
تېره ورځ د امریکا سفیر وویل يوازې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه پېژني
د افغانستان او پاکستان دغه بېلوونکې ليکه، هماغومره چې د ځمکې پر مخ ناروښانه ده، دومره له سياسي پلوه حساسه ده.
حساسيت يوازې د افغانستان لپاره نه دى چې وايي په دې سره يې د خاورې يوه برخه او د ولس ډېرئ له لاسه وتلي دي. پاکستان يې هم د حقوقي ارزښت هېڅ ډول ننگونه نه زغمي.
په تېرو شپتو کلو کې دواړه له دغې موضوع په يو ډول په څنگ تېر شوي دي.
پاکستان په دې دليل چې د ملگرو ملتو تر پېژندنې وروسته، د کابل انکار بې ارزښته دى او په څېړلو نه ارزي. افغانستان پر دې چې دپر ډيورنډ د غږېدو سم وخت لا نه دى رارسېدلى.
خو په افغانستان کې ځينې په زياتېدونکي ډول دا غږ راپورته کوي چې "ډيورنډ ليکې" د هېواد برخليک يرغمل کړى او که دا لانجه غوڅه شي، پاکسىتان به په افغانستان کې د ښکېلېدو پلمه له لاسه ورکړي.
خو آيا ډيورنډ د افغانستان په سوله کې رېښتيا دومره ونډه لري؟
د دې موضوع له طرحې سره د کابل حساسيت له څه رازېږي؟
غواړو په دې اړه له تاسې واورو.
ستاسې غږ ته د پنجشنبې پر ماښام پر دې شمېره زنگ راووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د برېښنا ليک لپارهpashto@bbc.co.uk وکاروئ او يا مو په فيسبوک کې ددې اوونۍ "ستاسې غږ" کې خپل نظرونه پرېږدئ.
د ډيورنډ ليکې په تړاو ستاسې نظر څه دى او فکر کوئ د افغانستان او پاکستان د اړيکو لپاره يې پايلې څه دي؟
ژمنه مو د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ کې.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












