
وطندوستي او له وطن سره مينه بيا په طبعي ډول په انسانانو کې د وطنونو د ودانولو انګېزه زېږوي او وده ورکوي.
د وطن او و طندوستي په اړه په سياسي، حقوقي او مدني علومو کې بېلا بېل تعريفونه او تفسيرونه راغلي دي.
د وطن په اړه ځينې وايي، وطن هغه دی چې انسان پکې اوسي. خو يو شمېر نور بيا تر دې لږ جامع تعريف ورته کوي او وايي وطن يوازې په دې وطن نه شي بلل کېدای چې يو څوک په کې ژوند کوي، بلکې فرد بايد د اوسېدو له ځای سره یا طبعي او يا قراردادي اړيکي ولري.
د بېلګې په ډول په هغه ځای کې زېږدلی وي او د هغه ځای د خلکو اداب، رسوم او عنعنات يې منلي وي. قراردادي اړيکي بيا په رسمياتو کې ډېر مطرح کېږي چې انسان د يوه ځای تذکره يا پاسپورټ ولري او له يوه ځای سره تړلی پاتې وي.
له وطن سره د انسان تړاو نسبي دی، هر څومره چې د يوه انسان د شتون طبعي ريښې په يوه ځای کې پیاوړې وي، نو له دغه ځای سره د همدغه سړي اروايي او طبعي تړاو هم په هماغې کچه زيات وي.
له وطن سره مينه د همدغه طبعي معنوي تړاو پر بنسټ حسابېږي.
وطندوستي او له وطن سره مينه بيا په طبعي ډول په انسانانو کې د وطنونو د ودانولو انګېزه زېږوي او وده ورکوي.
"وطندوستي او له وطن سره مينه بيا په طبعي ډول په انسانانو کې د وطنونو د ودانولو انګېزه زېږوي او وده ورکوي."
د اسلام څلورم خليفه حضرت علي کرمه الله وجهه وايي "عمرت البلدان بحب الاوطان" يانې ښارونو د وطن په مينه ابادېږي. تجربې هم همداسې ښيي چې هغه ښارونه تل ويجاړ وي، چې خلک يې له وطن سره مينه نه لري.
۲۰۱۴ کال
نن سبا چې په هر مجلس کې کېنې، که سياسيون وي، که نخبګان وي، که فرهنګيان وي او که سوداګر وي، د ټولو د بحث اصلي ټکی ۲۰۱۴ کال دی.
دا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ټاکل شوې نېټه ده. امنيتي ترينګلي حالت ته په کتو سره ډېر خلک اندېښنه لري چې که بهرنيان ووځي، حالت به نور هم خراب شي او ځينې خو يې لا د ميلادي ۹۰ مې لسيزې د پېښو د تکرار وېروونکې وړاندوينې کوي.
د پنجشنبې پر مازيګر کې د ولسي جرګې له يوه مشهور وکيل سره ناست وم. په شاخوا يو ساعت ناسته کې هر څه پر ۲۰۱۴ کال را چورلېدل.
وکيل د راتلونکې په اړه هومره بې باوره او نهيلی و، چې له مقدمې پرته یې راته وويل: "ته د افغانستان راتلونکې څنګه وينې؟ ماته خو ډېره خرابه ښکاري".
وکيل ته په افغانستان کې روان حالت د يوه سياسي شخص او د دولت د يوه غړي په توګه د قناعت وړ، هر څه ورته مصنوعي ښکارېدل او بده دا چې له راتلونکي څخه ډېر وېرېده.
د وکيل له خبرو څخه زه يوه ټکي ته متوجه شوم او هغه دا چې افغانانو لا هم دازده کړې نه ده، چې پر ځان باندې باور په کار دی.د نړۍ ټولې جګړه ځپلې سيمې او هېوادونه د هغو کسانو په زور بېرته جوړ شوي دي چې پر ځان يې باور درلود.
"وطندوستي تر ډېره يو عملي شی دی او په کتابونو کې نه زده کېږي."
که د وسايلو او امکاناتو په لحاظ وي نو موږ ممکن د نړۍ د جګړه ځپلو هېوادونو په منځ کې تر ټولو نيمکرغه ملت يو، چې د هېواد د بيارغونې ښه فرصتونه راته برابر شول.
خو افغانانو اکثره دغه فرصتونه له لاسه ورکړل او لويه ستونزه ده دا وه، چې نه مو پر ځان باور درلود او نه هم پر خپله راتلونکې باندې.
ډېرو افغانانو په تېره څه باندې يوه لسيزه کې، کله هم نه د هېواد په اړه خپل مسوليت محاسبه کړی دی او نه خپل زور او د کار کولو استعداد.
يوازې يو وکيل نه دی، چې راتلونکې ورته تياره ښکاري، د نهيلۍ په يوه لوی ګرداب کې راښکېل دی او داسې انګېري چې که بهرنيان ووځي نو افغانستان به اوسنی حالت و نه لري.
په دې وورستيو کې چې زه له ډېرو کسانو سره کېناستلی يم، اکثره يې نهيلي برېښي، نه پوهېږم چې خلک کومې معجزې ته سترګې پر لاره دي؟
دغه ډول يو باور زموږ په اقتصادي سکتور او کارګره طبقه هم موجود دی. ټول فکر کوي چې که ژوند وي نو د بهرنيانو تر شتونه پورې به وي او که بهرنيان وځي نو هر څه به سرچپه کېږي .
