د بریتانیا پاچا وايي دی او مېرمن یې په افغانستان کې د زلزلې په خبر خواشيني‌ دي

د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په یوه رسمي پیغام کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني او له ملکې کامېلا سره یوځای د خفګان احساس څرګند کړی دی.

لنډیز

  • پرله‌پسې زلزلې او پس‌لرزې: د ننګرهار او کونړ ولایتونه د اګست پر ۳۱مه د یوې سختې زلزلې او وروسته د سپتمبر پر دومه او څلورمه د دریو قوي پس‌لرزو له امله سخت زیانمن شول. لوړه مرګژوبله او ویجاړي یې درلوده.
  • انساني او مالي تلفات: تر اوسه د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې ۲٬۲۰۵ کسان مړه شوي، له ۳٬۶۴۰ زیات ټپیان شوي، او ۶٬۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي، چې شاوخوا ۸۴٬۰۰۰ کسان یې اغېزمن کړي دي.
  • د لاسرسي ستونزې: د مرستې رسونې پر مهال ځینې کارکوونکي د پس‌لرزو له امله ټپیان شوي، او د سړکونو بندښت د مرستو رسولو او اغېزمنو سیمو ته د تګ راتګ مخه نیولې وه.
  • بې‌ځایه شوي او غیر رسمي کمپونه: په کونړ ولایت کې د نورګل ولسوالۍ په شالت او زېري بابا کلیو کې زلزله‌ځپلو لپاره غیر رسمي کمپونه جوړ شوي، او راپورونه په پټان او خاص کونړ ولسوالیو کې هم د ورته کمپونو یادونه کوي.
  • پورتني معلومات د ملګرونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له هغه رپوټ اخیستل شوي چې پرون (سپتمبر اوومه) خپور شوی دی.

ژوندی پوښښ

  1. د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ترکیې تازه مرسته

    افغانستان کې زلزله ځپلي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، افغانستان کې زلزله ځپلي

    د ترکیې سبا ورځپاڼه وايي، د سې شنبې په ورځ، د ترکیې د بېړنیو پېښو او بحرانونو د مدیریت ادارې په همغږۍ، یو اورګاډی چې ۹۲۲ ټنه مرستندویه توکي پکې بار وو، د انقرې له سټېشنه افغانستان ته روان شو. ترکیه وایي، دغه مرستې په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره دي. په دې مرستندویه اورګاډي کې د خوړو کڅوړې، خیمې، کمپلې، حفظ ‌الصحې توکي او نور اړین شیان شامل دي.

    د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د اورګاډي د روانېدو د مراسمو پرمهال ترکي چارواکو د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو یادونه وکړه: "افغانستان زموږ پخوانی ملګری او ورور هېواد دی. کله چې هلته ناورین پېښ شي، موږ یې احساسوو. نن موږ د خپل دولت او ملت د ښه نیت سره ۹۲۲ ټنه بشري مرسته لیږو."

    سبا ورځپاڼه د ترکیې د ترانسپورت او زیربنا وزارت مرستیال عثمان بویراز له قوله د ترکیې د اوږدې دودیزې مرستې په اړه وايي: "مخکې مو ۲۲ اورګاډي لیږلي او اوس ۲۳م روان دی." د ورځپاڼې له قوله، د ترکي سرچېنو په خبره، د ترکیې ټولې مرستې چې تر دې دمه افغانستان ته استول شوي دي، له ۱۰۰۰۰زره ټنو اوړي. د افغانانو د بشري بحران د کمولو لپاره د ترکیې لومړنی اورګاډی د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ پر اوومه افغانستان ته لېږل شوی و.

  2. د افغانستان له زلزله ځپلو سره د بریتانیا د پاچا غمشریکي

    د بریتانیا پاچا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د بریتانیا پاچا

    د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په یوه رسمي پیغام کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني او د ملکه کامېلا سره یوځای د خفګان احساس څرګند کړی دی. د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنسي د پاچا د غم شریکۍ پیغام، پر اېکس پاڼې خپور کړی دی.

