څرنگه د سولې لپاره د باور فضا پيدا کېدى شي؟

د خپريدو وخت: 12:37 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

حکومت له دې امه ډيرو نيوکو لاندې دى چې د سولې سره يوځاى کېدونکو خونديتوب لپاره ډير څه نه کوي

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د سولې د شورا چارواکو بي بي سي ته ويلي چې د سولې له بهير سره د يوځاى کېدونکو کسانو تر ټولو لويه ستونزه د دوى د امنيت ساتل دي.

له تيرو څو کالو څخه په افغانستان کې د سولې په نامه هڅې روانې دي، په ځانگړې توگه له کله نه چې د سولې عالي شورا جوړ شوې ده د حکومت له خوا په دې لړ کې هڅې "گټورې" بلل کيږي.

خو له دې سره په خوا کې په دې بهير نيوکې هم شته. په نړيواله کچه په ځانگړې توگه د لويديځ په ځينو کړيو کې د بهرنيو پوځيانو د وتلو له ضرب الاجل نه وړاندې د دې غوښتنه کيږي چې د سولې هڅې گړندۍ کړي او شرطونه ترې ليرې کړي.

د افغانستان دننه د سولې شورا کار د څو مشرانو اوچارواکو د وژل کېدو له امله له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوى دى

هغه کسان چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي شکايت کوي چې د هغوى خونديتوب ته پام نه کيږي.

د ډيرو په اند دا د باور او اعتماد نشتوالى دى چې د سولې هڅې يې نيمگړې کړې دي.

ستاسو غږ له تاسو اوري چې د سولې پر بهير د باور او اعتماد پيدا کولو لپاره بايد څه وشي؟

که په پروگرام کې برخه اخيستل غواړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ

خپرونې پرمهال په : ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ ما عنا يت الحق ياسيني ته زنگ راووهئ.

د لنډ تيلې فوني پيغام يا ايس ايم ايس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ دغه راز په فيس بک، ټويټر هم خپل نظرونه پرېښودلى او پهPashto@bbc.co.ukراستولى شئ

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>