
په پاکستان کې د عمران خان غوندې نيمګړي سړي کې هم يو مکمل طالب پټ دی
وزيرستان ته د عمران خان ''امن لاریون'' روان شو او بيا په نيمه لاره ودرېد، وطني او غېر ملکي صحافيان رسنۍ ټول په دغه امن لاریون کې داسې روانې وې لکه چې په وزيرستان کې ورته طالبانو مېلمستيا کړې وي.
د صحافيانو د اوسنیو څېړنو او ليکنو څخه معلوميږي چې هغوى ته د وړاندې نه علم و چې دا امن لاریون نه بلکې يوه سياسي ټوکه ده.
حېرت او تعجب دا دی چې دلته په هر يو سياستمدار کې د ''پېريانو ماماګانو'' نه يو پيرې پناه اخیستې وي، پېريان چې څه وايي، چېرته ځي، څه کوي انسان هم هغه کوي.
په عمران خان کې هم سره کافر پېريان دي، څه مسلمانان!
سره کافر پېريانو ته مولانا فضل الرحمان يهودي وايي او مسلمانان پېريان خو بغېر ږيرې سړي نه هم مولانا جوړوي.
نن سبا هغه صحي مسلمان يادېږي چې د امريکا مخالفت کوي، اين جي او نه مني، د عشق رسول لپاره احتجاج کوي، که په خپله يې د اسلام سره بغېر د کلمې نه نور څه تعلق وي او که نه خو جهاد ته يې بډې راښکلې وي.
په پاکستان کې د عمران خان غوندې نيمګړي سړي کې هم يو مکمل طالب پټ دی، ځکه يې د وزيرستان په لورې د امن لاریون لپاره يوه ټوکه جوړه کړه.
په دغه امن لاریون کې هډو نه سپينه جنډه وه او نه سپينه کونتره په هوا کې والوتله. وزيرستان هم حېران و چې دا کوم مخلوق زما په لورې راروان دی، وزيرستان په خپله حېرانتيا کې وويل:
زما په لورې زما خپل اوسېدونکي او د غټو غټو ژېړو پټکو خلک نه شي راتلى، حتٰى چې پېريان ماماګان هم په هيليکپترو کې بره په هوا کې راځي او په هوا کې بېرته ځي.
د پېښور والي سرکاري دربار نه شي لګولی، مودې وشوې يو والي زما پټکی په سر نه کړ.
سرکاري دربار خالي پروت دی، سرکاري لفافې نه وېشل کيږي، اوس د وزيرستان دربار د پېښور د والي په کور لګي.
زما د خپلې سیمې چارواکي چې د انګرېز د زورورې باچاهۍ نخښه ده هغه هم خپل قلم ته کش نه شي ورکولی.
صدر او وزيراعظم او د نورو معتبرينو خو په قبايلي سيمو کې وزرې سوځي.
د سياسي ليډرانو هم قبایلي علاقو کې څه پاتې نه دي.
وزيرستان وويل: زما نه د قاف غر جوړ شوی دی. د پېريانو راج دی راکې!!
خو!

د قبایلو نه هر چا پټکى وړى دى. اوس خو ترې نه د پټکو سره سره سرونه هم وړي او د يو سر قيمت يې د پخواني جنرال مشرف په وخت کې ۵۰۰۰ ډالر وو.
د عمران خان پېريان دومره زورور وو چې هيڅوک وزيرستان ته نه شي راتلى او هغه د غېر ملکيانو سره دلته راروان و. غېرملکيان خو په وزيرستان کې د ''خوږو مالوچو'' په مثال دي:
تعجب دی او که نه!؟
هو!!
بيخى ډېر زيات تعجب دی خو دومره تعجب هم نه دی چې د وزيرستان په امن لاریون به د چا سر نه خلاصېده، چې څه ډرامه ده!؟
هر چا ته پته وه چې دا يوه سياسي ټوکه ده، په ټوکه خو پابندي نشته، دا ټوکه غېر ملکي صحافيانو ته هم معلومه وه ځکه خو ورسره روان وو.
هغوى دومره ساده او کم عقل نه دي چې ځي ځي به او په وزيرستان کې به ځانمرګي کوي. وزيرستان ته په داسې حالاتو کې تګ ځان وژنه ده. دا خو د پېريانو ماماګانو د مزاج خبره وه چې د کوم ځای پورې تلى شول، يا يې اجازت نامه وه نو لاړل او بيا را واپس شول.
اوس پېريان د انسانانو سره داسې بدل شوي دي چې ۱۴۴ هم پېژني، خطره هم!!
په پېريانو کې هم کمزوري او زورور شته. په وزيرستان کې چې کوم پېريان ازاد ګرځي، د هرې حاشيې نه ازاد دي.
په سياست کې دا لوبې ټوکې ازادې دي. هر څوک هر څه کولى شي. ډېموکراتان خو داسې لوبو ټوکو ته صحيح ډېموکراسي وايي. د پاکستان په هره صوبه، هره سيمه، هره خطه، هر ښار کې جدا جدا لوبې ټوکې دي.
عمران خان چې د چا په اشارو نواز شريف پسې لاهور پنجاب ته راشي، نو نواز شريف سند ته لاړ شي او په سند کې د سنديانو خوږ رګ وڅېړي.
په زخمونو ورته مالګې واچوي، محترمه بېنظير بهټو ورياده کړي، او د زرداري کونډتون شکي کړي. په بلوچستان کې خو نورې لوبې دي. هلته پېريان په بلوڅانو کې ننوتی نه شي نو په جنګ دي.
دلته په پښتونخوا کې بغېر د مذهبي جلسو نه څوک غېر نورې جلسې نه شي کولې. د عمران ټوکه هم د مذهب سره تعلق لري چې امريکا ته بد وايي، اوسني حکومت سره اختلاف لري، ځکه يې د وزيرستان ټوکه وکړه او په دغه ټوکه کې يې خپل سياسي مېدان هم ګرم کړ.
ټولو سياسى مشرانو ته يې بدې بدې خبرې وکړې او د ساده قبایلو نه ژېړ پټکى په سر واپس راغی.
د قبایلو نه هر چا پټکى وړى دى. اوس خو ترې نه د پټکو سره سره سرونه هم وړي او د يو سر قيمت يې د پخواني جنرال مشرف په وخت کې ۵۰۰۰ ډالر وو.
اوس بايد چې دغه بیه نوره لوړه شوې وي، ځکه د پاکستان کالداره پرېوتې ده، او ور سره د پاکستان د پېريانو ارزښت او ''نظريه ضرورت'' دواړه سېوا شوي دي.
ځکه خو د وزيرستان غرونو ته ډرون حاضري کولى شي خو خپل ولسونه، سياسي مشران، مذهبي مشران حتٰى تبليغيان هم وزيرستان ته نه شي تللى.
لکه د عمران خان څوک د امن لاریون په نامه ورځي نو هغه به ټوکه وي، خو هر وخت په ټوکه کار نه شي کېدی، کله کله د ټوکې نه بوقه جوړه شي.

















