تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان څاري
- Author, انا جونز
- دنده, بي بي سي
د ماشومانو د څارلو اپلیکېشنونه یا اپونو کارول په ډېرېدو دي. که څه هم دا اپونه له مېندو او پلرونو سره د هغوی د ماشومانو د ځای یا موقعیت په مالومولو کې مرسته کوي خو ایا دا اپونه له کورنیو نه د مرستې په بدل کې ذهني سکون اخلي؟
ایلین سپکټور اندېښمنه وه چې آیا د هغې زوی به له کور نه بېرته په خوندي ډول د امریکا په ټکساس کې خپلې لیلې ته رسېدلی وی او کنه.
د دې پرځای چې په بالتيمور کې دغه مور د خپل زوی لخوا ټېلېفون یا هم ټېلېفوني پیغام ته انتظار وکړي هغه په خپل ټېلېفون کې د 'ډینګ ' غږ ته انتظار کاوه چې لیلې ته د هغې د زوی د رسېدو په صورت کې د څارلو له ځانګړي اپ نه پورته کېده.
سپکټور او د هغې د کورنۍ ټول غړي په خپلو ګرځنده ځیرک ټېلېفونونو کې د لایف ۳۶۰ (Life360) په نامه اپلیکېشن لري.
د دې اپ په وسیله هغه پوهېږي چې درې بچیان یې چېرته دي او هرکله چې هغوی له یو ځای نه بل ته حرکت کوي سپکټور ته یې ورښايي چې په کومه سیمه کې دي او کومې خوا ته روان دي. په دې توګه هغه خپل بچیان تر کوره پورې پر لاره څاري.
سپکټور وايي: ''کله چې مې بچیان ښوونځي کې وي دا اپ د 'ډینګ 'غږ وکړي، کله چې کور ته راشي هم غږ وکړي، د یوې کورنۍ په توګه دا اپ موږ په دې خاطر کاروو چې د یو بل د ځای او موقعیت په اړه پوه شو چې څوک چېرته دی. ''
د ایلین دوی کورنۍ له څو کلونو راهیسې دا اپ کاروي. آغلې سپکټور وايي کوچیني بچیان یې کله کله په ټېلېفون کې خپل موقعیت (Location) بند کړي چې دې ته یې ځای مالوم نشي خو مشر زوی یې هېڅکله خپل موقعیت نه بندوي یا پټوي.
د هغې مشر زوی اوس ۱۸ کلن شوی او د هېواد په بله څنډه کې ژوند کوي. سپکټور وايي که زوی یې دا غوښتنه وکړي چې اوس یې باید له ټېلېفونه لایف ۳۶۰ اپ لري شي چې د 'ډینګ ' غږونه به ورسره ورک شي هغه اندېښمنوي.
''زه نه غواړم چې یوه بې پروا مور واوسم، موږ دا اپ له څه مودې راهیسې کارولی دی، زه اوس هم اندېښمنه یم چې په بشپړه توګه د دې اپ له کارولو لاس واخلم، زما خوښېږي چې دا اپ وکاروم او په دې توګه پرته له دې چې خپل زوی ته مزاحمت وکړم پوهه شم چې هغه خوندی دی. ''
په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د ماشومانو د څارولو اپونه ډېر مشهور شوي دي. دا طبیعي ده چې مېندې او پلرونه غواړي چې ماشومان یې خوندي واوسي خو د څارنې اپونه په داسې حال کې ډېر شوي چې ډېری مېندې او پلرونه ګومان کوي چې ماشومانو ته هم پر انلاین او اف لاین په ډېرېدونکي ډول خطرونه ډېر شوي دي.
کارپوهان وايي هغه مېندې او پلرونه چې د ماشومانو د څارلو اپونه کاروي باید په ژوره توګه فکر وکړي چې څنګه یې کاروي؟ څنګه به د دې اپونو په اړه خپلو ماشومانو ته وايي چې د هغوی د څارلو په خاطر یې کاروي؟
بله خبره دا ده چې دا اپونه د معلوماتو په ټولو او زیرمه کولو کې لا پرمختللي شوي چې د شخصي امنیت او حریم په اړه یې پوښتنې ولاړې کړي دي.
ډېر ځله هغه ماشومان چې د مېندو او پلرونو لخوا څارل شوي وي، د بلوغ عمر ته له رسېدو وروسته خپل مور او پلار له ستونزو سره مخامخ کوي. نو چې داسې ده کله تاسو د ماشومانو د څارلو له اپونه نه لاس په سر کېږئ؟
مشهور او ډېر کارېدونکي اپونه
په داسې حال کې چې لایف ۳۶۰ (Life360) اوسمهال د کورنیو لخوا ډېر کارول کېږي او په امریکا او بریتانیا کې د ډېرو کاریدونکو اپونو په لسیت کې شپږم ځای لري ګڼ نور سافټویرونه یا پوستکالي هم شته چې مېندو او پلرونو ته د ماشومانو د څارلو په برخه کې د بېلا بېلو خدماتو وړاندیز کوي.
انټرنیټ مهم دی په نامه بریتانیا کې هغه کمپنۍ ده چې مېندو او پلرونو ته پر انټرنیټ د خوندیتوب په اړه سلا مشورې ورکوي. د دې کمپنۍ مشره ګیسلین بمبوشا وايي ''اوس مهال په مارکیټ کې د ماشومانو د څارلو دوه ډوله اپونه شته. دا چې تاسو کوم اپ غوره کوئ دې پورې اړه لري چې تاسو څومره له نژدي غواړئ خپل ماشومان وڅارئ. ''
د دې اپونو له ډلې نه تر ټولو ساده هغه دی چې خپل موقعیت په کې له نورو سره شریکېږي مثلا په ای او ایس ( IOS)سیستم لرونکو ټېلېفونونو کې فاینډ مای فریننډز (Find My Friends) او همدا رنګه په انډراېډ (Android) ټېلېفونونو کې ګوګل فامیلي (Google Family).
دغه راز ځیني نور اپونه هم شته چې کارونکي یې کولای شي له کوم محدودیت پرته د هغو ټېلېفونونو په اړه معلومات ټول کړي چې له دوی سره په تماس کې شوې وي.
په دې اپونو کې ځیني داسې اسانتیاوې هم شته چې کله یو څوک یو ځانګړي ځای ته ننووځي نو بل کس ته خبر ورکول کېږي چې پلانکی دغه ځای ته ننوت. د هغو مېندونو لپاره چې بچیان یې ځوانان وي او موټر چلوي داسې اپونه هم شته چې د موټر چلوولو پرمهال د هغوی چټکتیا 'سپیډ ' څاري او ان که ټکر وکړي مور او پلار یا هم د کورنۍ نورو غړو ته یې احوال ورکوي چې ټکر یې وکړ.
سپکټور وايي د دې اپونو کارول د هغې لپاره ډېر ګټور تمام شوي.
د هغو مېندو او پلرونو لپاره چې غواړي خپل بچیان ډېر له نژدي وڅاري فاینډ مای کېډ (Find My Kid) په څېر اپونه هم په مارکیټ کې شته چې مېندو او پلرونو ته اجازه ورکوي چې له لېری نه د خپلو ماشومانو د ټېلېفون مایکروفون فعال کړي او د هغوی خبرې ثبت کړي.
د ټین سیف (Teen Safe) په نامه اپ کمپنۍ وايي که د دې موخې لپاره د دوی اپ څوک کاروي نو ماشومان به یې هېڅکله پوه نه شي چې خبرې یې مور او پلار اوري یا یې خبرې ثبتېږي.
بمبوشاه وايي: ''د دې ترڅنګ چې د اپونو په وسیله ماشومان څارل کېدای شي، دا هم معلومېدای شي چې ماشومان پر انلاین پر څه شي لګښت کوي، څنګه او کله له ګیمونو نه کار اخلي. ''
اورپکټ (Our Pact) په څېر اپونه مېندې او پلرونه د دې جوګه کوي چې پر انلاین د خپلو ماشومانو د فعالیتونو سګریټ شاټونه یا عکسونه واخلي او د بارک (Bark) په څېر اپونه بیا مېندو او پلرونو ته دا زمینه برابروي چې له لېرې د خپلو ماشومانو په ټېلېفونونو کې پیغامونه وګوري او که کله اندېښمنوونکی پیغام ورته راشي نو دوی ته احوال ورکړي.
د څارلو د اپونو کارول او سوداګري
په داسې حال کې چې وار دمخه د ماشومانو د څارلو ګڼ اپونه په مارکیټ کې شته بمبوشا ګومان نه کوي چې ټولې مېندې او پلرونه دې د ماشومانو د څارلو اپونه وکاروي. هغه وايي دې کې شک نشته چې پر دغسې اپونو پانګونه هغه مهال کېږي او بېلا بېل اپونه جوړېږي چې د کارولو اړتیا یې ډېره یا لوړه وي.
په ۲۰۱۹ کال کې په بریتانیا کې یوې سروې وښودله چې ۴۰ سلنه مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د څارولو یو ډول ته جي پي ایس (GPS)سیستم کاروي.
خو د سوداګرۍ په ډګر کې دا اپوونه ډېر ارزښت لري. د لایف ۳۶۰ (Life360) ارزښت یو ملیارد ډالر بلل شوی او دا اپ له ۱۴۰ نه په ډېرو هېوادونو کې کارول کېږي.
په داسې حال کې چې د ځینو اپونو کارول وړیا دي خو په هغو کې هم ځینې داسې برخې یا خدمات شته چې د پیسو په بدل کې ترسره کېږي.
د بیلګې په توګه سرکل (Circle) چې د انترنیټ د استعمال کچه معلوموي په میاشت کې ۱۰ ډالر فیس اخلي او ټین سیف (Teen Safe) بیا په پنځو تېلېفونونو یا ډیجیتلي الو کې د انسټالولو په بدل کې ۱۰۰ ډالر فیس اخلي.
خطرناکه نړۍ او اپونه
هغه اپونه چې پر مټ یې د یو چا موقعیت معلومېدای شي په خپلو سوداګریزو پیغامونو کې د اپونو کارول په خطرناکې نړۍ کې اړین بولي. د دې اپونو کمپنۍ مېندو او پلرونو ته وايي تر هغه چې دوی پوه وي چې ماشومان یې چېرته دي ماشومان به یې هم خوندي وي یا هم دا چې ماشومان به له خطر لرونکو کړونو نه ډډه کوي ځکه چې پوهېږي به چې مور او پلار یې څاري.
دې کې هم شک نشته چې په ځینو مواردو کې مېندو او پلرونو د همداسې اپونو د کارولو په وسیله پوه شوي چې بچیانو یې موټر ټکر کړی او یا هم بچیان یې تښتول شوي دي.
په لندن کې د اقتصاد او پولیټکل ساینس په یوه روزنیز مرکز کې د رسنیو او اړیکو د څانګې پروفیسوره سونیا لیوینګسټون ګومان کوي چې داسې هېڅ شواهد نشته چې وښايي د دې اپونو کارول ماشومان خوندي ساتي. هغه وايي: ''زه ټول شواهد څارم، ما هېڅکله داسې څه ونه موندل چې وښايي د دې اپونو کارول ماشومان خوندي ساتي. ''
د ډیجیټلي خوندیتوب او حقونو د یوې کارپوهې په توګه پروفیسورې لیوینګسټون په ډیجیتلي عصر کې د ماشومانو د پاللو په اړه څو کتابونه لیکلي دي. هغه وايي دا سمه ده چې د ماشومانو د څارلو اپونه هغو خبري سرلیکونو ته چې ماشومانو ته د خطرونو په اړه وي یو د درک وړ غبرګون دی خو استدال کوي چې د څارلو اپونه کولای شي چې په اوږدې مودې کې د ماشومانو، مېندو او پلرونو اړیکې زیانمنې کړي.
آغلې لیوینګسټون وايي: ''زه د مېندو او پلرونو دې اندېښنې ته درناوی لرم چې فکر کوي دا یوه حل لاره ده، خو زه هغوی ته بلنه ورکوم چې یوه بله حل لاره ومومي. ''
هغه زیاتوي د اپونو جوړونکي او اعلان کوونکي ښايي مېندې او پلرونه قانع کړي چې له خپلو بچیانو سره د مینې په خاطر د دوی اپ واخلي خو د ماشومام د ودې لپاره تر ټولو مهم شی دا دی چې ماشوم پر خپل مور او پلار باور کول زده کړي او مېندې او پلرونه هم برعکس پر ماشوم باور وکړي.
لیوینګسټون وايي: ''د دې لپاره چې معلوم کړئ چې ماشوم مو چېرته دی یا هغه پر انلاین څه ګوري پر اپونو تکیه کول کولای شي له ماشومانو سره د مور او پلار اړیکې په جدي توګه زیانمنې کړي او کولای شي ماشومان وهڅوي چې له څارل کېدو نه د ځان ایستلو لپاره خطرناک غوراوي خپل کړي. ځکه ماشومان هم حق لري چې خانته شخصي حریم ولري په ځانګړې توګه هغه مهال چې عمرونه یې د ډېریدو په حال کې وي. ''
پوسټونه
څارونکي وايي تاسو اړتیا نه لرئ چې تنکي ځوانان یا هغه چې د بلوغ عمر ته رسېدلي وي وڅارئ ځکه ښايي هغوی احساس وکړي چې مور او پلار یې د هغوی په چارو کې لاسوهنه کوي یا هم نه غواړي چې مور او پلار یې پوه شي چې هغوی پر انلاین څه کوي.
د هغو تنکیو ځوانانو لخوا چې ګومان کوي مور او پلار یې څاري په دې تړاو ډېر پوسټونه شوي دي. په دې وروستیو کې یو ځوان پوسټ کړی و او لیکلي یې و ''زما مور ولېدل چې په لایف ۳۶۰ (life360) کې زما موقعیت ګل یا بند دی، ځکه یې زه وګواښلم چې زما ټېلېفون به هم راته بندي کړي او اجازه به نه راکوي چې له دې وروسته خپل موټر وچلوم، حال دا چې زما عمر ۲۰ کاله دی. ''
یو بل چا په یو پوسټ کې لیکلي و ''زه یا په کور کې اوسېږي یا هم په ښوونځي کې یم، په داسې حال کې چې مور مې ښوونځي ته بیا یې او بېرته مې راولي او زه ټوله ورځ یوازې په دوو ځایونو کې یم ولې مې مور غواړي چې تل زما له موقعیت نه باخبره اوسي؟ ''
لیوینګسټون وايي د دې خطر شته چې د والدینو دغه ډول څار ناوړه ګټه اخېستنه وانګیرل شي. هغه استدال کوي چې د شخصي استحکام په خاطر باید له دې نه ډډه وشي او داسې دې نه انګیرل کېږي چې زموږ هر شخصي فکر دې پرځای وي.
یو بل څه چې اغلې لیوینګسټون یې اندېښمنه کړې ده هغه د څار د اپونو د کمپنیو لخوا د معلوماتو ټولول دي. په داسې حال کې چې لایف ۳۶۰ (Life360) وايي چې رڼه تګلاره لري او کارونکو ته د هغوی د معلوماتو په اړه بشپړ کنترول ورکوي بیا هم کېدای شي چې د هر کس اړتیاوو ته په کتو په دې برخه کې بدلون راوستل شي. ډېری اپونه د بیمې د کمپنیو په څېر نورو سره د خلکو شخصي معلومات شریکوي. لیوینګسټون ګومان کوي چې ان د کارپوهانو ترمنځ هم په دې برخه کې پوهاوی نشته چې د کمپنیو لخوا ټول شوي معلومات څنګه کارول کېږي یا به په راتلونکې کې څنګه وکارول شي؟
سپکټور وايي د معلوماتو د ټولېدو په اړه اندېښمنه نه ده او په دې برخه کې د شته وو اندېښنو پرتله د څار د اپ ګټې ډېرې دي. لیوینګسټون بیا وايي مېندې او پلرونه باید یوازې د خطرونو په اړه په ژوره توګه فکر ونکړي بلکې پر دې هم باید غور وکړي چې راتلونکې لسیزې کې به د تخنیک وده څه ډول وي. د یوه ۷ کلن ماشوم په اړه ټول شوي معلومات ښايي په راتلونکې کې داسې وکارول شي چې د هغوی د خوښې پرخلاف وي.
لیوینګسټون زیاتوي: ''هېڅوک نه غواړي چې په اړه یې معلومات دغسې وکاورل شي، ځکه نو فکر کوم مېندې او پلرونه باید په احتیاط سره پر دې فکر وکړي چې چا ته د خپلو ماشومانو په اړه د معلوماتو ټولولو اجازه ورکوي. ''
حدود او انډول
بمبوشا وايي که یوه مور یا پلار فکر کوي چې د څار اپ د ماشومانو د څارلو تر ټولو ښه وسیله ده، بیا نو اړینه ده چې دغه اپ هغو اندېښنو ته په کتو چې اغلې لیوینګسټون په ګوته کړل مور او ماشوم یا پلار او ماشوم له سلا مشورې وروسته په ګډه وکاروي ځکه له داسې کولو سره به ماشوم پوهېږي چې پلار یا مور یې څاري او ترمنځ به یې اړیکې او باور نه زیانمېږي.
هغه وايي تخنیک به په هغو حدودو کې چې تاسو یې ورته له وړاندې نه ټاکئ خپل فعالیت کوي او دا هم مهمه ده چې د ماشوم له ودې سره سم چې غواړي ډېره ازادي ولري تاسو 'مېندې او پلرونه ' ځان د اپ له کارولو سره بلد کړي او هماغسې حدود ورته وټاکي.
بمبوشا زیاتوي: ''دا ستاسو د ماشوم د چلن پورې اړه لري، که ماشوم هغسې چې په لومړي ځل د ټېلېفون ترلاسه کولو پرمهال یې اصولو ته د ژمن پاتې کېدو ژمنه کړې وي، او ژمن پاتې شي بیا نو د دې شونتیا شته چې د څار اپونو استعمال کم کړای شي او یا هم تاسو ورته ووایاست چې ښه ده، زه به د هر وخت پرځای یوازې هله د څار اپ کاروم چې د یوه خطر احساس وکړم. ''
لیوینګسټون بیا اندېښمنه ده چې د څار له اپونو سره ډېر داسې شیان تړلي دي چې په اړه یې موږ نه پوهېږو ځکه نو هغه یې د استعمالولو سپارښتنه نه شي کولای.
هغه وايي: ''موږ نه پوهېږو چې هغه ماشومان چې څارل شوي وي هغوی به په راتلوونکې کې څنګه وي، ځکه هغوی تل څارل شوي، هېڅکله ورک شوي نه دي او په خپله یې بېرته لار نه ده موندلې. زه د مېندو او پلرونو هغې اندېښنې ته چې د دې اپونو کارولو ته یې هڅوي درناوی لرم خو زه هغوی هڅوم چې د حل یوه بله لاره ومومي. ''
سپکټور خوښه ده چې د خپلې کورنۍ له غړو سره یې هغسې چې بمبوشا یې سپارښتنه کوي د څارلو د اپ په اړه سپني خبرې کړې وي. هغې هېڅکله د خپلو ماشومانو د کړنو پر وړاندې پولیسي چلن نه دی کړی خو مني چې دا به ورته ستونزمنه وي چې د څارلو د اپ له کارولو نه لاس واخلي او په ټېلېفون کې یې د 'ډینګ ' غږ نور ونه شي.
هغه زیاتوي: ''فکر کوم چې روږدې شوې یم، ځکه که زما په ټېلېفون کې د 'ډینګ ' غږ ونه شي او د ماشومانو موقعیت مې راته معلوم نه وي د فشار احساس کوم. ''
د سپکټور مشر زوی خوښ دی چې مور یې د هغه د څارلو لپاره اپ وکاروي. خو مور یې وايي: ''زوی مې پوهېږي چې زه یې په هرڅه کې مداخله نه کوم ځکه خو لا هم خوښ دی چې زه یې وڅارم خو اوس د دې وخت ورو ورو رانژدي کېږي چې د اپ له کارولو لاس واخلم. ځکه که هغه راته ووايي چې نور نه غواړي چې زه یې وڅارم باید پرېکړې ته یې درناوی وکړم. دا به زما لپاره ستونزمنه وي، خو دا به لومړی ستونزمن کار نه وي چې زه یې د یوې مور په توګه د خپلو بچیانو په خاطر کوم. ''