
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي د پخوا په پرتله يي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی دی
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي چې اوس مهال د افغانستان ۶۰سلنه وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.
د دغه وزارت چارواکي په هېواد کې د مور او ماشوم د مړينې د کچې ټيټوالی هم تاييدوي او لوی لامل يي طبي خدمتونو ته د ډېرو خلکو لاسرسی په ګوته کوي.
بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګر ملتونو وجهي صندوق یونیسف په خپل نوي خپاره شوی رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې په کچه کې نږدې نیمايي لږ والی راغلی دی.
د عامي روغتیا وزارت ویاند حفیظ الله فیاض وايي د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د ماشومانو لپاره د واکسین تطبیقېدل د دې سبب شوي چې تېر کال په افغانستان کې د ۱۰۰۰نوو پیدا شوو ماشومانو له ډلې یوازې ۹۷ تنه پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړه شوي دي.
"اوس له پخوا ډېرو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لرو."
د کابل یو شمېر اوسېدونکي
اوس مهال ماشومان پنځه کلنۍ ته د رسېدو لپاره تر پخوا ډېر فرصت لري او د مور د مړينې کچه هم راټيټه شوې ده، چې ډاکټران يي یو مهم لامل د خلکو د عامه پوهاوي لوړه کچه په ګوته کوي.
د کابل د "ده سبز" ولسوالۍ د مرکزي کلینیک ډاکټران وايي، که څه هم د پخوا په پرتله روغتیايي مرکزونو ته د ناروغو میرمنو ورتګ ډېر شوی، خو لا هم د ځینو ناوړه دودونو له امله ښځې نه شي کولی له روغتیايي خدمتونو سمې برخمنې شي.
که څه د افغانستان په ښاري سیمو کې ډېرې مېرمنې روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی لري، خو په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې لا هم د ځینو دودونو او امنیتي ستونزو له امله مېرمنې روغتون ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.
په کلیوالو سیمو کې د ښځینه ډاګټرانو نه شتون بله داسې ستونزه ده، چې ښایې مېرمنې و نه شي کړای خپلې روغتیايي ستونزې روغتیاپالو ته ووايي.












