که بحري توپان وي او که سونامي، قدرتي افتونه او د انسان له لاسه له پېښو شویو ورانکاري وروسته له مصنوعي سپوږمکیو څخه تر لاسه شوي تصویرونه د خلکو د ژوند ژغورلو په برخه کې ډېره مرسته کوي. د دې تصویرونو په مرسته له خطر سره د مخامخ خلکو او ځایونه په اړه معلومات تر لاسه کیږي.
په ۱۹۹۹ کال د ډزاسټر چارټر نومي ادارې له رامنځ ته کېدو وروسته د فضايي ادارو تر منځ د معلوماتو د راکړې ورکړي لپاره یو منظم میکانیزم جوړ شو. چارټر له هغه وروسته تر اوسه پورې له ۱۰۰ نه په ډېرو هېوادونو کې له ۳۰۰ نه د زیاتو پېښو په اړه تصویرونه وېشلي دي.
دغه تصویرونه د ۲۰۱۲ کال د فضايي اوونۍ په لړ کې وړاندې کیږي. دغه تصویرونه له ځمکې نه له سلهاوو کیلومتره واټن څخه اخېستل شوي دي او په وسیله يې د ډېرو ژوند ژغورل شوی دی.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .