
قاضي د حیات اباد د پولیسو د مرکز مشر ته امر وکړ، چې یوه میاشت وروسته د نوموړي ملا امام رپوټ محکمې ته وړاندې کړي.
د پېښور سترې محکمې په یوه بې ساري پرېکړه کې د بدلمنۍ کاروبار چلوونکې ښځې ته امر کړی، چې باید هره ورځ مذهبي زده کړې وکړي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د رپوټ له مخې، د پېښور د سترې محکمې مشرقاضي دوست محمد خان د بدلمنۍ له یوې اډې نه نیول شوې څلور ښځې او یو سړی هر یو د ۵۰ زره کالدارو د ضمانت په بدل کې خوشي کړل.
قاضي په خپله پرېکړه کې امر کړی، چې د بد لمنۍ کاروبار کوونکې ښځه باید هره ورځ د پېښور ښار د حیات اباد د زرغوني جومات ملا امام ته د مذهبي تعلیم د زده کړې لپاره ورشي.
قاضي دغه راز د حیات اباد د پولیسو د مرکز مشر ته امر وکړ، چې یوه میاشت وروسته د نوموړي ملا امام رپوټ محکمې ته وړاندې کړي.
ځايي پولیسو د سپتمبر په شپږمه له یوه کور څخه درې ښځې او یو سړی نیولي وو. د پولیس په وینا دوی ته شکایتونه رسېدلي وو، چې په دغه کور کې د بدلمنۍ کاروبار کیږي.
له یوې سیم ایزې محکمې نه په ضمانت د خوشي کېدو د درخواست له ردېدو وروسته د نیول شویو کسانو مدافع وکیلانو د پېښور سترې محکمې ته عریضه وکړه او ويې ویل، چې پولیسو دغه کسان د درواغجنو رپوټونو پر بنسټ نیولي دي.
د دوی په خبره پولیس د نیول شویو کسانو طبي معاینه کړې او نه يې هم د دوی په خلاف کوم لیکلی شکایت څرګند کړی دی.
"د بد لمنۍ کاروبار کوونکې ښځه باید هره ورځ د پېښور ښار د حیات اباد د زرغوني جومات ملا امام ته د مذهبي تعلیم د زده کړې لپاره ورشي."
قاضي دوست محمد خان
وکیلانو دغه راز محکمې ته وویل، چې له رسمي اجازې پرته پر کورونو چاپې وهل غیر قانوني دي او دا چې پولیسو د نیول شویو کسانو په ضد د شاهدانو په وړاندې کولو کې هم نابریالي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت ايډېشنل ایډوکیټ جنرل فضل الرحمن د نیول شویو کسانو له خوشي کولو سره مخالفت وکړ او ویې ویل که اډه چلونکې ښځه خوشې شي شاید بیا د بدلمنۍ کار پیل کړی او د نورو نجونو ژوند هم خراب کړي.
په ځواب کې قاضي وویل چې محکمه غواړي د مذهبي تعلیم په وسیله دغه ښځه اصلاح کړي. مشر قاضي دغه راز خواشینې څرګنده کړه، چې په پاکستان کې دا مهال د وزګارو ښځو د شمېر معلومولو لپاره هیڅ ډول سروې نه شته.
د نوموړي په خبره" څه موده وړاندې د ښځو د مسلکي روزنې لپاره یو شمېر ادارې وې، چې له امله يي ښځو ته روزګار موندل اسان وو، خو اوس د وزګارۍ له امله یو شمېر ښځې غیر قانوني کارونو ته لاس اچوي."












