امریکايي سرچینې وايي لا یې هم د افغانستان زلزله ځپلو ته مرستې نه دي تصویب کړي

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو یو منظر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو حالت
    • Author, جانتن لانډې

د رویټرز خبري اژانس په وینا، کونړ کې له هغې زلزلې یوه اوونۍ وروسته چې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې مړه او لسګونه زره نور یې بې کوره کړل د امریکا دوو پخوانیو لوړپوړو چارواکو او یوې بلې سرچینې ویلي، امریکا د هېڅ ډول بېړنۍ مرستو د ورکړې لپاره لومړنی ګام هم لا نه دی اخیستی. دا هم روښانه نه ده چې د مرستو د ورکړې کوم پلان دې وي.

د ځینو سرچینو او د امریکا د پخوانیو چارواکو په وینا، "په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د یوې تر ټولومرګونې زلزلې پر وړاندې د واشنګټن غبرګون نه ښودل دا په ډاګه کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ څنګه د بهرنیو مرستو د ژورو کمښتونو او د امریکا د اصلي بهرنیو مرستو ادارې د تړلو له امله د نړیوالو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د امریکا د څو لسیزو مشري له لاسه ورکړې ده."

د سې شنبې پر ورځ د امریکا نړیواله پراختیايي اداره په رسمي ډول وتړل شوه او د دوشنبې پر ورځ بیا د بهرنیو چارو وزارت یې پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د "زړه له کومې خواخوږي" څرګنده کړه.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې دوو پخوانیو کارکوونکو او یوې بلې سرچینې د غچ اخیستنې له وېرې د نوم له نه ښودلو په شرط سره وویل، چې د جمعې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت د بشري اړتیاو هغه اعلامیه تصویب نه کړه چې د متحده ایالاتو لپاره د بېړنیو مرستو د اجازې ورکوو لومړنی ګام ګڼل کېږي.

په عام ډول دغه ډول اعلامیه د یو ستر ناورین پېښېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې دننه صادرېږي.

سرچینو وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د افغانستان لپاره د امریکا د ناورین لپاره د ځینو مرستو وړاندیزونه کړي دي. یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي یې وویل چې سپینې ماڼۍ هم دا مسله په پام کې نیولې ده، خو پرېکړه یې کړې چې له افغانستان سره د مرستو د پای ته رسولو پالیسۍ کې بدلون رانه ولي.

کله چې وپوښتل شول چې ایا امریکا به د یکشنبې پر ورځ د شپږ درجې له زلزلې وروسته چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې یې قوي ټکانونه درلودل، دوی افغانستان ته کومه بېړنۍ مرسته ورکړي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې وویل: "موږ اوس بل څه د ویلو لپاره نه لرو."

متحده ایالات تر دې کاله د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرستندویه هېواد و. هغه هېواد چې شل کاله یې په کې جګړه وکړه او په ۲۰۲۱ کال کې یې سرتېري په کاواکه حالت کې له افغانستانه واېستل او د طالبانو لخوا د کابل په نیولو پای ته ورسېده."

خو د اپرېل په میاشت کې، د ټرمپ ادارې افغانستان ته نږدې ټولې مرستې چې ارزښت یې ۵۶۲ میلیونه ډالرو ته رسېده بندې کړې او دلیل یې هم د یوې امریکايۍ څار ادارې راپور یاد کړ چې ښيي متحده ایالاتو د بشري مرستو ډلو له لارې طالبانو ته د مالیاتو له لارې ۱۰.۹ میلیونه ډالره ورکړي.

کله چې وپوښتل شول چې متحده ایالات به د زلزله‌ځپلو لپاره بېړنۍ مرستې برابرې کړي، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل: "ولسمشر ټرمپ تل دا ډاډ ورکړی چې مرستې د طالبانو د رژیم لاس ته و نه لوېږي او دا چې هغوی لا هم په ناحقه امریکایي وګړي په بند کې ساتلي."

'زېرمه مرستې'

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلېچر وویل، د افغانستان زلزله "وروستی داسې ناورین دی چې د مهمو بشري مرستو د کمېدونکو سرچینو لګښتونه په ډاګه کوي."

هغه د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "د تمویل پراخ کمښت واردمخه د میلیونونو خلکو لپاره اړین روغتیايي خدمتونه او خوراکي توکي په ټپه درولي دي. "الوتکې پر ځمکه درول شوې دي. هغه څه چې ډېری وخت د لیرو پرتو سیمو لپاره یوازېنۍ وسیله ګڼل کېږي. مرستندویه ادارې هم اړې کړل شوي چې خپل حضور کم کړي."

د ټرمپ ادارې لا هم د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) له خوا د ۱۰۵زرو ډالرو په ارزښت د امريکايیو تمویل شوو طبي وسایلو د لېږلو غوښتنې ته، چې له لومړۍ زلزلې وروسته شوې وه لا ځواب نه دی ویلی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) لپاره د پالیسۍ او وکالت مرستیالې کیلي رازوک وویل، په دې توکو کې د فشار الې، د لومړنیو اړتیاو توکي، تذکرې او نور اړین سامان شامل دي.

رازوک، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت شورا غړې وه، وویل: "توکي زېرمه کې ایسار دي." "په دې وروستیو کې، زما هېڅ داسې څه نه دي په یاد چې امریکا دې د دغه ډول ناورین پر وړاندې غبرګون نه وي ښودلی."

د ژغورنې نړیواله کمېټه افغانستان ته د تجهیزاتو د لېږلو لپاره د واشنګټن اجازې ته اړتیا لري ځکه دغه تجهیزات د یوې داسې مرستې لخوا تمویل شوي چې له امریکا سره تړاو نلري او دا چې د ټرمپ ادارې واردمخه لغوه کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي سټیفن روډریګز د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د مړینو ورهاخوا، موږ د بنسټیزو زېربناوو او د ګټې وټې د سرچینو ویجاړیدل هم ولیدل. "

هغه وویل، تر دې دمه له بریتانیا، سویلي کوریا، اسټرالیا، هند، پاکستان، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو د پیسو، توکو او خدماتو بسپنې رارسېدلې دي. خو دلته لا "ډېر څه ته اړتیا ده."