لونګ، د هميم جلالزي په قلم: اېف اېم راډيوګانې څه وايي؟

د خپريدو وخت: 16:17 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو افغانستان کې سلګونه ايف اېم راډيوګانې فعالې دي.

د افغانانو افراط او تفريط دواړه له نورې نړۍ سره توپير لري. نه پوهېږم د جغرافيا مساله به وي، که به څه جنيټکي څه ستونزه وي، خو افغانان هغسې نه دي لکه د نورې نړۍ خلک.

دلته د نوښت سخت کمی دی. د ژوند په هره چاره کې تقليد تر کچې زيات دی، ځکه نو خلک ټنبل اموخته شوي دي. ځان ته تکليف نه ورکوي، چې د يوې موضوع په اړه په خپله سوچ وکړي. د ارواپوهنې له نظره تقليد د فکري ودې په مخنيوي کې ډېر مهم رول لري.

هغه کسان چې د نورو تقليد کوي، هېڅ کله به پر ځان د باور جوګه نه شي. د تقليد عادت په افغانانو کې ډېر زيات دی. دلته که يو څوک يو کار وکړي نو دويم شخص بايد ارو مرو د هغه پر پله پل کېږدي او هماغه کار وکړي.

يوه لسيزه وړاندې چې په افغانستان کې سياسي بدلون راغی او د بيارغونې کارونه پيل شول، نو د بيارغونې لپاره د ګاډو او ماشینونو را واردولو زور واخيست.

اوس چې د کابل ښار ختيځ ته تر څرخي پله پورې ځې، نو د سړک ښي اړخ ته ګام په ګام زرګونه دغه ګاډي تر سترګو کېږي، چې د پلورلو لپاره درول شوي وي. په دوی کې لوډران، بيلدوزران او نور ډول ډول ګادي ، شته چې اوس هېڅ بازار نه لري.

د اېف اېم راډيو ګانو بازار هم همداسې دی. دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو افغانستان کې سلګونه اېف اېم راډيوګانې فعالې دي. دغه راډيو ګانې يو مهال د ګټې وټې په نيت جوړې شوې وې، خو اوس يې تر ګټې تاوان زيات شوی دی.

د "کرزي زوی" او سندره

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې يوه سيمه ييزه اېف اېم راډيو خپرونې کوي. راډيو د ولسوالۍ په ودانۍ کې ده او کارکوونکي يې هم اکثره له نورو ځايونو راغلي دي.

يو وخت يو چا ټيليفون ورته وکړ چې يوه سندره راته خپره کړئ.

  • وياند: نوم دې څه دی؟
  • اورېدونکی: نوم نه درته واېم ، خو سندره راته خپره کړئ.
  • په دې وخت کې اورېدونکي ټيلفون بند کړ. کله چې ټيليفون بند شو نو پر وياند بده ولګېده، چې ولې يې ورته نوم و نه ښود.
  • وياند: نوم دې راته و نه ښود، نو چې د کرزي زوی شې هم سندره نه درته خپروم.

د ايف اېم راډيو ګانو اکثره پروګرامونه او خپرونې ژوندۍ وي. په دوی کې ډېر لږ داسې کېږي، چې يوه خپرونه دې په رښتيا هم د يوې راډيويي خپرونې بڼه ولري او اورېدونکې دي خوښه کړي. هره راډيو چې اورئ اورېدونکی ورته له يوې خوا ښکنځل کو ي او وياند يې له سټوډيو څخه ورسره تکراروي.

دا يوازې د شلګر د راډيو حالت نه دی، بلکې په ښارونو او لري پرتو سيمو کې په ټولو اېف اېم راډيو ګانو کې حالت دې ته ورته دی.

د لرې پرتو سيمو په راډګانو کې بيا خپلې ستونزې دي. د راډيو کارکوونکي ټول کم عمره ماشومان وي، چې لا هم ښوونځي لولي دي. دوی په اماتور ډول راډيو ته مخه کوي، ويندويي ورته خوند ورکوي.

د راډيو څښتنان دې ته ګوري چې دغه هلکان ورسره وړيا کار کوي، نو له سوال او ځواب پرته يې مقرروي او هلکان دې ته خوښ وي، چې په پيسو خو هسې هم په راډيو کې کار نه شي پيدا کولای نو په وړيا يې بايد وکړي، لږ تر لږه مشهور خو به شي.

