حیرانونکی حقیقت: ځوانان تر ټولو ډېر له یوازېتوبه کړېږي

- Author, لیوک مېنتز
- دنده, بيبيسي نیوز
د ادم بېکېټ ښه یادېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر یو سوړ ماښام و. دی هغه مهال ۲۶ کلن او یوازې یو کال مخکې د کار لپاره برېسټول ته کوچېدلی و.
خو نوموړي دلته څوک اشنا او ملګري نه درلودل. هغه وايي، "هر وخت به یوازې وم، خو [...] تر یوه ځایه نابلده وم."
دی چې پر هغه شپه کور ته تلو، نو سړکونه د هالووین مېلې له ګډونوالو ډک وو چې د بلاګانو او پیشوګانو جامې یې اغوستې وې.
ادم وايي، "د داسې خلکو له څنګه تېرېدم چې د خپلو ملګرو کورونو ته روان وو، خلک دوکانونو ته تلل چې بیر وپېري. ټول پبونه (میخانې) ډک وو. داسې وه، لکه یوه بېخي جلا نړۍ چې وي او تاسې یې برخه نه یاست. او داسې احساس کړئ چې هېڅکله به یې برخه هم نه شئ."
پر هغه شپه، ادم داسې احساسوله چې ګوندې یوازنی کس به و چې دومره جدي یوازېتوب یې تجربه کاوه.
که څه هم په ځانګړې توګه د نوي کال شپو ورځو کې د ټولنیزې انزوا او یوازېتوب په اړه بحثونه تر ډېره د زاړه منګ پر خلکو متمرکزې وي، خو د ځینو اټکلونو له مخې، په بریتانیا کې داسې ځوانان چې د ژوند په دویمه لسیزه کې دي، تر ټولو یوازې سني يا عمر ډله پېژندل شوې ده.

د عکس سرچینه، Adam Becket
تېره میاشت د احصايي ملي ادارې (اواېناېس) لخوا د یوې خپرې شوې څېړنې په حواله، ۳۳ سلنه بریتانویانو چې عمرونه یې د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي، ویلي "تل، ډېر وخت یا کله نا کله" د یوازېتوب احساس کوي.
دا کچه تر نورو ټولو سني ګروپونو لوړه ده (له ۷۰ کلونو د پورته منګ خلکو یوازې ۱۷ سلنې دا شکایت کړی.)
د روغتیا نړیوال سازمان روان کال د نړۍ لروبر د خپرو شویو مطالعاتو له بیاکتنې وروسته موندلې چې ځوانانو او زلمیو هم یوازېتوب د ډېر جدي یا لوړې کچې حس رپوټ ورکړی.
دا مالومات پېچلي دي او داسې نښې نښاني شته، چې په ځینو هېوادونو کې د زاړه منګ خلک (له ۸۵ پورته) ځانونه ډېر یوازې نه احساسوي او کچه یې ښايي له ۱۸ تر ۳۰ کلنو له سني ګروپي سره برابره ده.
خو کارپوهان وايي، په ډېرو څېړنو کې ځوانان د ځانګړې منزوۍ ډلې په توګه رابرسېره کېږي.
په شېفیلډ هالم پوهنتون کې د یوازېتوب په تړاو د څېړنو مرکز مشره پروفیسوره اندریا وېګفیلډ وايي "د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ ځوانان ډېر یوازې دي – ورپسې د زاړه منګ خلک دی."
د هغې په وینا دا "یوه پراخېدونکې ستونزه ده." خو لامل یې څه دی او ایا حل لاره هم لري؟
'د پاشل کېدو' ستونزه
متخصصان وايي، ملامتیا تر ډېره معاصرې یا پرمختللې نړۍ ته ورګرځي. ډېر ځوانان چې د ژوند په دویمه لسیزه کې دي، داسې ګډو استوګنځایونو کې اوسي چې نور اوسېدونکي یې نه پېژني یا یې نه خوښېږي.
اوس دفتري کارونه په ډېرېدونکي توکه له کورونو ترسره کېږي او له ملګرو سره خبرې او مرکې بیا ډېر وخت د خواله رسنۍ له لارې.
هر څه تپ تیاره هم نه دي. ځوانان د انټرنېټ له برکته د نړۍ ګوټ ګوټ کې خپلو دوستانو او ملګرو ته لاسرسی لري.
خو په لویه کې، شنونکي وايي د یوه څو ویشت کلن ځوان هغه تصویر سملاسي سمون یا بدلون ته اړتیا لري چې د 'فرېنډز' په څېر مزاحیه ډرامو کې وړاندې شوی دی.

