لونګ، د هميم جلالزي په قلم: بې لومړيتوبه ولس

د خپريدو وخت: 18:32 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

موږ له نورې نړۍ سره د انټرنېټ، ګرځنده ټیليفون، رسنيو او په تېره بيا خواله رسنيو له لارې اړيکي ټينګوو. د رسنيو په تېره بيا خواله رسنيو ګټه همدا ده، چې د نورو پر تجربو او فکري ليد لوري، پوهه، او د زيار صاحب په خبره اند و واند باندې خبر شو.

زه چې تر کومه ځايه پوهېږم، لوستي او ليدلي مې دي، په نړۍ کې په فردي او ټوليز ډول ټولې چارې لومړی کټګوري کېږي، بيا غورچاڼ په کې کېږي، وروسته لومړيتوبونه ټاکل کېږي او بيا کار کېږي.

که د يوه هېواد سياسي تګلوری او لار و ليکه لولئ نو تاسې به په کې لومړيتوبونه پيدا کړئ، که د یوه شرکت تګلاره او کاري اجنډا لولئ، نو لومړيتوبونه به په کې ووينئ، بالاخره په ټولو برخو کې همداسې دي.

"دلته د خطر محاسبه هم څوک نه کوي. زموږ د حکومتي بودجې لويه برخه پر داسې پروژو لګېږي، چې د خلکو لومړيتوب نه دی."

د لومړيتوب ټاکلو ګټه دا ده، چې موږ به خپله انرژي، خپل وخت او فکر پر ځای مصرف کړی وي.

که يو کلی د سېلاب له بالقوه خطر سره مخامخ وي، د لوږې له بالفعل خطر سره مخامخ وي او موږ ورسره مرسته کوو، نو يوازې لومړيتوب ټاکل کولای شي، ثابته کړي چې موږ پر سم لوري روان يو.

که لومړی ورته استنادي دېوال جوړوو او بيا يې د لوږې غم کوو، نو موږ به يو شمېر کسان د لوږې له کبله لاسه ورکړي او دا هم معلومه نه ده چې ژوندي پاتې شوي کسان به همدغه کلي کې په لوږه څومره وخت پاتې کېږي، ايا د سېلاب د راتګ تر مهاله به وي او کنه او يا سېلاب به راشي او کنه؟ دا ټولې خبرې د دې لپاره چې لومړيتوب د کار د اسانۍ او اغېزناکتوب مهم شرط دی.

خو زموږ ټولنه بيا داسې نه ده. دلته ان په سياست کې لا لومړيتوبونه نشته او يا ډېر لږ دي.

د خلکو له ژوند سره په تړلو حياتي مسايلو کې لومړيتوبه نشته او يا لږ دي. دلته سرکار او ولس ټول هغه کارونه کوي چې لاسرسی ورته اسانه وي، دا نه ګوري چې تر دغه بل اړين کار خو به ترې پاتې نه وي.

دلته د خطر محاسبه هم څوک نه کوي. زموږ د حکومتي بودجې لويه برخه پر داسې پروژو لګېږي، چې د خلکو لومړيتوب نه دی.

تر دې لويه ستونزه بيا دا ده چې که کومه اداره لومړيتوبونو ټاکي د هغوی بيا محاسبه سمه نه وي، ځکه يوازې په اداره کې ورته محاسبه کوي او د پروژې له ځايه ان لومړني معلومات لا نه لري.

خبريالي

د افغانستان ژورناليزم هم د دغې ټولنې يوه برخه ده. د داسې ټولنې ژورناليزم دی، چې تر اوسه پورې يې اکثريت وګړي پرې باور نه لري.

دوی له هره هغه خبره وروسته چې د دوی خوښ نه شي وايي "پرېږده يې درواغ وايي". مانا دا چې دلته پر ژورناليزم باندې باور هومره پياوړی نه دی، چې بايد وای.

دغه باور هم خپل خپل لاملونه لري او لاملونه يې هم په دغه ډګر کې د کارکوونکو ادارو په کار پسې تړلي دي.

په افغانستان کې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې ځينې ادارې يوازې خبريالان روزي. دوی له دې لارې څخه ښې پيسې پيدا کوي، کټ مټ داسې لکه ځينې نور خلک چې يې له سوداګرۍ او نورو کسبونو او لارو چارو څخه پيدا کوي.

د دوو، درېو اونيو او ان مياشتې او دوو مياشتو کورسونه جوړوي، او بيا په کې خبريالان روزي.

دغه خبريالان اکثره د ښوونځيو ماشومان او يا هغه هلکان وي، چې ښوونځی هم په نيمايي کې ترې پاتې شوی وي.