    پاچا په پیغام کې ویلي، دا ناورین وروسته له هغو ناڅاپي سیلابونو پېښ شوی چې په همدې سیمو کې راغلي وو او د افغانستان د خلکو "بې‌ساری زغم" یې وستایلی دی: "په دې ویجاړونکې پېښو کې زموږ زړونه له هغو کسانو سره دي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او د دغو ناورینونو له امله ژوند یې تباه شوی دی."

    د بریتانیا حکومت لا له وړاندې د زلزله‌ ځپلو لپاره ۱ میلیون پونډه بشري مرسته اعلان کړې ده.) دا مرسته به د ملګرو ملتونو د صندوق او د سره صلیب نړیوالې ټولنې له لارې بېړنیو خدمتونو ته ورسېږي. ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ وژونکې زلزلې له امله لا هم ۳۶۲ کلیو ته د لاسرسي چاره سخته ده.

  3. ملګري ملتونه: د افغانستان په وروستیو زلزلو کې لږ تر لږه ۷۰۰ ماشومان مړه شوي

    زلزله ځپلې ماشومه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، زلزله ځپلې ماشومه

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړه اداره یونیسف وايي، د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله لږ تر لږه ۷۰۰ ماشومان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په خبره زرګونه ودانۍ ویجاړې شوې یا سختې زیانمنې شوې دي.

    یونیسف وایي، د افغانستان ماشومان لا له وړاندې د نړۍ له سترو بشري بحرانونو سره مخامخ وو او اوس د زلزلې له امله یې کورونه، خوندیتوب او خپلوان له لاسه ورکړي او له پخوا ډېرې پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري. د دغې ادارې په ټکو، د دوی ټیمونه په سیمه کې دي او د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

  4. وروستی, ملګرو ملتونو د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د ۱۳۹ میلیون ډالرو غوښتنه کړې

    کونړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې په وروستو زلزلو کې له زیانمنو شوو شاوخوا "نیم میلیون" خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۳۹.۶میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

    دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سې‌شنبه (سپتمبر ۹ / وږی ۱۸) یې یو "څلور میاشتېنی بېړنی پلان" اعلان کړی دی چې په ترڅ کې یې بشري سازمانونه د افغانستان په ختيځ کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکې زلزلې له کبله اغېزمنو شوو ۴۵۷ زره کسانو ته مرستې ورسوي او دا بهیر چټک کړي.

    د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږې کوونکې اندریکا راټواټ ویلي، "اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه باید [وضعیت ته] ژوره کتنه وکړي او د هغو خلکو ملاتړ وکړي چې وار د مخه یې ډېر کړاو ګاللی دی."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    اغلې راټواټ همدا راز ویلي، په داسې حال کې چې ژمی په چټکه په رارسېدو دی نو اغېزمنو ته د مرستو رسولو لپاره وخت کم دی او په وینا یې، "له هر راغلي ناورین سره د دې خطر شته چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي."

    ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې د طالبانو حکومت له قوله ویلي چې په ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان او ننګرهار کې نږدې ۵۰۰ زره خلک په مستقیم ډول له زلزلې اغېزمن شوي، تر ۲۲۰۰ ډېر وژل شوي او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ژوبل شوي دي.

    د ملګرو ملتونو دغه پلان به مرستندویه ادارې وهڅوي چې خپل د مرستې رسوونې عملیات چټک کړي او له نن ورځې بیا د میلادي کال تر پایه پورې شاوخوا یو نیم میلیون اغېزمنو سره د سرپناه، اوبو، خوړو، روغتیا، زدکړې، کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وکړي.

  5. وروستی, افغان سره میاشت وايي‌ چې سویس د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ ټنه مرسته ور سپارلې

    سره میاشت

    د عکس سرچینه، ARCSAfghanistan

    د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د سویس پراختیا او همکارۍ ادارې د کونړ زلزله‌ځپلو ته د لومړنیو اړتیاو برابرولو لپاره ۲۰ ټنه "غیر خوراکي" مرسته ورسپارلې ده.

    دې ټولنې ویلي چې، "په دې مرسته کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ کڅوړې شاملې دي چې ډېر ژر به په کونړ ولایت کې اغېزمنو کورنیو ته ووېشل شي."

    افغان سرې میاشتې پرخپله اېکس‌پاڼه له دغه خبر سره لیکلي چې د سویس هېواد دا مرسته د پراختیا او همکارۍ دفتر مرستیالې ستاتا کېس د دوشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د دې ټولنې چارواکو ته وسپارله.

    د اغلې کېس له خولې یې ویلي چې هغې ژمنه وکړه چې، "د کونړ زلزله‌ځپلو ته د رسېدو او د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره به لا ډېر کومکونه وکړي."

    د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د نړیوالو مرستو لړۍ دوام لري او د طالبانو حکومت د سویس په ګډون له هغو ۴۸هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو مننه کړې چې له زلزله‌ځپلو سره یې مرسته کړې ده.

  6. وروستی, د چین تازه مرسته کابل ته رسېدلې؛ وايي "هیله‌من یو چې افغانان به ژر له دې ناورینه ورغېږي"

    MFA_China

    د عکس سرچینه، MFA_China

    چین وايي چې د دغه هېواد د تازه بېړنۍ مرستې لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې تر ویجاړوونکې زلزلې وروسته د چین حکومت د ۵۰ میلیونه یوان په ارزښت (څه باندې اووه میلیونه امریکايي ډالره) مرسته اعلان کړه او تازه جوپه یې تېره ورځ (دوشنبه) کابل ته رسېدلې ده.

    د دغه وزارت د ویاند پر اېکس‌پاڼه په دې اړه لیکل شوي چې په دغو کومکونو کې خیمې، کمپلې او خواړه شامل دي او پاتې برخه به یې په راتلونکو ورځو کې ولېږل شي.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت همداراز هیله‌مندي څرګنده کړې چې افغانان به ژر تر ژره له دې ناورینه را ووځي او و به رغېږي.

  7. د طالبانو حکومت: ۴۸ هېوادونو له زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې

    h

    د عکس سرچینه، MoFA

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له هغو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ادارو مننه کړې چې له زلزله‌ځپلو سره یې مرسته کړې ده.

    دغه وزارت پرخپله اېکس‌پاڼه د ۴۸ هېوادونو له بیرغونو سره لیکلي چې،‌ "د هېواد په ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو په تړاو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونو له خوا د خواخوږۍ، غمرازۍ، بشري همکارۍ او مرستو له امله مننه او قدرداني څرګندوي."

    که څه هم دغه وزارت د دغو ټولو هېوادونو او سازمانونو له لوري له زلزله‌ځپلو سره د شوې مرستې مجموعي اندازه نه ده یاده کړې خو د طالبانو حکومت ویلي چې دا کومکونه لا هم روان دي او تر ډېره پکې خوراکي توکي، د استوګنې وسایل،‌ طبي مرستې او ځينې نور اړین مواد شامل دي.

    د وړمې یکشنبې په ماخوستن (اګست ۳۱/ وږی ۹) زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي تاوان په کونړ ولایت کې واړوه. د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې په هغه زلزله کې تر اوسه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ ژوبل شوي دي.

  8. د روغتيا نړيوال سازمان وايي د مرستو تازه جوپه یې کابل ته رسېدلې

    د روغتيا نړيوال سازمان مرسته له زلزله ځپلو سره

    د عکس سرچینه، WHO

    د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېج او) وايي د ژوند ژغورونکو روغتیايي مرستو نوې جوپه یې کابل ته رسېدلې ده.

    ياد سازمان وايي په دې ۳۵ ټنه مرسته کې درمل، له خوارځواکۍ او روغتيايي ستونزو سره مخ ماشومانو لپاره کڅوړې، د غیر ساري ناروغيو لپاره کڅوړې، د بېړني روغتیايي غبرګون ګډې کڅوړې، د ټپونو او جراحۍ لپاره د کڅوړو تر څنګ يو شمېر نور اړین روغتیايي توکي استول شوي دي.

    له دې وړاندې هم د روغتيا نړیوال سازمان افغانستان ته د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره مرستې لېږلې وې.

    په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان مرستيالې مشرې ډاکترې موکتا شرما ويلي، "دا مرسته د زلزلې له کبله زيانمنو شويو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو لپاره یو مهم ګام دی."

    نوموړې ويلي،"زموږ ټيم هڅه کوي چې دا مرسته ژر او په اغېزناکه توګه اړمنو خلکو ته ورسېږي".

