افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، د ځوانانو ترمنځ اوس د طبیعي نشه یي توکو پرځای د صنعتي هغو ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.
د دود شوو صنعتي نشه یي توکو له ډلې یوه هم "ټابلیټ که" Tabletka ګولۍ دي چې ځوانان یې د خوښۍ په مراسمو کې د مستۍ او نشې لپاه کاروي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسؤولین وایي، د دغو ګولیو زیانونه او پر بدن یې ناوړه اغېزې دومره زیاتې دي چې دوی یې پر ګټې اخیستنې بندیز او سزا ټاکلو ته اړ کړل.
"ټابلیټ که" چې طبي نوم یې MDMA یا Methylenedioxymethamphetamine دی، ډېره له روسیې او تاجکستان څخه راځي چې ځوانان یې د نشې، د خوب د کموالي، مستۍ او لنډمهالې انرژي لپاره کاروي.


افغان پولیسو د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د "ټابلیټ که" دوه ګولۍ ونیولې، خو له هغه وروسته یې په ګټه اخیستو او نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغی چې په ۱۳۹۵ کال کې د نیول شوو دې ګولیو شمېر له درې زرو اوښتی دی.
د "ټابلیټ که" ګولیو په اړه د معلوماتو، ډېرېدو او د ځوانانو ترمنځ د دودېدو د عواملو د معلومولو په موخه یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لابراتور ته ولاړم، ددغه لابراتوار مشر ډاکتر خالد نبي زاده و.
د "ټابلیټ که" ناوړه اغېز
له ده سره په خبرو بوخت وم چې زنګ ورته راغی او ورته وویل شول چې د کابل په هوایي ډګر کې د صنعتي نشه یي توکو یو قاچاق وړونکی نیول شوی.
ډاکټر نبي زاده راته د "ټابلیټ که" د زیانونو او پر بدن یې د ناوړه اغېزو په اړه هم معلومات راکړل:


"د ټابلیټ که ګولۍ خوب او اشتها کموي، که څوک یې دوه درې ځله وخوري، پرې روږدی کېږي، کله چې یې خوړل دوامداره شي، پر عصبي سیستم اغېز کوي او د انسان فزیکي څېره بدلوي، ځینې وخت یې کاروونکي ډیر کلک غورځي، ان د ځان وژنې هڅه کوي، په ایران کې یوه کس موټر نه ځان ښکته اچولی و، کله چې ډاکټرانو معاینه کړ، په وجود کې یې د همدې ګولۍ پاته شوي لیدل شوي وو."
د دوی د معلوماتو له مخې، د "ټابلیټ که" د یوې ګولۍ بیه لومړی د پنځوس ډالرو په شاوخوا کې وه، خو اوس د زرو او دولس سوه افغانیانو په بدل کې پلورل کېږي.
اسانه پیدا کېږي
یوه ځوان د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل، د "ټابلیټ که" ګټه اخیستنه ځکه زیاته شوې چې د نورو نشه یي توکو په پرتله اسانه پیدا کېږي، د خوړلو پر مهال یې خوله لکه د شرابو د کارونو په څېر بوی نه کوي او د پولیسو له سترګو هم په اسانه پټېدای شي:
"ما یوځل دا ګولۍ وخوړه، لس دقیقې وروسته مې وجود ډېر سوړ شو، دوه درې کمپلې مې په ځان واچولې، دغه حالت درې ساعته دوام وکړ، خو تود نه شوم، وروسته مې تر اتو نهو ساعتونو پورې دا احساس نه کاوه چې زه عادي حالت کې یم، قاچاق وړونکي دغه ګولۍ راوړي، دلته یې خرڅوي او خلک ورته لاسرسی پيدا کوي او کاروي يې."


د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد وایي، د "ټابلیټ که" نه ډېرې ګټه اخیستنې او د دغو ګولیو ناوړه زیانونو دوی د داسې طرحې جوړولو ته اړل کړل چې په تصویبېدو سره به یې د "ټابلیټ که" ګټه اخیستنه جرم وپېژندل شي.
پر دې ګولیو سربېره، د "شیشې" په نوم نورصنعتي نشه یي مواد هم یوشمېر ځوانان کاروي چې هغه هم د "ټابلیټ که" په څېر زیانونه لري، خو دا توکي بیا تر ډېره له ایران او پاکستانه افغانستان ته راځي.
د افغانستان په قوانینو کې د شرابو، چرسو، پوډرو، تریاکو او نورو نشه یي توکو پر ګټې اخیستنې او لېږد رالېږد هم بندیز لګېدلی، خو لیدل کېږي چې په څرګنده دغه مواد هم حتی په پارکونو او مېله ځایونو کې کارول کېږي.











