د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا ضد مظاهرو له پراخېدو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي، د هغو امریکایانو د امنیت خوندي کولو لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي، چې له متحده ایالاتو بهر مېشت دي. اوباما د نړۍ له حکومتونو هم غوښتنه کړې چې باید په خپلو هېوادونو کې د مېشتو امریکایانو امنیت خوندي کړي، ځکه د ده په وینا دا يې مسوولیت دی. بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلرې کلېنټن دغه فلم غندلی او دا يې د کرکې وړ غلط اقدام بللی.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .