي دي.
د ۲۰۱۰ کال په جون کې د ولسمشر کرزي له خوا رابلل شوې لویې جرګې وړاندیز وکړ، چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره دې د سولې د خبرو لپاره یوه شورا جوړه شي. د همدغه کال په سپتمبر کې د افغان دولت لخوا د سولې د عالي شورا په نامه د دغه بنسټ د جوړېدو اعلان وشو او د اکتوبر په اتمه د ولسمشر کرزي له خوا پرانېستل شوه.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مشر اسمعیل قاسمیار وايي، دغه بنسټ د افغانستان د خلکو د استازو په غوښتنه رامنځته شو.
خو ځینې خلک د سولې د دغه بهیر په څرنګوالي نیوکه کوي. د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت وايي" افغان دولت له خپلو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې پاتې راغلی او لومړی لامل یې دا دی، چې دولت او نړیوالې ټولنې په لومړیو کې خبرو ته ارزښت نه ورکاوه."
د سولې او بشري حقونو په نامه د یوه مدني بنسټ مشر ډاکټر نظام الدین کټوازی بیا وايي" د سولې پروسه ځکه ناکامه ده، چې د ده په خبره د سولې شورا د دولت د مخالفینو د باور په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلې."
ښاغلی قاسمیار هم دا مني چې دوی تر اوسه له وسله والو مخالفینو او یا د دوی له رښتینو استازو سره خبرې نه دي کړي. ښاغلی سعادت په دې باور دی، چې د سولې د بهیر د نه بریالیتوب یو ستر لامل له دواړو خواوو سره د پرېکنده خبرو د واک نشتوالی دی.
"د سولې د بهیر د نه بریالیتوب یو ستر لامل له دواړو خواوو سره د پرېکنده خبرو د واک نشتوالی دی."
عبدالستار سعادت
خو ښاغلی قاسمیار په اسلام اباد کې د امریکا، پاکستان او افغانستان تر منځ دسولې په اړه د جوړې شوې وروستۍ غونډې پایلو ته په کتو راتلونکي ته هیله مند دی.
عبدالستار سعادت وايي، چې د سولې لپاره اوس هم ناوخته نه دی او په خبره یې چې څومره ژر افغان دولت او مخالفین سره سوله وکړي، هغومره به ښه وي. د ښاغلي سعادت په باور د افغانستان ګاونډیان دغه هېواد ته د سولې په راوستو کې مهم رول لوبولای شي.
دا چې نړیواله ټولنه به وکولای شي چې د افغانستان ګاونډیان دې ته وهڅوي، چې نور د سولې لپاره د زړه له تله کار وکړي او که نه، ځواب به یې راتلونکی ووایي.