د مړينې اعلان

د ايف اېم راډيو ګانو اکثره پروګرامونه او خپرونې ژوندۍ وي. په دوی کې ډېر لږ داسې کېږي، چې يوه خپرونه دې په رښتيا هم د يوې راډيويي خپرونې بڼه ولري او اورېدونکې دي خوښه کړي.

هره راډيو چې اورئ اورېدونکی ورته له يوې خوا ښکنځل کو ي او وياند يې له سټوډيو څخه ورسره تکراروي.

زه همدا توري په کندهار ښار کې ليکم او انګېزه يې هم په دغه ښار کې د ايف اېم راډيو ګانو عجيبې او غريبې خپرونې دي. د لکونو اوسېدونکو له ګڼې ګوڼې ډک دغه تنګ ښار کې پر دولتي راډيو سر بېره شپږ نورې اېف اېم سيمه ييزې راډيوګانې خپرونې لري.

دغه راډيوګانې ټوله ورځ سندرې، ټوکې ټکالې او نور تفريحي، پروګرامونه خپروي چې اکثره يې ډېر کمزوري وي.

همدا شېبه د يوې سيمه يېزې راډيو په څپو کې د مړينې يو اعلان خپرېده. يوه تن اعلان لوست، خو په يوه ټکي کې بند شو او وروسته د څو کسانو خندا د راډيو تر څپو راووته.

داسې معلومه شوه چې اعلان هم په ژوندۍ بڼه لوستل کېده او هغه نور کسان هم ورسره په سټوډيو کې ول او دا ورته ټوکه ښکاره شوه چې د مړينې په اعلان کې هم وخاندي. خو دغه کسان ملامت هم نه دي.

هغه کسان چې د دغو راډيوګانو مشري پر غاړه لري، له خپل کار سره مينه نه لري بلکې د سوداګرۍ په سترګه ورته ګوري. که يې ګټه ورته کوله نو لږ پام ورته کوي او که يې ګټه نه کوله نو بيا يې په کيسه کې هم نه دي.

منځپانګه

اېف اېم راډيوګانې هم د افغانستان د مطبوعاتي نړۍ يوه برخه جوړوي. دلته هم منځپانګه هومره کمزوري وي، لکه د کابل چاپ خپرېدونکو ورځپاڼو کې يې چې وينو. اېف اېم راډيوګانې او د کابل ورځپاڼې ټولې د وېبپاڼو په خبرونو چلېږي.

هغه خبرونه چې پرون په راډيو ګانو کې خپاره شوي وي، وروسته هرې راډيو خپلې ويباڼې ته اچولي وي، سبا سهار به د دفتر د مېز پر سر پر تو ټولو ورځپاڼو کې هماغه خبرونه او ليکنې خپرې شوې وي او ان هغه ټايپي تېروتنې به يې هم لا په کې پاتې وي.

زړه مې پر دې ولس وخوږېږي، چې د دوی سرنوشت د چا لاس ته لوېدلی دی. پروفېسور ډاکټر انورالحق احدي د ملي مسالو په نوم کتاب کې رسنۍ په ټولنه کې څلورم ځواک بللی دی، خو په افغانستان کې دغه څلورم ځواک هم داسې لار ورکی دی، چې پر دريو نورو به شکر وباسې.

په کابل کې مې يو وخت يوه راډيو اورېده چې يوسندره په کې خپرېده او پاکستان زنده باد نارې يې په کې وهلې. ټلوېزيونونه په سيالۍ باندې هندي، ايراني او نور بهرني سريالونه خپروي.

ځينې ټلوېزيونونه خو د اسلامي برادرۍ پر بنسټ دغه کار کوي. څه موده وړاندې مې د يوه ملا صاحب د تبليغ يو اډيو کلېپ واورېده. ملا صاحب يوه خبريال ته په دې خبره سخت غصه و چې هغه ويلي و، يوازې امريکايان بهرنيان نه دي، بلکې عرب او پنجابيان هم په افغانستان کې بهرنيان دي.

جالبه دا ده چې په کندهار کې بيا د اکثرو اېف اېم راډيوګانو د خپرونو نومونه او د خپرېد وختونه بلکل يو ډول وي.