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او له ۳۶۴۰ زيات ټپيان دي. شمېرې ښيي چې زرګونه کورونه ويجاړ شوي او لسګونه زره کسان اغېزمن شوي دي.

  9. امریکايي سرچینې وايي لا یې هم د افغانستان زلزله ځپلو ته مرستې نه دي تصویب کړي

    د کونړ زلزله

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د رویټرز خبري اژانس په وینا، کونړ کې له هغې زلزلې یوه اوونۍ وروسته چې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې مړه او لسګونه زره نور یې بې کوره کړل د امریکا دوو پخوانیو لوړپوړو چارواکو او یوې بلې سرچینې ویلي، امریکا د هېڅ ډول بېړنۍ مرستو د ورکړې لپاره لومړنی ګام هم لا نه دی اخیستی. دا هم روښانه نه ده چې د مرستو د ورکړې کوم پلان دې وي.

    د ځینو سرچینو او د امریکا د پخوانیو چارواکو په وینا، "په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د یوې تر ټولومرګونې زلزلې پر وړاندې د واشنګټن غبرګون نه ښودل دا په ډاګه کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ څنګه د بهرنیو مرستو د ژورو کمښتونو او د امریکا د اصلي بهرنیو مرستو ادارې د تړلو له امله د نړیوالو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د امریکا د څو لسیزو مشري له لاسه ورکړې ده."

    د سې شنبې پر ورځ د امریکا نړیواله پراختیايي اداره په رسمي ډول وتړل شوه او د دوشنبې پر ورځ بیا د بهرنیو چارو وزارت یې پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د "زړه له کومې خواخوږي" څرګنده کړه.

    د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې دوو پخوانیو کارکوونکو او یوې بلې سرچینې د غچ اخیستنې له وېرې د نوم له نه ښودلو په شرط سره وویل، چې د جمعې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت د بشري اړتیاو هغه اعلامیه تصویب نه کړه چې د متحده ایالاتو لپاره د بېړنیو مرستو د اجازې ورکوو لومړنی ګام ګڼل کېږي.

    په عام ډول دغه ډول اعلامیه د یو ستر ناورین پېښېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې دننه صادرېږي.

  10. د روغتیا نړیواله اداره: طالبان دې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پر ښځینه مرستندویانو محدودیتونه لیرې کړي

    ښځينه مرستندويان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر افغان ښځینه مرستندویو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي. دغه اداره وايي دې سره به هغوی وکولی شي له محرم پرته سفر وکړي او ورسره به هغه ښځې هم درملنې ته د لاسرسي موکه ومومي چې زورورې زلزلې ځپلي او اوس درملنې ته اړتیا لري. هغه زلزله چې له امله یې د افغانستان په ختیځ کې لوی شمېر خلک مړه او ژول شول.

    د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، ډاکټره مکتا شرما، چې د افغانستان دفتر کې د روغتیا نړیوالې ادارې مرستیاله استازې ده وايي:"ډېره لویه ستونزه دا ده چې اوس په دغو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر په کمېدو دی. "

    د هغې د اټکل له مخې، ۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه دي، او پاتې ۱۰ سلنه یې ښځینه ډاکټرانې نه بلکې تر ډېره قابله ګانې او یا نرسانې دي. هغې ویلي دوی کې داسې ډاکټرانې نشته چې وکولی شي د اوږدمهاله ټپونو درملنه وکړي او دا د درملنې بهیر ته زیان رسوي، ځکه ګڼ شمېر ښځې یا له نارینه کارکوونکو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي، یا وېرېږي او یا هم نه غواړي له هغوی سره یوازې سفر وکړي.

    د سپتمبر د لومړۍ نېټې د ۶ درجې زلزلې او ورپسې د ټکانونو له امله څه باندې ۳۶۰۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه بې‌کوره شوي دي. له هغه مهاله چې ۲۰۲۱ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبانو واک ترلاسه کړ افغانستان وار دمخه د مرستو له کمښت او بشري کړکېچ سره مخ شوی دی.

    د افغانستان د روغتیا وزارت او د طالبانو د حکومت یوه ویاند تر اوسه په دې اړه د خبرو کولو غوښتنه نه ده منلې.