له څو دغسې هلکانو سره مخامخ شوی يم او تر خبرو وروسته راته دا معلومه شوې چې له خبريالۍ سره د مينې انګېزه ورته په اېف اېم راډيو ګانو کې د وياندويانو ټوکې ټکالې او خندا وي.

داسې خبریالان مې هم ليدلي دي چې هم له خپله کاره شکايت کوي او هم دوام ورکوي. په کار کې د برياليتوب لومړی شرط دا دی چې مينه ورسره ولرې.

"په افغانستان کې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې ځينې ادارې يوازې خبريالان روزي. دوی له دې لارې څخه ښې پيسې پيدا کوي، کټ مټ داسې لکه ځينې نور خلک چې يې له سوداګرۍ او نورو کسبونو او لارو چارو څخه پيدا کوي."

يو څوک چې خپله پر خبريالۍ باور نه لري نو له نورو څنګه تمه کوي چې باور دې پرې ولري.

د کورسونو فارغين، فکر کوي چې ژورناليزم همدغه د اېف اېم راډيو ګانو او يا ځينو چاپي رسنيو نشرات دي. کله چې فارغ شي او کار پیدا کړي بيا نو ډول ډول تېروتنې کوي.

يو خبريال د دې لپاره چې خلکو ته ځان انقلابي او تکړه وښيي، په يوه مجلس کې ويلي و چې:"زه همدا اوس هم په څارنوالۍ کې پنځه دوسيې لرم".

د ده هدف دا و چې دغه دوسيې ټولې د ده د خبريالۍ په تېز، ستوغ او ښه کار پسې تړلې دي.

په مجلس کې ناست يو سړي ورته ويلي و، چې په څارنوالۍ کې دوسيه خو د دې پر ځای چې د سړي اخلاقي برتري وښيي، په اخلاقي ډول سړی تر سوال لاندې راولي، چې ولې يو څوک دومره ناندريز شي، چې په څارنوالۍ کې پنځه دوسيې ولري.

دا خبريال ملامت نه و. دی بد اخلاقه هم نه دی، خو دوسيې يې پنځه دي او دا هره دوسيه د ده د يوې ژورنالستيکې تېروتنې، او يا قصدي عمل له کبله ده.

دوی له همدغسې کوروسونو څخه د خبريالۍ ډګر ته راځي. دوی هلته يوه يا دوه اوونۍ د ژورناليزم اساسات وايي، هغه هم خپل شرايط لري، چې که ښوونکی ښه و نو يو څه به ترې زده کړي او کنه نو هغه هم يوازې نوم وي.

کله چې مقرر شي بيا له هغه وروسته دغه خبريال هېڅ کله ځان اړ نه بولي چې مطالعه وکړي. د مطالعې ستونزه ټول افغانان لري.

ډېر لږ داسې کسان به پيدا کېږي، چې د خپلې دندې پر مهال د لا پرمختګ لپاره په هغې برخه کې مطالعه وکړي چې دی په کې کار کوي.

موږ چې په کومه برخه کې درس وايو، هغه د دې لپاره يوه زينه ګرځوو، چې يوه ځای ته پرې ورسېږو، کله چې ورسېدو، بيا دا ضرورت ډېر لږ احساسوو چې همدغه زينه نوره لوړه کړو او لوړو ځايونو ته پرې وخېژو.

موږ په دغې برخه کې بدترين قناعت لرو. په نورو برخو کې تر افغانانو حريص خلک به ډېر لږ وي، خو د مطالعې او زده کړو په برخه کې بيا په ډېر لږ څه قناعت کوو او همدغه کار دی، چې نه مو پرمختګ وکړ او نه مو هم داسې کار وکړ چې تېروتنه په کې نه وي.

بل کار نشته؟

تېره اوونۍ مې په رسنيو کې يو خبر ولوست چې په کندهار کې ۱۱۰ خبريالان د خبريالۍ له يوه کورس څخه فارغ شول. په زړه کې مې مبارکي ورته وويله او افرين مې پرې ووايه. زه له ډېره وخته هڅه کوم چې د خپلې بدبينۍ احساس له منځه يوسم.

هر شي ته لومړی په ښه نظر ګورم. پر منفي اړخونو يې لومړی فکر نه کوم. دا ځل مې هم همداسې وکړل. فکر مې وکړ چې کندهار د جګړې لومړۍ کرښه ده.

زده کړو ته لاسرسی محدود دی. رسنۍ په کې ډېرو لږو پېښو ته رسېدای شي. د خلکو د ژوند ډېر اړخونه اوس هم په تياره کې پټ دي.

