د بشرنوید کالم پښتونخوا: د يوې ورځې عشق!؟

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

دا د يوې ورځې عشق رسول؟

څه عجيبه عشق دی، فقط يوه ورځ ژوند لري.

فقط يوه ورځ!!

ستمبر په ۲۱ د جمعې مبارکې ورځ د "عشقِ رسول" په نوم ياده شوه. د رسول عاشقان ډندو، کوتکونو، وسلو په لاس سړکونو او بازارونو ته رابهر شول.

نوم د الله او رسول، په نيت کې د بازارونو، دوکانونو لوټل، د سینماګانو سوزول، او داسې عمليات چې لکه دا يوه ورځ د "عشقِ رسول" په نوم د پاکستان مسلمانان د هر څه نه ورتېر شول.

بند دوکانونه يې مات کړل، لوټول يې وکړل، په کالجونو، ښوونځیو لکه د يرغلګر ورغلل. ټول رېکارډونه يې وسوزولو، اورونه، لمبې، چغې نارې، قهروغضب، د قانون اۤئين او اخلاقي کړیوو او پابندو نه ازاد د يو ورځ عشق د پاکستان مسلمانان لېوني کړل.

دا د يوې ورځې عشق رسول

دا د يوې ورځې جنون!

دا د يوې ورځې جذبات!

دا د يوې ورځې مسلماني!

دا عشق څومره لېونی شو، چې فقط د ځان لپاره يې نور ولوټل. نور يې مړهٴ کړل، په دغه رنګ ساعتونو کې د پاکستان رسنيو رپوټونو او اخبارونو سُرخو کې د شهيد نوم څه په عجيبه جذباتو خپريږي.

د شهيد د نوم سره ذهن ته دوه قوتونه راوړاندې شي، چې يو حق وي، بل باطل، ځکه يې مړ ته شهيد ویل کېدی شي او وژونکي ته باطل قاتل!

خو!

دا د يوې ورځې جنون!

د يوې ورځې د عشقِ رسول مړو ته د پاکستان په سرکاري خپرؤنو کې شهيد نوم استعمال نهٴ شو، ځکه چې مړ شوی هم مسلمان دی او قاتل هم مسلمان دی.

د جنګ مخالف فريق هډو په مېدان کې نهٴ و خو جنګ ګرم و. قاتل هم مسلمان دی، "عشقِ رسول" جذبه لري، مقتول هم د يوې ورځې عشق مړ کړ.

په مېدان کې هډو مخالف موجود نه و بلکې غېر مذهبو هم د مسلمانانو سره د يوې ورځې "عشق رسول" کې حصه دار ګډون وال وو.

دا د هندوانو، سکهانو، عيسویانو، انساني برادري او اخلاقي تعلق و ګنې د نورو غېر مذهبو د يوې ورځې عشق کې څه برخه او څه رول!؟

خو هغوى ته د پاکستان په سرکاري او شخصي چېنلونو لويو لويو د هرې فرقې عالمانو غوښتنې کړې وې چې تاسو هم له موږ سره په دغه يوه ورځ عشق کې ګډون وکړئ.

د مسلمانو عالمانو په غوښتنې د نورو مذهبونو خلک هم په دغه يوه ورځ عشق کې برخه وال شول، خو بيا هم، مندر، ګرجه، درمسال محفوظ پاتې نهٴ شو.

د بېلا بېلو مسلکونو عالمانو چې د يوې ورځې د عشق په نوم مسلمانان او ور سره هندوان، سکهان، عيسویان او د هرې فرقې، مسلک او د هرې سياسي ډلې خلک بهر ته را و ايستل نو هغوى سره د مظاهرينو د مزاج احساس ولې نه و؟

د پاکستان د مظاهرينو غم غصه کې، غم کم او غصه زياته وي. غصه يې په غم دومره غالبه شي چې بيا په غصه کې لوټ مار کوي.څوک چې ور سره په غم کې شامل وي هغوى په خپله غصه کې وژني، چا چې يې د غصې په وجه دوکانونه بازارونه بند کړي وي، هغوى ته بند دوکانونه هم ماتوي او بيا يې لوټي.

د پاکستان په سياسي، مذهبي دواړو، غم غصه کې غم کم او غصه زياته وي. د دغه غصې نتيجه سرکار ته معلومه ده، خو هغوى په سياسي مذهبي غم کې غصې قابو کولو لپاره هيڅ حفاظتي انتظامات و نه کړي.

دا د يوې ورځې مسلماني!

نتيجه يې په سبا ته د افسوس څرګندونه وي، د غمرازۍ سياسي مذهبي پېغامات خپارهٴ شي، د يوې ورځې په غصه کې ځينو ځپلو خاندانونو ته د ټول عمر غم پاتې شي.

د پاکستان د يوې ورځې غصه د ټول عمر دومره غم خلکو ته ورکړي چې نهٴ ور ته بيا څوک شهيد وايي نهٴ يې د شهادت مرتبه کې وارثانو ته سرکاري ''بنده لفافه'' په لاس ورشي.

د ۲۱ ستمبر د جمعې د يوې ورځې د "عشقِ رسول" مړى هم د سرکاري، عوامي او رسنيو په ژبه کې شهيدان نهٴ ياديږي ځکه چې دوى ټول په يو صف کې ''محمود او اۤياز'' يادېدل، جنګ کې ورسره په مېدان څوک مخالف هم نهٴ وهٴ. قاتل او مقتول ټول مسلمانان وروڼه وروڼه وو.

د هابيل او قابيل په شان د يوې ورځې عشق مړهٴ کړل، د رسول ګستاخان لرى لرى ناست وو. د خپل هنر تماشه يې کوله، ډائرېکټر په خپل هنر خوشحاله و، چې زما ډائرېکشن په ټوله نړۍ کې ياد شو، دا د هغوى د متنازعه هنر تاريخ شو. خو پوښتنه دا ده چې د خدای د رسول د عاشقانو عشق فقط يو ورځ وه!؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>