د ټرمپ واکمنېدل او سیمه کې د امریکايي پوځ زیاتېدل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې رقه ښار ته ۴۰۰ امریکايي سرتېري رسېدلي.
    • Author, هادي نیلی
    • دنده, بي بي ‌سي واشنگتن

په وروستیو اونیو کې په سیمه او منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالتونو پوځ ډېر شوی، ډېر ځواکونه یې سوریې ته استولي او په منځني ختیځ کې امریکایي قومندانانو له سپینې ماڼۍ او قانون جوړوونکو غوښتي چې په افغانستان کې هم سرتېري ډېر کړي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی، د مشرانو جرګې وسلوالې جرګه ګۍ ته وویل، پکار ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ډېر شي.

په روانه اونۍ کې ۴۰۰ امریکايي سمندري ځواکونه د سوریې رقه ښار سره نږدې اډه کې مېشت شول، رقه په سوریه کې د اسلامي دولت پلازمېنه بلل کېږي. دا امریکايي سرتېري "د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو" د مرستې لپاره تللي چې د امریکا ملاتړ ور سره دی.

پر دې سربېره د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه هم سوریې ته ورسېدل چې "د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو" او د ترکیې ملاتړ لرونکو وسلوالو ترمنځ د حایل په توګه عمل وکړي، چې د ترکیې له پولې سره نږدې د منبج ښار سره یو بل ګواښي.

په دا مهال د امریکا جنګې الوتکو په یمن کې د هغو سیمو د بمبارولو تازه عملیات پیل کړي چې د القاعده مرکزونه بلل کېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې که له یوې خوا له امریکا بهر پر عملیاتو نیوکه کوله خو د داعش ضد مبارزې ژمنه یې هم کوله.

د سوریې رقه ښار ته نږدې د امریکایي سمندري ځواکونو پر اډه سربېره د امریکا پوځ د سوریې په شمال کې کوباني ته نږدې هم "د توماس لومړۍ کرښې اډه" په نوم اکمالاتي مرکز او همدارنګه د ځانګړو عملیاتو بله اډه هم لري چې منبج ته ډېره نږدې ده.

پر دې اډو سرېره امریکا "د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو" څو روزنځي هم اداره کوي.

د اسیا جنوب لوېدیځ کې او د داعش ضد ایتلاف یو غړي هیواد کې د امریکا له هوايي اډې- چې سپینه ماڼۍ یې د هغه هېواد د خلکو حساسیت ته په پام نوم نه اخلي- د امریکا اېف ۱۵ او د بلجیم اېف ۱۶ جنګي الوتکې هره ګړۍ د عراق او سوریې لپاره ماموریت لري.

د دې اډې یوه برخه په وروستیو کې امریکا او په ناټو کې یې ملګرو ته ور کړل شوې - چې د خپلو سلګونو سرتېرو او پیلوټانو او همدارنګه د امریکا د پوځ هغه یونټ ته چې د خورا ډېرې ځیرکتیا لرونکي توغندي (HIMARS) توغولو سیستم لارښودنه پر غاړه لري - تلپاتې خونې پکې جوړې کړي.

په ټول کې دا سرتېري لېږدول او هوایي بریدونه د داعش او القاعده ضد مبارزه کې د امریکا د پوځ زیاتولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د حکومت هوډ ښيي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال ووټل هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ډېرېدلو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د پوځي عملیاتو زیاتېدل د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو ژمنو او د هېواد جوړونې د نظریې خلاف عمل او د نړۍ لرې سیمو ته د پوځي ماموریت غځول دي. خو له بلې خوا هغه تل د اسلامي دولت یا داعش او نورو توندلارو اسلامي ډلو پرضد د مبازې سختولو خبرې کړې وه.

د امریکا پوځي قومندانان وايي، دا هڅې د متحده ایالتونو په پخواني سیاست کې مهم بدلون نه، بلکې د پخوانیو نقشو عملي کول دي.

د بارک اوباما د حکومت یوه چارواکي رسنیو ته ویلی په یمن کې د امریکا د بریدونو او په سوریه کې د ځواکونو ډېرېدل "په واقعت کې د ترهګرۍ سره مقابله کې د اوباما د حکومت له سیاست د لرې والي پر ځای د هغه دوامدارول دي".

خو دا هم روښانه ده چې په وروستیو اونیو کې د اوباما د حکومت د پرېکړو د چټکتیا په پرتله د ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د امریکايي ځواکونو عمل ډېر چټک شوی دی.

تر دې چې امریکا چې څه په لاس کې لري چټکه لوبه پرې کوي او ان د ټرمپ حکومت په منځني ختیځ کې له روسیې سره د ګډې همکارۍ هڅه کوي چې د واشنګټن له نظره تر ډېره سیال بلل کېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکایي ځواکونه د داعش ضد جګړه کې.