د سالنګ لار

د نړېوالو ځواکونو لپاره له توکو ډکې لارۍ، له اووه میاشتني بندیز او ځنډ وروسته بیا له پاکستانه د افغانستان پر لور وخوځېدې. دا ګام د هغې لويې لارې لپاره ښه زېری دی چې کابل د افغانستان له شمال سره نښلوي.

د سالنګ لویه لار کابل او د افغانستان شمالي سیمې سره نښلوي.
د عکس تشریح، د سالنګ لویه لار کابل او د افغانستان شمالي سیمې سره نښلوي.
دا لویه لار ۴۸ کاله وړاندې روسانو جوړه کړې وه.
د عکس تشریح، دا لویه لار ۴۸ کاله وړاندې روسانو جوړه کړې وه.
پر دې لار سږ کال هغه وخت ګڼه ګوڼه ډېره شوه چې پاکستان پر ناټو خپله لار وتړله.
د عکس تشریح، پر دې لار سږ کال هغه وخت ګڼه ګوڼه ډېره شوه چې پاکستان پر ناټو خپله لار وتړله.
اوس ځايي اوسېدونکي او موټر چلونکي د سړکونو د خرابوالي پړه پر ناټو اچوي.
د عکس تشریح، اوس ځايي اوسېدونکي او موټر چلونکي د سړکونو د خرابوالي پړه پر ناټو اچوي.
موټر چلوونکي وايي دوی د لارې پولیسو ته د تېرېدو لپاره رشوت ورکوي.
د عکس تشریح، موټر چلوونکي وايي دوی د لارې پولیسو ته د تېرېدو لپاره رشوت ورکوي.
موټرچلونکي زیاتوي چې دا ویجاړه لار يې موټرونه خرابوي.
د عکس تشریح، موټرچلونکي زیاتوي چې دا ویجاړه لار يې موټرونه خرابوي.
په ژمي کې د سالنګ لويه لار تر ډېره خطرناکه ځکه بلل کيږي چې د واورې د ډېروالي له امله، لارې ډېرې ښويي وي چې ډېر کله يې مرګ ژوبله اړولې.
د عکس تشریح، په ژمي کې د سالنګ لويه لار تر ډېره خطرناکه ځکه بلل کيږي چې د واورې د ډېروالي له امله، لارې ډېرې ښويي وي چې ډېر کله يې مرګ ژوبله اړولې.
د سالنګ تونل د هندوکش په غرونو کې نژدې څلور زره متره لوړ جوړ شوى دى چې لار يې شاوخوا ١٠٠ کيلومتره لنډه کړې ده
د عکس تشریح، د سالنګ تونل د هندوکش په غرونو کې نژدې څلور زره متره لوړ جوړ شوى دى چې لار يې شاوخوا ١٠٠ کيلومتره لنډه کړې ده
دا لار د افغانستان په څو لسیزو جګړو کې هم تر ډېره حده ویجاړه شوه. په ۱۹۹۸ کال کې شمالي ټلوالې د دې تونل جنوبي خوله والوځوله چې طالبان شمال ته له ورتګه منع کړي.
د عکس تشریح، دا لار د افغانستان په څو لسیزو جګړو کې هم تر ډېره حده ویجاړه شوه. په ۱۹۹۸ کال کې شمالي ټلوالې د دې تونل جنوبي خوله والوځوله چې طالبان شمال ته له ورتګه منع کړي.
د سالنګ لویه لار د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د نړېوال بانک په پيسو بېرته ورغول شوه.
د عکس تشریح، د سالنګ لویه لار د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د نړېوال بانک په پيسو بېرته ورغول شوه.
موټر چلونکي وايي چې د لارې خرابوالی يې مزل دوه برابره کړی دی.
د عکس تشریح، موټر چلونکي وايي چې د لارې خرابوالی يې مزل دوه برابره کړی دی.
د پاکستان د لارې پرانيستل ښايي د سالنگ پر سړک گڼه گوڼه يو څه کمه کړي خو کله چې په ٢٠١٤ کال کې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي هغفه وخت به پر دې لارې بيا ترافيک زياتيږي.
د عکس تشریح، د پاکستان د لارې پرانيستل ښايي د سالنگ پر سړک گڼه گوڼه يو څه کمه کړي خو کله چې په ٢٠١٤ کال کې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي هغفه وخت به پر دې لارې بيا ترافيک زياتيږي.