  11. وروستی, تاجیکستان افغانستان کې زلزله ځپلو ته خپلې مرستې استولي

    د تاجیکستان دولت نن دوشنبه د سپټمبر ۸مه د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلو لپاره خپله ځانګړې کړې مرسته افغانستان ته استولې. چارواکو ویلي دغه مرسته درې زره ټنه خوراکي توکي دي چې په کې، جامې، ودانیز توکي، خیمې، کمپلې، د څښاک اوبه او د شخصي حفظ الصحه توکي هم شته.

    د تاجیکستان مرستې د ځمکې له لارې استول شوي. تمه کېږي چې د تاجیکستان پر مرستو بار لارۍ تر تر ناوخته کابل ته ورسېږي چې له هغه ځایه به بیا کونړ ته وړل کېږي. د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا مرستې د دغه هېواد د ولسمشر امام علی رحمان د حکم له مخې چمتو او افغانستان ته لېږدول شوې دي.

    د طالبانو حکومت وايي، د مرستو د ویش لپاره یې یوه کمیټه ټاکلې او دا چې د ویش او رسونې پر شفافیت یې ټینګار کاوه.

    تېره ورځ چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، د لټون عملیات بشپړ شوي او اوس به پر مرسته رسونه او د ژوندو پاتو پر لاسنیوي پام ساتي.

  12. وروستی, اوچا: افغانستان کې زلزلې ۸۴۰۰۰ خلک اغېزمن کړي

    افغانستان

    د عکس سرچینه، @OCHAAfg

    د عکس تشریح، 'اوچا' وايي، د افغانستان په ختیځ ‌کې ویجاړوونکې زلزلې شاوخوا ۶۰۰۰ کورونه ویجاړ او زیانمن کړي‌

    د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې 'اوچا' ویلي، په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د دوی ګډو ساحوي ارزونو اړوند رپوټونه بشپړ کړي چې ښيي ۵۹۰۲ کورنۍ (۳۸۲۶۹ تنه) اغېزمن شوي دي، ۵۲۳۰ کورونه ویجاړ شوي او ۶۷۲ نور زیانمن شوي دي.

    دغه اداره وايي، تر اوسه د کونړ ولایت پنځو ولسوالیو (چپه دره، څوکۍ، پېچ دره، نورګل او وټه‌پور) په ۴۹ کلیو، د ننګرهار کې په دوو ولسوالیو (دره نور او کوز کونړ) او د لغمان د یوې ولسوالۍ (الیـنګار) کې د ګډو ساحوي ‌ارزونو راپورونه بشپړ شوي دي.

    اوچا وايي، د انساني تلفاتو کچه لوړه ده، ۱۴۷۵ کسان وژل شوي (۴۰۰ ښځې، ۳۲۹ نارینه، ۳۹۸ نجونې او ۳۴۸ هلکان) او نور ۲۳۸۱ کسان ټپیان شوي چې (۱۳۱۹ ښځې او ۱۰۶۲ نارینه) دي. د څلورو نورو کلیو د ارزونې پر مهال تمه کېږي چې دا شمېرې نورې هم لوړې شي.

    د همغږۍ دا اداره زیاتوي، په ټوله کې، که څه هم د طالبانو د حکومت په زلزله کې د مړو شویو شمېر ۲۲۰۵ تنه او د ټپیانو ۳۶۴۰ تنه اعلان کړی، په یادو سیمو کې ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۸۴۰۰۰ کسان اغېزمن شوي دي.

    دغې ادارې پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، یادې بې‌سرپنا کورنۍ په موقتي شرایطو کې شخصي خوندیتوب نه لري.‌

    اوچا زیاتوي، ملګرو ملتونو او نورو ملګرو او همکارو ادارو دغو اړمنو خلکو ته خېمې او اړین غیر خوراکي توکې وېشل پیل کړي دي.

    وړاندې اوچا ویلي وو، دوی ۴۳۰۰۰ بستې خواړه، د معیاري غیر خوراکي توکو ۹۰۱ بستې او ۱۰۷۷ کورنۍ خیمې په اغېزمنو سیمو کې وېشلې دي.

    د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ په شالت او زېري بابا کلیو کې زلزله‌ځپلو لپاره غیر رسمي کمپونه جوړ شوي او راپورونه په پټان او خاص کونړ ولسوالیو کې هم د ورته کمپونو یادونه کوي.

    کونړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د زلزلې اغېزمنو خلکو ته د آغا خان د پرمختیايي شبکې (AKDN) له لوري مرستې وېشل کېږي.
    کونړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    کونړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې له زلزلې وروسته اغېزمن شوي خلک د خپلو موقتي خېمو مخې ته ولاړ دي.
  13. وروستی, ای‌او‌اېم: افغانستان کې زلزلې تر ۷۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي

    کوننړ

    د عکس سرچینه، @IOMAfghanistan

    د کډوالو نړيوال سازمان 'ای‌او‌اېم' وايي، د افغانستان په ختیځ کې د تېرې اونۍ زلزلې له کبله چې تر دوو زرو ډېر کسان مړه شوي او زرګونه ټپیان شوي، ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

    دغه سازمان وايي، د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده چې اغېزمنې کورنۍ پرې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړای شي.

    په افغانستان کې بحران ته د چټک غبرګون همغږي کوونکی حایل ابراهیم خلف وايي،‌ "د تېرې اګسټ میاشتې پر ۳۱مه کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ډېر اغېزمن کړل چې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان پکې مړه شول او او له درې نیمو زرو ډېر نور ټپیان شول او له ۷۰۰۰ ډېر کورونه پکې ویجاړ شول".

    نوموړی وايي، له زلزلې وروسته ځمکلړزو او ځمکښویېدو دوام پیدا کړ چې د اغېزمنو ټولو ولسوالیو لارې بندې شوې او هلته ژوندي پاتې خلکو ته رسېدل ستونزمن شول.

    ښاغلی خلف وايي، د کډوالو نړيوال سازمان 'ای‌او‌اېم' له خپلو شریکانو سره یوځای د چټک غبرګون په توګه لاس په کار شو، پر اغېزمنو خلکو یې د سرپنا لپاره توکي، ‌پاکې اوبه او د ژوند لومړني توکي ووېشل او په لیرې کلیو کې یې ځان زرګونه اړمنو کورنیو ته ورساوه.

    یاده اداره وايي، لا هم زرګونه کورنۍ سرپنا، د اخلي پخلي اړوندو اسانتیاوو او د ژوندانه لومړنیو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. وروستی, روسیې، اماراتو او چین د افغانستان زلزله‌ځپلو ته مرستې لېږلې

    مرسته

    د عکس سرچینه، Wam

    متحده عربي اماراتو درې مرستندویه الوتکې افغانستان ته ولېږلې چې پکې ۱۰۵ ټنه خوراکي توکي بار وو. دا توکي هغو ملکي وګړو ته د مرستې په پار لېږل شوي چې د زلزلې له امله له ستونزو سره مخامخ دي. په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

    دغه مهم بشردوستانه ماموریت د یکشنبې په شپه د اماراتو د هوايي او سمندري مرستو لارې ترسره شوی. دغه مرستې وروسته له هغه واستول شوې چې د اماراتو د سرې میاشتې ټولنې- چې د اماراتو د حکومت خیریه څانګه ده، خپل لومړی د طبي مرستو ټولګه افغانستان ته رسولې وه.

    د اګست پر ۳۱مه د افغانستان ختیځو کونړ او ننګرهار ولایتونو لرې پرتو غرنیو سیمو کې ګڼ کورونه او کلي پر کنډوالو واړول.

    د امریکا د جیولوژي سروې ادارې وویل چې د زلزلې مرکز د جلال‌اباد ښار ۲۷ کیلومتره شمال ختیځ کې و. دغه زلزله د ځمکې له سطحې یوازې ۸ کیلومتره لاندې وه.

    ولسمشر شیخ محمد له دې وړاندې له ابوظبي ملکي دفاع، ملي ګارد او ګډو عملیاتو قوماندې د ټیمونو د استولو امر کړی و، چې له زلزلې ځپلو سره مرسته وکړي.

    د افغانستان له زلزله ځپلو سره د روسیې د مرستو دویمه جوپه

    ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې روسیې د هېواد په ختیځ کې زلزله ځپلو لپاره دوهمه جوپه ۲۰ ټنه مرسته افغانستان ته استولې ده. وايي، په دې مرسته کې خېمې او کمپلې شاملې دي، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لارښوونې پر اساس لېږل شوې ده.