يو دوست مې راته کيسه وکړه، چې په څو راډيوګانو کې د لنډيو خپرونې شته، چې همهالي خپرېږدي. دغه راز د ليکونو خپرونې يې هم همداسې دي چې ان د ډېرو خو نوم هم سره ورته وي.

په دغه نا ارام ولايت کې په ولسواليو کې هم ډېرې راډيو ګانې شته. دغه راډيوګانې اکثره د بهرنيو ځواکونو په اډو کې وي او په سندرو کې يې د پېښوريو ښځو هغه خندا هم خپرېږي، چې د کسټې د موندلو په ادرس کې يې خندلي وي. "پته ياده لرئ..... ميوزيک سنټر.... هاهاهاها"

په کندهار کې اکثره راډيوګانې د لمانځه پر مهال نعتونه خپروي چې موسيقي ورسره نه وي. خو کله کله د طالبانو هغه ترانې هم په کې ازانګې وکړي، چې دوی خپل هغه ملګری په کې د فدايي په نوم ستايي، چې ځانمرګي بريدونه کوي.

په کندهار کې اکثره راډيوګانې د لمانځه پر مهال نعتونه خپروي چې موسيقي ورسره نه وي. خو کله کله د طالبانو هغه ترانې هم په کې ازانګې وکړي، چې دوی خپل هغه ملګری په کې د فدايي په نوم ستايي، چې ځانمرګي بريدونه کوي.

له هلمند څخه يوه ملګري د يوې سيمه ييزې راډيو يو کليپ رالېږلی و. د راډيو همکاران نه و راغلي او خپرونه د راډيو اشپز پيل کړې وه. اشپز د خپرونې د پيل انانس ورکوي او د همکارانو د ځنډ له کبله له اورېدونکو بخښنه غواړي.

د ټوکې په سترګه مې ورته وکتل او ورته مې وخندل، خو چې د خپلې ټولنې بدې ورځې، د شعور او فکر د کچې ټيټوالي او د خلکو اړتياوو ته مې وکتل نو ژړا راغله.

اطلاعاتو او کولتور وزارت

د افغانستان د رسنيو قانون د رسنيو محتوا يوازې تر دې پورې محدوده کړې ده، چې د هېواد د نافذه قوانينو او اسلام په خلاف په کې څه خپاره نه شي.

وروستۍ برخه يو څه واضح ده، ځکه عادي قضاوت هم يو شی معلومولای شي، چې دا د اسلام په خلاف دی او که نه دی، خو د هېواد د نافذه قوانينو په خلاف ټکي په کې هېڅ تفسير شوي نه دي.

ايا دغه ښکنځل چې په ايف اېم راډيوګانو کې کېږي دا د هېواد د نافذه قوانينو په خلاف نه دي؟ د لته په کابل کې چې په يو شمېر راډيوګانو کې سياسي بحثونه کېږي، او د بحث ګډونوال د پوليسو او ملي اردو وژل شويو، سرتېرو ته مردار وايي او يا حد اقل د دغه ټکي مترادف الفاظ ورته کاروي، دا د هېواد د نافذه قوانينو په خلاف نه دي؟

د پېښوريو فلمونو بې مانا سندرې، چې زموږ په اېف اېم راډيوګانو کې په درز سره خپرېږي دا د هېواد د نافذه قوانينو خلاف نه دي؟

په ورځپاڼو کې تر دې هم بد حال دی. ډېرې لږې داسې ليکنې په کې خپرېږي، چې ليکوال به يې مسولانه ګام اخيستی وي. ټولې ليکنې له بې بنسټه تورونو او پوچو ادعاوو څخه ډکې وي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت يوازې د دې خبرې کرېډېټ اخلي، چې په هېواد د بيان بې ساري ازادي ده. هر څوک کولای شي چې ان ولسمشر هم وښکنځي. هر څوک کولای شي چې ملي ګټي وننګوي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت کله هم د رسنيو د منځپانګې د کنټرولو هڅه نه ده کړې. دوی د ټولنې او خپلو خلکو پر هغو اړتياوو هم سترګې پټې کړې چې يوازې رسنۍ يې له منځه وړلای شي.

خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>