ډېرې داسې ناخوالې شته چې يوازې رسنۍ يې راسپړلای شي، نو دغو ټولو ټکو ته په پام سره اول دغه نوي خبريالان د ستاينې وړ دي، چې په دې شرايطو نور کارونه پرېږدي او د خبريالۍ د زده کړې يوه کورس ته ورځي.

دويم دا چې که دغه کسان وغواړي نو کولای شي د کندهار او نژدې سيمو پېښې او پرمختګونه د نړۍ د ډېرو انسانانو تر غوږونو او سترګو ور ورسوي او دريم دا چې که په ۱۰۰ کسانو کې د دوو کسانو راپورونه اغېزه ولري، بيا به هم ورسره د ډېرو خلکو په ژوند کې بدلون راشي.

لږ تر لږه يوه موسسه يا دولتي اداره به، يوه کلي ته د څښاک د پاکو اوبو بندو بست وکړي، يو موسسه به د واکسين کار وکړي، بله به د خلکو د ټرانسپورټ ستونزه ور هواره کړي، بله به يې ډاکټر د نشتوالي ستونزه بالاخره به د يوې سيمې خلک هوسا شي.

له دې وروسته مې ځينو نورو اړخونو ته پام وکړ. کندهار يو ميليون نفوس لري. دلته شاوخوا لس اېف اېم راډيوګانې دي. بهرنۍ رسنۍ هم دلته خبريالان لري او که له نويو فارغو شويو کسانو څخه ډېرو کسانو ته په دې برخه کې کار پيدا شي نو ايله ۲۰ کسانو ته کېدای شي دنده پيدا شي پاتې نور به يې همداسې ګرځي.

ولې د ۱۰۰ خبريالانو پر ځای ۱۰۰ بزګر نه روزل کېږي چې د انارو د کر کيلي، ساتنې، راشکولو، پيکينګ يا بسته کولو او روزنې نورې لارې چارې ور وښودل شي.

له دې سره زه يوه بل ټکي ته متوجه شوم. هغه ډونران یا مرستندويان چې د ژورنالستانو يا دې ته ورته کورسونو باندې پيسې لګوي، هغوی ولې په نورو برخو کې دا پيسې نه لګوي.

په کندهار کې زه فکر کوم شته خبريالان او رسنۍ په هر ډول کفايت کوي. دا چې پېښې پټې پاتې کېږي مانا يې دا نه ده چې دلته خبريالان کم دي، بلکې ځينې نورې ستونزې شته چې خبريالان پېښو ته لاسرسی نه شي لرلی.

زه ډاډه يم چې نوي راتلونکې خبريالان هم دغه تشه په اسانه نه شي ډکولای. نو چې داسې ده ولې د ۱۰۰ خبريالانو پر ځای ۱۰۰ بزګر نه روزل کېږي چې د انارو د کر کيلي، ساتنې، راشکولو، بسته کولو او روزنې نورې لارې چارې ور وښودل شي.

ولې په کندهار غوندې يوه لوی ولایت کې همدغو ۱۰۰ کسانو ته خياطي نه ور زده کېږي، ولې د کبانو روزنه نه ور زده کېږي؟

ډاډه يم چې که دغو ۱۰۰ کسانو ته د موټرو مستيريتوب ور زده شوی وای، نو تر خبريالۍ به يې څو چنده زياته ګټه وه. دغو کسانو ته که رنګمالي ور زده شوې وای، نو بېکاره شوي به نه و.

ولې همدغه کسانو ته د اچارو، مربع او چکني جوړولو کار نه ور زده کېږي، چې هم دوی ورسره يو کسب زده کړي او په کار شي او هم د کندهار حاصلات ضايع نه شي.

تجربو هم ښوولې، چې د کندهار له حاصلاتو څخه بهترين اچار، مربع او چنکي جوړېږي خو ستونزه دا ده چې دلته دا هنر د چا زده نه دی.

هغه حاصلات چې په بازار کې وپلورل شي هغه خو ولاړل، پاتې نور ټول په باغونو او کروندو کې خاورې کېږي. په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتيا په برخه کې يو عالم ستونزې دي.

که د ۱۰۰ هلکانو خبريالانو پر ځای هڅه وشي چې ۱۰۰ نجونو ته قابلګي ور زده کړي، نو ډاډه يم چې د مور او ماشوم د مړينې کچه به مو راکمه کړې وي.

نه پوهېږم د تصميم مرجع چېرته ده، خو که هر څوک وي بايد ځان روږدی کړي چې په خپلو چارو کې لومړيتوبونه پيدا کړي.

که يې لومړيتوبونه وټاکل نو ډاډه اوسئ چې اړتيا ته په پام سره به کار کېږي او که داسې وشي نو د يوه بسيا او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان هيله به بې ځايه نه وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>