    چین د افغانستان زلزله‌ځپلو ته لومړنۍ بېړنۍ مرسته لېږلې

    د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د چین د حکومت د بېړنیو مرستو لومړۍ محموله کابل ته راورسېده. د چین مرکزي ټلویزیون (CCTV) د راپور له مخې، په دې مرستو کې خېمې، کمپلې او نور بیړني توکي شامل وو چې د زلزله‌ځپلو سیمو لپاره اړین دي.

    د افغانستان لپاره د چین د سفارت شارژدافیر باو شو‌هوی وویل: "د چین حکومت سملاسي پرېکړه وکړه چې د ۵۰ میلیونه یوانو (شاوخوا ۷ میلیونه امریکایي ډالرو) په ارزښت بېړنۍ بشردوستانه مرستې افغانستان ته برابرې کړي، چې پکې ۳۵۰ خېمې او ۳۰۰۰ کمپلې شاملې دي. هیله ده چې دا مرستې له مصیبت‌ځپلو خلکو سره مرسته وکړي چې ژر خپلې ستونزې حل کړي."

    په راتلونکو ورځو کې به د چین له لوري د مرستو نور محمولې هم افغانستان ته واستول شي.

  15. وروستی, ترابي بي بي سي ته: د کونړ زلزله ځپلو سیمو کې د لټون عملیات بشپړ شوي, ببرک احساس بي بي سي کابل

    د طالبانو حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې بي بي سي ته ویلي چې د کونړ زلزله ځپلو سیمو کې د قربانیانو د لټون عملیات نن (یکشنبه د سپتمبر ۷مه) پای ته ورسېدل او هیڅ قرباني تر ویجاړیو لاندې نه دی پاتې شوی. د دغه ادارې په وینا اوس ټول پام پر مرسته رسونه، روغتیايي چوپړونو او لنډ مهالو مېشت ځایونو ورټول دی.

    د دغه ادارې لوی رئیس نور الدین ترابي د بي بي سي له خبریال ببرک احساس سره چې د ځانګړي پوښښ لپاره افغانستان ته استول شوی، په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د لټون عملیاتو تر پایه د مړو شمېر ۲۲۰۵ دی او نور ۳۶۵۰ ټپیان دي.

    دا چې ښځې او ماشومان تر ډېره په کورونو کې دننه وو او نارینه پر بامونو ویده وو نو د سړو پرتله د ښځو او ماشومان د مړینې کچه لوړه ده.

    ښاغلي ترابي د رسنیو هغه رپوټونه رد کړ چې ګواکې د ژغورنې عملیاتو پر وخت ښځو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې. هغه وویل هر هغه څوک چې ژغورنډلو له ویجاړیو ویستلي د چورلکو په وسیله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

    له طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د مشر په وینا د سیمې او نړۍ څو هېوادونو افغان زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې استولې دي. دغه لوړ پوړي چارواکي پر امریکا نیوکه وکړه چې هیڅ ډول مرسته یې د کونړ له زلزله ځپلو سره نه ده کړې.

  16. ملګري ملتونه: د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې له کبله له ۱۱ زره زياتې ميندواره مېرمنې اغېزمنې شوې

    کونړ زلزله

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (يو اېن اېف پي اې) وايي د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې له کبله له ۱۱ زره زیاتې ميندواره ښځې اغېزمنې شوې دي.

    يادې ادارې ويلي، له دغو مېرمنو سره د مرستې لپاره یې کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو ته روغتيايي ډلې استولې دي.

    د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، لرې پرتو سيمو ته د خرابو لارو سربېره څلور ګرځنده ډلې او امبولاسونه لېږل شوي او د دې تر څنګ روغتيايی مرکزونو ته د زېږون اړوند او نور خوندي توکي هم ورکړل شوي دي.

    افغانستان په اسيا کې يو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون له کبله د ميندو د مړینې کچه په کې زياته ده.

    په دې زلزله کې د ښځو تر څنګ ماشومان هم سخت اغېزمن شوي دي. ملګري ملتونه وايي د افغانستان په ختيځ کې شاوخوا ۲۸۰ ماشومان بې سرپرسته پاتې شوي او له څه باندې ۲۶۰ زره نور اغېزمن شوي دي.

