
په پرون خاورې واړوئ، نن ستاسو د مذهب امتحان دی، دا ځل ټول پښتانه مذهب ته رايې ورکوي.
په پرون او نن کې دومره فاصله ده لکه ناروا او روا چې څومره يو بل ته نژدې دي، د حاجت روا او د ''نظريه ضرورت'' تر مخه دا فاصلې ختمې شي، پرون ماضي شي او نن ووايي!!
"اوبه په ډانګ نه بېليږي"
د ناروا نه يو ''نا'' لېرې کړى شي او د ناروا نه روا جوړ شي. دا په سياست کې د حالاتو تقاضا ده. نن د پاکستان او په ځانګړې توګه د پښتونخوا په سياسي شطرنج کې پرون او نن لږ تکرار و!
پرون چې د مذهبي اتحاديې خوږه ياري تار په تار شوه نو دوو لويو مذهبي ډلو جماعت اسلامي او جمعيت العلماء اسلام په يو بل تورونه ولګول، د مذهب په نوم رايې اخستونکو يو بل ته سپينې جامې پليتې کړې او د مذهب په نوم رايې ورکونکي حېران ولاړ وو چې زموږ د ثواب نه عذاب ولې جوړ شو!!؟
نن يو ځل بيا د زوړ مذهبي تړون خبرې کيږي، او پښتنو مسلمانانو ته د زيري ورکولو لپاره د نویو لفظونو لټون روان دی لکه چې ورته وايي: "تاسو پوره پوره په دين کې داخل شئ".
په پرون خاورې واړوئ، نن ستاسو د مذهب امتحان دی، دا ځل ټول پښتانه مذهب ته رايې ورکړئ.
پرون دوه سيکولر قوتونه، پاکستان پيپلز پارټۍ او ای اين پى د يو بل سره د لېرې لېرې پرون په بدو بدو پښې کېښودې او د يو بل سره يې خپله ياري د ايم کيو ايم په ريبارۍ کې تر دې را ورسوله او دا يې ويل: "يار او رېبار دواړه د يوې څانګې ګلونه دي".
نن په کراچۍ کې د بلدياتي نظام په اختلاف کې اې اين پي او ور څخه د سند ټولې قام پرستې ډلې د پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم په ضد پاڅون ته تيار دي.
تريخ نن د خوږ پرون نه د دې لنډۍ په مانا راجدا کيږي چې:
ښه شوه چې ستا نه پوره نه شوه
چې ملامته درته زه نه شوم مينه
پرون مسلم ليګ نه د پخواني باوردۍ صدر جنرال مشرف په وجه په سياست کې د خړې وردۍ مخالف و، د سول او فوجى بيوروکرېسۍ په ضد يې رايې ورکوله، ځکه چې د دروند اکثريت د جمهوريت او د پوځ په اختلافاتو کې د زندان نه واخله د جلا وطنۍ پورې سزا يې خوړلې!
نن به دا هر څه مني، که نه مني نو پنجاب ورته هم دوه ټوټې کوي او د عمران خان نه ورته د پنجاب نوی ليډر هم د جوړولو دړکې ورکوي.
په سياست کې چې هر کله د ''يا'' خبره راشي نو بيا په ''پاکستان ګېر'' سياست کې هوښیار سياستمدار هغه ته ويلي شي چې پرون په پڅه چاړه حلال کړي، او د نن په تېره چاړه د خپل ضمير شا رګ پرې کړي او دا ووايي!
''د ملک او قوم لپاره دا زموږ لويه قرباني ده''
پرون عمران خان ته زړو سیاستوالو د کرېکټ لوبغاړی وایه او د جمایمه خان په وجه به يې ورته يهودي اېجنټ نوم ورکاوه او عمران خان هم پرون د اسمبلۍ نه ځان پاتى کړ.
انتخاباتو کې يې ګډون نه درلود، بايکاټ کې ورڅخه قاضي حسین احمد او محمود خان اڅکزی ملګري وو.
نن ټول زاړه سياستمداران، سپين ږيري بيوروکرېټ د پخوانى جنرال مشرف بقاياجات، او د هغه اېوان خلک چې کوم اېوان عمران خان رد کړى او غندلى وو.
اوس يې ملګرى دى، پروني زاړه مشران د نن کشر عمران خان په تندي کې د وزارت عظمٰى نخښې نښانې ويني.
پرون د سياسي حالاتو تقاضې يو شان وې، نن د نویو حالاتو غوښتنې بل شان دي. د محترم اجمل خټک په وینا:
نن ټول خلک د هغه محبوبا سندرې وايي
خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله
پښتنو ټول عمر په هر نن کې پرون ژړلي دي، بيا يې په پرون لکه د مړي خاورې اړولي دي او نن ورپسې په ړوند دليل روان شوي دي. په ړنده عقيده يې دا ويلي دي:
زما د خدای لپاره ياره
که په بازار مې خرڅوې درسره ځمه
خو بيا په تالا بازار کې حېران ولاړ وي او دا وايي: "لوټ شومه تالا شومه غل چېرته دی"؟
پرون لکه اور او اوبه لېرې لېرې وو، ځکه چې اور ته د اوبو نه خطره وه، نن په اوبو کې هم د بلېدلو توان پېدا شوی دی، لکه وچو سره چې لانده سوځي، نن په سياست کې اوبه هم بليږي.
په پښتونخوا کې نن د اې اين پي سيکولریزم او قام پرستي د جمعيت العلماء اسلام لپاره څه عیب نه دى، او د اې اين پي لپاره د مولانا فضل الرحمان سره انتخابي تړون څه بد نه ښکاري ځکه چې زوړ تعلق يې هم شته او په مولانا صاحب د طالبانو د حملې او دړکو په حواله ای اين پى سره څه مشابهت هم شته.
د پاکستان دننه د پښتنو پرون څو مياشتې پاتې دى، خو نوى نن د اوس نه ''تا، تا'' کوي، پټ پټوني کوي، سياستمداران وايي په سياست کې به پرون ته نه ګورئ، نن ته وګورئ، خو په کوم نن کې چې د پرون نخښه نښانه نه وي، نو بيا به پښتانه ځانته د ۵۰۰۰ کلن تاريخ دعوه ګېر څنګه وايي!؟

















