
د سرطان د څېړنو مرکز وايي د سږو، سینې، کولمو او پروستات سرطان ډېر خلک وژني.
په برتانیا کې د سرطان ناورغۍ په اړه د څیړنو مرکز وايي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د سرطان ناروغي په ډراماتیکه توګه کمه شي.
دا مرکز وايي اوس خلک د سګریټو په زیانونو پوه شوي ځکه نو لږ خلک سګریټ څکوي او ځینې چې له مخکې پرې اخته دي پریږدي یې او بله خبره دا ده چې د سرطان د درملنې او علاج اسانتیاوې مخ په ډېرېدو دي.
همدا لاملونه دي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د سرطان ناروغۍ له امله د مړینو کچه ۱۷ سلنه راکمه شي.
په ۲۰۱۰ کال کې په سلو زرو کسانو کې ۱۷۰ کسان د سرطاني ناروغيو له امله مړه شول. اوس ویل کېږي چې دا شمېره به په یو لک کسانو کې ۱۴۲ ته راټیټه شي.
د سرطان د څېړنو مرکز وايي د سږو، سینې، کولمو او پروستات سرطان ډېر خلک وژني.
د دې ترڅنګ چې د دغو چنګاښي ناروغیو ګراف به راټیټ شي د ښځو د رحم د سرطان ناروغي به هم په سلو کې ۴۳ کمه شي.
له همدې امله څېړونکو ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال به د سرطاني ناروغیو ګراف په ډاراماتیکه توکه ټیټ شي. چې دا یو ښه خبر دی.












