د عکسونو البوم: د شفیق مرید د کنسرت په لغوه کېدو د هراتیانو اعتراض

د خپريدو وخت: 15:46 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

په پام کې وه، چې د کوچني اختر پر درېیمه ورځ د افغانستان په لوېديځ هرات ولایت کې د سندرغاړي شفیق مرید سندریزه مېله جوړه شي، خو د رپوټونو له مخې یوه مذهبي مشر یې مخه ونیوله. خو یوه ورځ وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين وویل د کنسرت لغوه کېدل د مذهبي علماو په غوښتنه نۀ بلکې د امنيتي گواښونو له وېرې شوی دي.

په دې تړاو نن چارشنبه د اګست ۲۲مه یو شمېر ځوانانو، مدني ټولنې او فعالانو لاریون کړی و. ځینو لاریوکوونکو دا ادعا کوله چې ښاغلي مرید ته چانس نه دی ورکړل شوی. یو شمېر ځوانانو دا نیوکه هم کوله چې د دوی حقونو له پامه غورځول شوي.

یو شمېر ځوانانو او مدني ټولنې له ټولو رسنیو هیله کړې وه چې نن ټوله ورځ دې د شفیق مرید سندرې خپرې کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>