
دې پروګرام په دې موضوع خبرې وشوې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کومې بریاوې د پام وړ دي او دا بریاوې څومره پایېدونکې دي؟
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د ستاسې غږ په دې پروګرام په دې موضوع خبرې وشوې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کومې بریاوې د پام وړ دي او دا بریاوې څومره پایېدونکې دي؟
تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندی کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
په نوي اساسي قانون کې د ښځو لپاره له نارینه وو سره د برابرو حقونو خبره شوې ده. د ورکړل شویو شمېرو له مخې شاوخوا دوه نیم ملیونه نجونې اوس ښونځیو ته ځي، او په دولتي او حکومتي چارو کې د ښځو ونډه په ډېرېدونکې توګه پراخه شوې ده.
خو افغان مېرمنې اوس هم له ډېرو ناخوالو سره مخامخ دي. کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه،جنسي تیري او نور د دغو ناخوالو ځینې بیلګې دي چې ښځې ورسره مخامخ کیږي.
د ښځو د حقونو پلوي ټولنې او فعالین د ترلاسه شویو بریاوو د ټینګښت او پاېښت په اړه هم اندېښنې څرګندوي. ځېنې له دې وېرېږي چې داسې نه شي چې سیاستول د خپلو سیاسي مقصدونو لپاره، د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره پیل شوی یون په شا وګرځوي.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .