
ښاغلي احمدزی د ګوزڼ پر ضد د کمپاین په برخې کې د کریکټ لوبغاړو غوراوی یو ډېر ښه او پر ځای ګام بولي
د ماشومانو نړیوال وجهي صندوق یا یونسیف سازمان وايي غواړي د کریکټ د نړیوالو سیالیو له لارې په ځینو هېوادونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد خپل کمپاین جاری وساتي.
دغه سازمان د یو شمېر هېوادونو لوبغاړو ته بلنه هم ورکړې چې په سریلانکا کې د لوبو پر مهال یوه ګډه غونډه جوړه کړي او خپل پیغام هغو میندو او پلرونو ته ورسوي چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو سره مخالفت کوي.
دا مهال د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یوازې په دریو هېوادونو افغانستان، پاکستان او نایجریا کې لیدل کیږي چې یو شمېر ماشومان ور څخه ځوریږي.
ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د دغه سازمان له خوا د روغتیا او سولې سفیر او د افغانستان د کریکټ لوبډلې پخواني کیپټان رییس احمدزی هم په دغې غونډې کې ګډون وکړي.
"که د پولیو د مخنیوي لپاره اړین او موثر ګامونه پورته نه شی، نو د سیمي نورو هېوادونو ته هم د دې ناروغۍ د خپرېدو وېره موجوده ده."
ښاغلی احمدزی وایي "د دې لپاره چې راتلونکی نسل له ګوزڼ ناروغي وژغورو او کورنیو ته د پولیو ناروغیو د زیانونو په تړاو پیغام ورسوو، نو دوی به د خپلو ماشومانو ورغتیا ته بشپړ پام وکړي چې موږ یې ښه بېلګه همدا د کریکټ اوسنۍ لوبډله یادولی شو، چې که له روغتیا برخمن اوسو نو د پرمختګ زمینې به مو هم دغه شان ډېرې وي."
ښاغلي احمدزی د ګوزڼ پر ضد د کمپاین په برخې کې د کریکټ لوبغاړو غوراوی یو ډېر ښه او پر ځای ګام بولي، ځکه د ده په وینا دا مهال افغان کریکټ لوبغاړي د خلکو تر منځ له ښه باوره برخمن دي او په ټولنه کې به یې اغېز پراخ وي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده، چې له امله یې لا هم هر کال یو شمېر ماشومان مري او یا هم د ټول عمر لپاره معیوبېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي که د پولیو د مخنیوي لپاره اړین او موثر ګامونه پورته نه شی، نو د سیمي نورو هېوادونو ته هم د دې ناروغۍ د خپرېدو وېره موجوده ده.













