د افغانستان کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته د افغان حکومت جګپوړي پلټونکي پلاوي ته د سیمې قومي مشرانو ویلي، چې امریکايي عسکر ولسي وګړي د خپلو ملګرو د وژنې په غچ اخیستو کې وژلي دي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته د افغان حکومت جګپوړي پلټونکي پلاوي ته د سیمې قومي مشرانو ویلي، چې امریکايي عسکر ولسي وګړي د خپلو ملګرو د وژنې په غچ اخیستو کې وژلي دي.
قومي مشرانو د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په ګډون ورغلي پلاوي ته وویل، چې د پنجوايي له پېښې درې ورځې مخکې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه ټانک ماین والوت.
سیمه ییزو قومي مشرانو ویلي، له چاودنې وروسته، امریکایانو د سیمې خلک وروغوښتل او ګواښ یې ورته وکړ، چې ارومرو به غچ ترې اخلي.
په کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی د فاتحې مراسمو او دغو خبرو ته ورغلی، او دا وېدیو یې پرې چمتو کړې ده.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .