د عزت په لټه

افغانان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال او کره کتونکی

پخوانو متل کړی دی چې پیسې د ژوند لپاره او ژوند د عزت لپاره. انسانان په ټولو زمانو او ټولو کلتورونو کې د عزت لېوال وینو. عزت څه شی دی؟

که زه داسې څه کوم چې نور مې ستایي، یا داسې ګڼم چې نور په ښه سترګه راته ګوري، زه عزت احساسوم او دغه احساس خوشحالي رابخښي. ټولنه څه شی ستایي؟ هغه څه چې ټولنه خپل خیر پکې ویني او له ارزښتونو سره یې سم وي.

داسې هم ډېر کېږي چې نور مې، مثلا د قدرت او ثروت په خاطر، د دروغو وستایي او یا زه خپل عزت په هغه څه کې ووینم چې په واقعي معنا یې عزت نه شو بللی.

زړه ورتوب یو اجتماعي ارزښت دی. په ټولنه کې د زړه ورو کسانو عزت کېږي. هغه زلمی چې موټر سایکل بې پروا چلوي، مقصد یې ممکن دا وي چې خلک یې زړه ور وبولي او په درنه سترګه ورته وګوري. دغه زلمی عزت په هغه څه کې لټوي چې په واقعي معنا یې عزت نه شو بللی. دی زړه ور نه بلکې بې پروا دی. د ماشومتوب په کلونو کې مې یو ساده یادېږي چې په زلزله کې به له کوټې نه د باندې نه وت، ویل به یې، بې غیرتو، سبا که وروس راشي، څه به کوئ؟

یو څوک به قدرت لري، تر لاس لاندې کسان به لاس په نامه ورته ولاړ وي، خلک به مېلمستیاوې ورته کوي او غلطه خبره به یې سمه ګڼي. د دغه کس عزت ممکن له وېرې وشي یا د څه تمې، توقع په اساس وي خو دا ظاهري عزت دی، نه واقعي.دا کس باید له ځانه وپوښتي چې ایا په بې قدرتۍ کې هم خلکو په دومره درنه سترګه ورته کتل؟ په ولسي ادب کې د قدرت او ثروت په اساس د درناوي یا نه درناوي په اړه جالبې خبرې مومو. یو څوک چې شتمن و، خلکو سیف الله خان باله خو چې غریب شو،سیفو شو او ویې ویل، چې سیپو شوم نو پوه شوم.

ګڼ کسان عزت په دې کې ویني چې بې عزته نه شي، یعنې د خلکو د خندا نه شي، خلک په سپکه سترګه ورته ونه ګوري او پیغور ورنکړي، البته د قدرت او ثروت خاوندان ممکن د عزت په لټه کې داسې څه وکړي چې ټولنه په نوي جنجال واړوي. د ځینو کسانو د عزت تنده ډېره زیاته وي. دوی غواړي په ټولنه کې د سر کسان شي، مشهور شي او خلک یې احترام کولو ته ځانونه اړ وویني. دوی که عزت په واقعي معنا ونه پیژني، دا خطر شته چې ځان او ټولنې دواړو ته صدمه ورسوي.

په افغانستان کې ناوې ته جهیز ورکول یو ښه دود دی چې اصل مقصد پکې د هغې د نوي کور او نوي ژوند له جوړولو سره مرسته ده خو شتمنه کورنۍ ممکن ناوې ته په شلګونو جوړې جامې په جهیز کې ورکړي چې د هغې په یو ځل دومره زیات لباس نه پکارېږي، مګر دا استفاده ورنه کېږي چې واده ته راغلي نور کسان پوه شي چې دوی شتمن دي، دوی د پیسو پروا نلري، دوی تر نورو خلکو زیات دي.

کیدای شي ووایو چې که د واده دودونه هم نه وي، د شتمنو برلاسي نه پټېږي. دا خبره سمه ده خو دوی چې دا برلاسي په زړو دودونو کې د نویو نخرو لپاره او له نورو سره د سیالۍ لپاره استعمالوي، ټولنې ته جنجال جوړوي، ځکه نور خلک د دوی په اندازه شتمن نه دي چې د دوی په لاس جوړ شوی نوی دود و پالي.

بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

په کابل یا یوه بل لوی ښار کې به د متوسطې طبقې د ځوان واده د شتمنو په څېر په درب و دروب تېر شي، خو دا امکان هم شته چې د واده لپاره پور کړې پیسې یې ژوند په کلونو کلونو ورتریخ کړي. ځینو لویو شتمنو چې د متوسطې طبقې خلک ولیدل چې د وطن په هوټلونو کې د دوی د سویې واده جوړولی شي، د خپلو ودونو لپاره له کابله دوبۍ ته مخه کړه او د دنیا د یوه ډېر غریب ملت شتمني یې د دنیا په یوه ډېر شتمن ښار کې په هسکه غاړه ولګوله.

ځینې کسان په دې ویاړي چې د موبایل نومره یې خاصه ده، یا ځينو زلمو ته خوند ورکوي چې په اینجوګانو کې زده کړي خارجي لغتونه په پښتو کې وکاروي. مونږ ویلای شو چې دوی د عزت یو سطحي او برسیرن تعبیر ته زړه ښه کړی دی خو دغسې نخرې یې ټولنې ته خاص مشکل نه جوړوي، حال دا چې یو شمېر شتمن د ځان ښودلو لپاره په دودونو کې داسې تغییرات راولي چې نورو خلکو ته د دود پالل مشکل ګرځوي. دوی ممکن د کور د متوفی غړي د څلویښتي خیرات هم په یوه لوکس هوټل کې وکړي او یوازې غټان ورته راوبولي. که دوی په افغانستان کې په رښتیا د خیرات نیت لرلای نو خیرات خو په غټانو نه کېږي. دلته وینو چې د خیرات د زاړه دود تر سیوري لاندې یو نوی مضر دود رامنځته کېږي.

زموږ یو ولسي حکایت دی چې بهلول د ملنګانو په جامه کې خیرات ته لاړ خو چا اجازه ورنکړه. بهلول کور ته ستون شو، د شتمنو جامې یې واغوستې او چې دا ځل د خیرات ځای ته ورغی، اجازه یې ومونده. ده ته چې ډوډۍ کېښودل شوه، ګوله یې خولې ته د وړلو په ځای په لستوڼي تویه کړه. خلکو حیران ور وکتل. ده وویل، دا ډوډۍ زما لپاره نه ده، د دې غوړ لستوڼي لپاره ده.

د پخواني ژوند له دغسې مثالونو سره سره ویلای شو چې په تېرو وختونو کې د ثروت او عزت رابطه دومره ډېره نه وه، لکه اوس. خوشحال په دستار نامه کې لیکي چې سخاوت تر شجاعت هم افضل دی. د سخاوت مقصد دا وي چې له نورو سره مرسته وشي خو د اسراف اوغیرضروري مصرف کولو مقصد ممکن دا وي چې نورو ته ځان وښیو. دلته له نورو سره مرسته نه بلکې نورو ته خپل زور ورښکارول او د نورو په بې عزتۍ کې خپل عزت لټول اصلي مقصد وي، ځکه په دغسې ځایونو کې چې شتمن وایی چې زه دود پالم او دود په دغه طریقه ښه پالل کېږي، دی په حقیقت کې د دود د ښه پاللو بیه لوړوي، دومره یې لوړوي چې دی یې پرې کولی او نور یې نه شي پرې کولی.

تر جګړو له مخه او راوروسته افغانستان کې شاید یو دا فرق هم راغلی وي چې پخوا ثروت او عزت دومره سره غوټه نه وو، لکه وروسته، وروسته چې سره غوټه شول.

د دې شي یوه وجه دا کیدای شي چې پخوا ثروت ډېر کم و او د ټولنې د شتمنو شمېر دومره لږ و چې د عامو خلکو دودونه یې چندان نه اغېزمن کول.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پیسو او عزت رابطه په پرمختللې دنیا کې هم کمه نه ده او ډېر ځله مصرفونه د خپلې واقعي اړتیا د پوره کولو لپاره نه بلکې بل ته د ځان ښودلو لپاره وي چې دا د پانګوال تمدن یو منفي اړخ دی. البته هورې ټولنې شتمنې شوې دي، فردي ازادي ته احترام زیات دی او د قانون د حاکمیت په برکت د هوایي پیسو د لرلو امکان کم دی. زموږ بدمرغي دا ده چې په بېوزله ټولنه کې، په بې فایدې دودونو ځپلي ژوند کې او له فردي ازادیو محروم چاپېریال کې د شتمنوغاړې کوو او عزت له ډېر مصرف سره یو ځای کوو.

تر جګړو له مخه په افغانستان کې د دولت موسسه پیاوړې وه چې په نتیجه کې ټولنې ته خدمت د عزت یو مهم عنصر و. په هغو وختونو کې به زلمي اروپا او امریکا ته د لوړو زده کړو په نیت لاړل او له تعلیمه وروسته به، د اوس برعکس، اکثره وطن ته راستانه شول. د دې شي یوعلت دا و چې هغه وخت زموږ په ټولنه کې عزت او ثروت دومره ډېر سره غوټه نه وو.

په هغو کلونو کې چې ثبات و، دولتي رتبه د عزت یوه لویه ذریعه وه. که به یو منصبدار جګړن یا ډګرمن و، لوی ویاړ یې احساساوه او که به حکومت یوه هنرمن ته د استادۍ لقب ورکړ، په دې لقب کې یې ډېرعزت لید.

کله چې ثبات وي او قانون واکمن وي نو علمي، فرهنګي، پوځي یا اداري رتبې،درجې، مډالونه او جایزې هم اهمیت پیدا کوي او د عزت سبب ګرځي خو په بې ثباتي او بې قانوني کې د دغو شیانو اهمیت کمېږي او مادیت په معنویت باندې لاسبری ومومي.

د دولت د موسسې له کمزورېدو او شړېدو سره د کمال او عزت رابطه کمزورې شوه چې ټولنې تاوان وکړ.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې لپاره چې خپل عزت د بل په بې عزتۍ کې ونه لټوو یا د تارک دنیا کسانو غوندې ځانونه په هیڅ کې حساب نکړو، ډېره ښه خبره دا ده چې یو کمال او مهارت ولرو. که څوک باغوان وي، مستري وي، معلم وي، که هر کسب کوي خو چې یو څه پکې ځان تکړه کړي، په ځان به یې باور زیات شي او له دې احساسه به خوند واخلي چې د ټولنې یوه اړتیا پوره کولی شي.

البته که څوک خدای مکړه ښه اخلاق ونلري، ښه مهارت به هم واقعي عزت ورنکړي. له بل انسان سره ښه رویه خو په هر حالت کې لازمه ده. یوه ونه به د سیوري، د مېوې یا منظرې په خاطر خوښوو خو لکه څنګه چې لوی مفکر امانویل کانت وایي، د انسان درناوی به ځکه کوو چې انسان دی او په دنیا کې له بل شي یا ژوي سره مینه ځکه لرلای شو چې د انسان پکارېږي.

که په کورونو کې پلرونه د کور له نورو غړیو او اولادونو سره په محبت وچلېږي، که په ښوونځیو کې زده کړه د مینې، درناوي او ازاد نظر ورکولو په چاپېریال کې وي او که په ټولنه کې وګړي ځان مجبور ونه ویني چې په فکرونو، رواجونو، جامو او شوقونو کې خامخا سره ورته او سره یو شان واوسي، نو د عزت نه احساسولو ناروغي به خورا کمه شي. دغه حالت به په ټولنه کې خوشحالي زیاته کړي او په چارو کې به برکت واچوي.

موږ چې په ماشومتوب کې په کور کې صرف امرونه اورېدلي وي، چې په مکتب او ټولنه کې مو دا اجازه نه وي موندلې چې خپل نظر هم څرګند کړو او په خپله خوښه هم ژوند وکړو، نو د حیثیت لرلو ارزو مو په عقده بدله شي او چې کله فرصت په ګوتو راشي، نادودې کوو. یو مامور به کافي وخت ولري خو له لرې ځایه راغلي کس ته به چې د ده په دفتر کې یې کار بند دی، وایي، سبا راشه.

د ښاغلي صالح په وینا، یې د ملي دسترخوان په دغو مرستو کې د افغانستان د نفوس، چې نژدې ۳۳ میلیون دی، ۹۰ سلنه ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

یو رییس شاید تر هغو له موټره راکوز نه شي چې ډریور ورته د موټر دروازه پرانیستلې نه وي. یو حاجي ودې شي په دې خپه شي چې د لمانځه په لومړي صف کې یې ځای نه دی موندلی، د لارۍ کلېنر ته ممکن د ډریور هر امر له کنځلو سره یو ځای وي، یوه خواښې شاید نږور ته د ورځې ځو ځله تندی تریو کړي او یو توپکوال که په عمر کشر هم وي، کیدی شي خامخا تقاضا ولري چې اول ورته نور السلام علیکم ووایي.

موږ په خپله ټولنه کې داسې کسان ځکه زیات لیدلی شو چې د ګڼو کسانو د حیثیت لرلو ارزو په عقده بدله شوې ده. که ټولنه د خپلو وګړیو عزت وکړي، وګړیو ته به په عزت کې او په نورو باندې په کلانکاري کې فرق اسانه شي.