    د افغانستان په ختيځ کې د تېرې اوونۍ مرګونې زلزلې له کبله له ۲۲۰۰ زيات کسان مړه او زرګونه نور ټپيان شول.

  17. ايران وايي د افغانستان په ختيځ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستو بله جوپه کابل ته رسېدلې

    پلازمېنه کابل کې د ايران سفارت وايي د افغانستان په ختيځ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستو بله جوپه کابل ته رسېدلې ده.

    د ايران سفارت پر اېکس پاڼه ليکلي د افغانستان په ختيځ کې له زلزله ځپلو سره په دريو پړاونو کې په ترتيب سره ۸۰، ۵۰ او ۶۷ ټنه مرستې چې روغتيايي توکي، خواړه، خېمې او کمپلې په کې شاملې وه کابل ته لېږل شوي دي.

    د افغانستان په ختيځ کې د تېرې اوونۍ مرګونې زلزلې له کبله له ۲۲۰۰ زيات کسان مړه او زرګونه نور ټپيان شوي وو. په دغه زلزله کې تر ټولو ډېر زيان کونړ ولايت کې اوښتی و. په ځينو سیمو کې بشپړ کلي تر خاورو لاندې شوي وو.

    له زلزله ځپلو سره دايران مرسته

    د عکس سرچینه، @IRANinKabul

  18. 'درېیمه شپه ده چې تر شنه اسمان لاندې یې تېروو'

    د ویډیو تشریح، دغه زلزلې ځپلې مېرمن وايي، نه تشناب لري او نه هم د سرپنا لپاره یوه خونه لري

    د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې یکشنبې خونړۍ زلزلې د ډېرو اغېزمنو شویو سیمو ځینې بې‌سرپنا خلک وايي، درې ورځې کېږي چې تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

    د طالبانو حکومت د ویاند د شمېرو له مخې د یکشنبې ورځې (اګست ۳۱ / وږی نهه) زلزلې څه باندې دوه زره او دوه سوه (۲۲۰۵) کسان وژلي. څه باندې درې زره او شپږ سوه (۳۶۴۰) نور یې ټپیان کړي دي.

    د طالبانو حکومت وايي، د سیمې سخت او غرنۍ جغرافیه لا هم د ژغورنې عملیاتو ته خنډ جوړوي. ددغو اغېزمنو سیمو ځینې کړېدلي وګړي هلته د زلزلې د شېبې او خپل وضعیت په اړه غږېږي.

  19. ولې افغانستان کې زلزلې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کوي؟

    کونړ

    د عکس سرچینه، Khalil

    زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې سطحې د جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي‌ خوځښت راشي.‌ د فالت لاینز په نوم ماتېدنې هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې دغه پلېټونه پکې ټکر کوي.

    افغانستان زلزلو ته ځکه ډېر مناسب دی چې پر بېلابېلو فالت لاینونه پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.

    د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."

  20. ولې سطحي زلزله ډېر زیان اړولی شي؟

    کونړ

    د عکس سرچینه، Khalil

    د زلزلې کچه او له ځمکې د هغې ژوروالی دوه هغه جیولوژیکي عوامل دي چې د زلزلې د زیان کچه معلومولی شي.

    د افغانستان په کونړ کې د تېرې یکشنبې ماخوستن (اګست ۳۱ / وږی نهه) زلزله چې د ریختر په کچه ۶.۲ درجې ځواکمنه وه، د ځمکې له سطحې اته کیلومتره ژوره وه.

    دا یوې زلزلې لپاره ډېره کمزورې یا سطحي ګڼل کېږي. که زلزله د ځمکې له سطحې تر ۷۰ کیلومترو ژورو کې وشي نو سطحي زلزله بلل کېږي.

    سطحي زلزلې د ژورو هغو پرتله ډېرې عامې دي او په عمومي ډول ډېر زیان هم اړوي.

    زلزله‌ییزې څپې د زلزلې له سیمې د ځمکې سطحې ته لېږدول کېږی او هلته زیان اړوي. دغه څپې چې هرڅومره ډېر واټن مزل کوي هومره خپله انرژي له لاسه ورکوي.