
د فلج سازمان (سټروک انټرنېشنل) مسوولین وايي د دغه درمل پایلې ښې دي، خو لا هم په دې لړ کې نورتحقیق ته اړتیا لېدل کیږي.
د امریکا او کاناډا روغتیا پوهان وايي یو درمل د فلج د مضر اثر د مخنیوي لپاره کارول کیدای شي. د طبي مجلې( لېنسټ نیورولوژي) په رپوټ کې ویل شوي، چې این اې ون(N-A-1) نومي درمل بې ضرره دي. په ۱۵۸ ناروغانو د دغه درمل له ازمېنې وروسته ویل شوي، چې د دې درمل استعمالوونکو ناروغانو د دماغ لږ برخې له فلج نه متاثرې شوې.
د فلج سازمان (سټروک انټرنېشنل) مسوولین وايي د دغه درمل پایلې ښې دي، خو لا هم په دې لړ کې نورتحقیق ته اړتیا لېدل کیږي.
په هغو څېړنو کې چې په بېزوګانو وشوې ثابته شوه، چې کله د دماغ حجرې(ژونکې) ته اکسېجن نه رسیږي، نو (این اې ون) يي د وژل کېدو مخنیوی کوي.
دغه لنډ ټرایل د کاناډا او امریکا په ۱۴روغتونونو کې تر سره شو. په څېړنه کې د برخه اخېستونکو ناروغانوپه دماغ کې د یوه رګ د پاړسوب( اینیورزم) جراحې وشوه. د دغه ډول رګونو د چاودلو احتمال موجود وي، چې له امله یې ناروغان د فلج ښکارکیږي.
۹۲ ناروغانو ته د انجکشن په وسیله دوا ورکړل شوه او ۹۳ کسانو ته یوازې مالګینې اوبه ورکړل شوې. روغتیا پوهان وايي دوی ته معلومه شوه، چې د دغه درمل استعمالول مضر نه دي، ځکه ایله په ۲ کسانو کې د درمل منفي اثر ولېدل شو.
"موږ د داسې هر ډول درملنې هرکلی کوو، چې د فلج له حملې وروسته دماغي حجرې خوندې وساتي. ممکن دغه درمل هیله مند کونکې وي، خو لا هم ډېر تحقیق ته اړتیا ده."
ډاکټر پېټرکولمین
د ناروغانو د دماغ له سکین نه جوته شوه، چې د هغو د دماغونو لږ برخو ته زیان رسېدلی و. ډاکټران وايي له دې تحقیق نه داسې ثبوت جوتیږي چې دماغې حجرې ژغورل کېدای شي.
خو دوی وايي له دې سره سره د درمل د اغېز معلومولو لپاره پراخې څېړنې ته اړتیاده، چې دغه درمل په کې په ډېرو ناروغانو ازمیل شوي وي.
د هیلسینکي پوهنتون پروفیسور مارکو کېسټ وايي د فلج تر ټولو لوی سبب عمر دی. دی وايي دا چې په نړیواله کچه د خلکو د عمرونو حد په ډېرېدو دی، ځکه نو د فلج بار هم ورسره په دروند کېدو دی.
د سټروک نومي سازمان ډاکټر پېټرکولمین وايي موږ د داسې هر ډول درملنې هرکلی کوو، چې د فلج له حملې وروسته دماغي حجرې خوندې وساتي. ممکن دغه درمل هیله مند کونکې وي، خو لا هم ډېر تحقیق ته اړتیا ده.












