هغه سندرې چې روغتیا او ژوند ګواښي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نشه يي توکو په زیاتېدلو سره د نشو سندرې هم ډېرې شوې.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

افغانستان له څو لسیزو راهیسې د نړۍ په کچه د نشه يي موادو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی.

خو په وروستیو څو کلونو کې د نشو او په ځانګړي ډول د چرسو په ستانیه کې د شعرونو او سندرو ویل هم ډېر شوي دي.

ما درته چرس د لشکرګا راوړي دینه

و چرسي ملنګه یو چره دار سیګرټی ډک کړه

سملاسي ملنګه چې دم په دم یې وڅکوونه

یا هم دا سندره (ما په یو نظر ور پسې زړه بېمار بېمار شو - - وی وی، څه وکړمه خدایه دا چرسي هلک مې یار شو.)

یا هم

و چرسي هلکه سترګې دې سرې دي د بنګ د بوټي نشې نشې دي.

سندرغاړي ولې دا سندرې وایي؟

ر

د عکس سرچینه، Ahmad shah

د عکس تشریح، محلي سندرغاړي چې دا سندرې وايي، خلک ډزې کوي او ان کله کله پکې مرګ ژوبله اوړي.

دا ډول ډېرې سندرې دي چې ښځینه او نارینه سندرغاړو ویلې، خو تر ډېره محلي سندرغاړو ته ګوته نیول کېږي.

په خوست کې شاعر او فرهنګپال محمدرحیم سکندر وايي، چې دوی ولې دا سندرې وایي؟

" سندرغاړي یې د څو پیسو په بدل کې وايي، که دوی د نشه يي توکو په ګټه دا سندرې ونه وايي ډزونه نه ورته کېږي، ، په داسې محفلونو کې ډزې شوې مرګ ژوبله شوې او دوښمني یې تراوسه پاتې ده لامل یې هم د سندرغاړي همدا سندره ده".

د چرسو او نورو نشو په اړه سندرې پخوا هم ځینې سندرغاړو ویلې، خو داسې ښکاري چې اوس یې مارکېټ نور هم ګرم شوی دی.

د خوست ځايي سندرغاړی شراب خان خوستی وايي، دغه ډول ځینې سندرې یې ویلې، خو اوس پر دغه کار پښېمان دی.

"ما یو غزل په پیته کې ویلی (خپه یمه جانان مې مرور دی د چرسو سیګرت ډک کړه مازیګر دی) دا سندره او البوم ښه وچلېده، ویډیو مې جوړه کړه، خو چې ویډیو مې یې ولیده په ما یې ډېر بد تاثیر وکړ، ما وېل ما ډېر بد کړي چې دا سندره مې ویلې دا سندره مې د دوکاندار او شاعر په غوښتنه ویلې وه".

نوموړی پر خلکو تور لګوي چې سندرغاړي دا ډول سندرو ویلو ته مجبوري:

"دلته پروګرام و، یو کس راغلو ډېر نشه هم و، ویل یې چې دا غزل ووایه، بیا دې ګولۍ چولې دي د رسټروویله دا غزل مې زده و، خو ورته ومې ویل ما نه دی زده، هغه ماته ووایل، که دا غزل نه وايي پروګرام خرابوم، بې نظمي جوړوم، خو ما ونه وایه".

له خپل شعر پښېمان شاعر

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د نشه یانو شمېر ورځ له بلې ډېرېږي او د نشې ستاینې سندرې هم په دې برخه کې اغېزناکې بلل کېږي.

په خوست کې سندرغاړی او شاعر دیلاور غمځپلی وايي، پخوا یې د نشو په ستاینه کې شعرونه ویلي، خو اوس پښېمان دی

" یو نیم غزل به ما هم ویلی وي، خو زه په پرېکند ډول دا داسې څه مخالف یم چې څوک نشو ته هڅوي یا نورو ناسمو او له اسلام بهر لارو ته یې ور سموي".

د کندهار اوسېدونکی احمدشاه وایي، دا مهال ډېری ځوانان بې کار دي او چې دا سندرې اوري، نو هرو مرو له ستونزو د ځان ژغورنې لپاره نشو ته مخه کوي: "دا سندرې ناسم کار دی، اطلاعات او کلتور یې باید بندې کړي، دوی ناست دي څوکۍ یې نیولې خو کار نه کوي د دوی دنده دا ده چې باید بندې یې کړي".

د بلخ اوسېدونکی امید په دې باور دی چې دا سندرې پر ماشومانو ډېر بد اغېز کوي، ځکه هغوی فکر کوي چې دا ښه کار دی: " ماشومان فکر کوي شاعر دا خبرې کړې دي، ښه کار به وي، ځکه ممکن نشه ښه وبولي، موږ له سندرغاړو غواړو چې دا سندرې ونه وايي. اطلاعات او کلتور هم باید سندرې چاڼ کړي او معیار ور ته وټاکي".

که څه هم ځايي یا محلي سندرغاړې د دا ډول سندرو په برخه کې پړه بلل کېږي،خو دا ډول کیسټونه او سي ډۍ په ښکاره ان په کابل ښار کې هم پلورل کېږي.

شکېب احمد د کابل ښار د نادر پښتون مارکېټ سره کامپیټور کار دی خلکو ته سندرې، لوبې او فلمونه مبایلونو او میموریو ته اچووي، خو وايي ډېر خلک ان پوښتنه ترې کوي چې (چرسي ملنګه سندره لرې او که نه؟):

"دا سندره ډېره خوښوي، خپلو مبایلونو ته یې اچوي. زه نه پوهېږم چې د دې سندرې مطلب څه دی".

افغانستان چې تر څو میلیونو وګړي یې نشه یان دي او ورځ له بلې یې شمېر نور هم زیاتېږي، دا ډول سندرې به څه اغېز پر ولري.

د نشې په ستاینه کې د سندرو زیان

ر
د عکس تشریح، ارواپوه شرف الدین عظیمي د نشو په ستانیه کې سندرې نشو ته د خلکو د هڅولو په مانا بولي.

ارواپوه شرف الدین عظیمي د چرسو، پوډرو او نورو نشو ستاینه د دې نشو لپاره د خلکو د هڅېدلو په مانا بولي.

"ډېر هغه خلک چې نشه یان کېږي یا جنسي انحراف کوي، که یې د ارواپوهنې له مخې ولټوئ، هرو مرو د ملګري، راډیو یا یوې سندرې له لارې یې دا انحراف کړی یا پر نشه روږدی شوی دی".

د نوموړي په خبره، ډېر افغان ځوانان له ستونزو سره لاس ګرېوان دی او که په سندرو کې اوري چې نشه يي خواشینی حالت ژغورلی شي، نو هرو مرو نشې ته لاس اچوي.