په اقتصادي سکتور کې ويل کېږي چې همدا اوس په ښار کې د کورنو بيې ارزانې شوې دي، خو جالبه دا ده چې زما يوه دوه دوستان دا څو ورځې کېږي چې په کور پسې ګرځي بيا هم کرايي کور نه پيدا کېږي.
له دې څخه معلومېږي چې د بهرنيانو د وتلو وېره يوازې په خبرو کې ده او په عمل کې هر څه د پخوا په څېر روان دي.
زه د هېواد په پوليسو کې يو قوماندان پېژنم چې دی د دولت پر يوه لوړه څوکۍ کار کوي، خو زوی يې تېر کال په قاچاقي ډول اروپا ته واستاوه.دغسې ډېر کسان دي، چې غواړي په هر ډول وي خو اروپا او امريکا ته ووځي.
د پنجشنبې پر ماښام بيا يو بل ځای ناست وم. خواته مې د يوه سيمه ييز تلوېزيون د بحثونو يو چلوونکی ناست و. د کار و بار پوښتنې يې راڅخه وکړې، بيا يې راته وويل چې بهر ته چانس درته پيدا کېږي چې ولاړ شې؟
- د څه لپاره ولاړ شم؟
- چې هلته ولاړ شې او پاتې شې.
- دا هېواد به چاته پرېږدو...
دا د يوه عادي افغان پوښتنې نه وې، بلکې يو لوستي سړي وې، پوهنتون يې ويلی و، اوس په رسنيو کې کار کوي. د دغه خبريال له پوښتنې ماته يو شی معلوم شو، چې افغانان له هېواد سره څومره مينه لري؟
تر ټولو بده خبره دا ده چې اکثره هغه محصلين هم بېرته هېواد ته نه راستنېږي چې اورپايي هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول کېږي.
تر دې بده دا چې اکثره هغه ځوانانو چې له افغانستان څخه د لنډ وخت لپاره اروپايي او نورو پرمختللو هېوادونو ته په رسمي او غير رسمي سفرونو ځي هلته پټېږي او بېرته نه راستېږي.
ويل کېږي يو شمېر افغان دېپلوماتان هم د دندې تر خلاصېدو وروسته په کوربه هېوادونو کې پاتې کېږي او افغانستان ته نه راستنېږي.
جرمني له همدې کبله هغه هېواد ته د افغانانو سفرونه ډېر محدود کړي دي او ان د ېپلوماتانو لا ويزې ډېرې په سختۍ ورکوي.
د وطندوستۍ مضمون
په دې وروستيو کې پوهنې وزارت د وطندوستۍ په نوم يو مضمون په تعليمي نصاب کې زيات کړی دی. د دغه مضمون د زياتولو هدف دا دی چې ماشومان د وطندوستۍ په روحيه وروزي.
دا وروښيي چې د وطن راتلونکې به د همدغو ماشومانو په لاس کې وي. وطن د دوی خولو او ستړياو ته اړتيا لري.
کېدای شي په اوږد مهال کې دغه مضمون خپله اغېز ولري او له لږ تر لږه ماشومان دې ته متوجه شي چې تر اشخاصو او افرادو ور ها خوابل داسې څه هم شته چې بايد مينه ورسره وشي، درناوی يې وشي او کار ورته ورشي.
"د پښتو شاعري يوه لويه برخه د وطندوستۍ مضامين دي او اکثرو لوستو کسانو لوستي دي، خو بيا هم د وطندوستۍ جذبه په کې پيکه ده. بالعکس تر جګړو مخکې افغان نسلونه بيا د اوسنيو هغو په څېر نه و. "
دغه راز زده کوونکي کېدای شي پر ځان ويسا کړي. خو له وطن سره مينه به تر هغه وخته پورې پيکه وي چې د افغانانو راتلونکې نسلونه دلته خپلې مادي او معنوي ګټې خوندي و نه ويني.
بله خبره دا ده چې وطندوستي تر ډېره يو عملي شی دی او په کتابونو کې نه زده کېږي. د پښتو شاعري يوه لويه برخه د وطندوستۍ مضامين دي او اکثرو لوستو کسانو لوستي دي، خو بيا هم د وطندوستۍ جذبه په کې پيکه ده. بالعکس تر جګړو مخکې افغان نسلونه بيا د اوسنيو هغو په څېر نه و.
دوی که لوستي هم نه و او د وطندوستۍ مضمون يې هم لوستی نه و، خو بيا يې هم له هېواد سره بې کچې مېنه درلود. له بهرنيو يرغلګرو سره د افغانانو خونړۍ جګړې ټولې د دې شاهدي ورکوي چې د هېواد د مينې په خاطر يې سرونه داو کړي دي.
زما په اند د دې لپاره چې خلک له وطن سره تړلي پاتې شي بايد د خلکو ژوند او د خلکو مادي او معنوي ګټې له وطن سره تړلې پاتې شي.
تجربه ښيي چې که د يو چا ژوند دلته په سوداګرۍ جوړېږي هغه به هېڅکله دې زړه ښه نه کړي چې د باندې ولاړ شي.
که د چا ژوند دلته په تدريس او معلمۍ جوړېږي هغه به هېڅکله ونه غواړي چې له هېواده ووځي. خو هغه کسان چې له هېواد سره د خپلو ګټو تړاو نه ويني هغوی هره ورځ تښتي، د هېواد په راتلونکې په اړه بې باوره دي.پر ځان هم باور نه لري. دوی هېڅکله د سبا ورځې په اړه محاسبه نه شي کولای نو ځکه د هېواد په رغونه کې هم ونډه نه شي اخيستلای.



