د عکس سرچینه، NBC Universal via Getty Images
هارورډ پوهنتون کې استاد ریچارډ ویزبورډ وايي، "موږ دې ته لېوال یو چې د ځوانۍ عمر بې پروا او له خونده ډک وښیو – په داسې حال کې چې دا معمولآ د خلکو د ژوندانه تر ټولو اسکېرلی او نتلی وخت وي."
تنکۍ ځواني او زلمیتوب تل په یوه ډول نه یوه ډول د بې ثباتۍ موده وي. ژڼکي معمولآ دا خوښوي چې د ماشومتوب کور پرېږدي او بل ځای ولېږدي. په دې توګه ملګري سره جلا او کورنۍ اړیکې کمزورې کېږي.
د ژوندانه دغه انتقالي پېښې او بهیر ځينې کسان له سخت یوازېتوب سره مخامخولی شي.
کلېنیکي ارواپوهه او د څو ویشت کلنو درملنې کتاب لیکواله ډاکتره مېګ جاې وايي، "ستره ستونزه پاشل کېدل دي. هغه کسان چې یو وخت تاسې پېژندل، په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي."
ادم بېکېټ ته هم دا "پاشل کېدل" ګران پرېوتل. کله چې د ژوند د دویمې لسیزې په لومړیو کې په لندن کې اوسېده، ګڼ ملګري او بډایه ټولنیز ژوند یې درلود. خو برېسټول ته له کوچېدو وروسته یې باید نوي ملګري موندلي وای.
نوموړی وايي، "یوازې دا نه وه چې هېڅوک مې نه پېژندل، پر دې هم نه پوهېدم چې چېرته له خلکو سره کتلی او سلامکلام پیلولی شم. داسې خو نه شئ کولی چې نېغ په نېغه چا ته ورشئ او ورته ووایئ 'زه درسره یو ځای کېدی شم؟"
د نوموړي په وینا په دې توګه پر ځان د شک او ځان رټنې حس درلوېږي، داسې چې ښايي وانګېرئ "زه ډېر جالب او باحاله کس نه یم، یا مناست شخص نه یم."
وضعیت تر هغې وروسته ښه شو چې نوموړی د بایسکل ځغلونې کلب ته ولاړ او هلته یې له خلکو سره سلام کلام پیل شو. په هره توګه، نوموړی وايي د یوازېتوب حس یې اوس هم ځي راځي.
په یوازې ځان د بالېنګ تېزس
اوسني وخت کې هم ځینې نوي او تر ډېره معاصر عوامل شته، چې دا ستونزه لا پسې سختولی شي.
د نړۍ په ډېرو برخو کې چې خلک ودونه کوي، ماشومان په ځنډ زيږوي (یا یې هېڅ نه زيږوي).
د احصايي ملي ادارې په وینا بریتانیا کې اوسمهال د لومړني واده د عمر اوسط ۳۱ کاله دی. په ۱۹۷۰ کال کې لومړي واده لپاره د سړیو اوسط عمر ۲۳ او نجونو لپاره ۲۱ کاله و. تنکي ځوانان اوس د عاطفي اړیکې لپاره تر ډېره پر ملګرو بسیا وي. خو که ملګري دا اړتیا سمه پوره نه شي کړای، نو انسان ته د یوازېتوب حس ورلوېږي.
پروفیسور ویزبورډ په دې لړ کې پر ګڼو برخو د ټولنو وېشل کېدو ته هم اشاره کوي. په بډایه هېوادونو کې د کلیساګانو، ټولنیزو ګروپونو او سوداګریزو ټولنو په څېر مدني بنسټونو کې غړیتوب د ۱۹۷۰یمو کلونو پرتله کم شوی دی.
ډېر خلک دا 'په یوازې ځان د بالېنګ تېزس' بولي. دا نوم په ۱۹۹۵ کال د سیاسي علومو د کارپوه روبېرټ پوتنم د اغېزناکې مقالې له مخې ورکړ شوی.
د روبېرټ دې ته پام شوی و چې ګڼ شمېر ځوان امریکایان یو ځای او ټیمونو کې د لوبېدو پر ځای، په یوازې بالېنګ (لوبه) کوي، چې دا د ټولنیزو اړیکو د پراخ زوال سمبول و.
پروفیسور ویزبورډ وايي، څو ویشت کلن، چې ښايي خپلې د ماشومتوب کورنۍ یې پرېښې وي او لا یې واده او خپلې کورنۍ نه وي جوړې کړې، د ټولنې خوا ردېدل په ژوره توګه احساسولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه په وینا "موږ په ډېرېدونکي توګه فردګرایه ټولنو کې ژوند کوو. زه فکر کوم یوازېتوب زموږ ستاسې لخوا پر یو بل پام ساتلو کې د پاتې راتلو نښه ده."
دا خبره له ۲۳ کلنې زینب سره، چې په چېلټنهم کې اوسي، برابره ښکاري. د هغې د یوازېتوب حس تېر کال چې ماسټري یې لوسته اوج ته رسېدلی و. دا چې هغه په اونۍ کې یوازې څو ساعته تدریس ته درلودل، نو له خپلو ټولګیوالو سره د بامعنا اړیکو په جوړلو کې له ستونزو سره مخامخ وه.
کورنۍ یې هم ډېره لېرې او رومانیا کې ده. هغه په داسې حال کې چې په کار پسې ګرځي، اوس ډېر وخت یوازې تېروي.
نوموړې وايي، "کله چې هر څوک خپل خپل کارونه کوي، دا سړی د یوازېتوب له فلجونکي احساس سره مخامخوي."
نوموړې هغه څه ته لېواله ده چې ارواپوهان یې "درېیم ځای" بولي: د پارک یا کتابتون په څېر یو ټولنیز چاپېریال چې ستاسو له "لومړي ځای" (کور) او "دوهم ځای" (کارځي یا پوهنتونه) توپیر لري. نوموړې وايي: "موږ واقعا له خلکو سره لیدو لپاره دا ځای نلرو."
تر ټولو نږدې ځای چې نوموړې یې فکر کولی شي، د هغې جېم دی - خو زینب راته وویل چې هلته هم تقریبا هر چا هېډفونونه اچولي وي، او کم شمېر یې سترګو کې در وګوري (سترګو تماس نیسي).
د ښاري کورونو د شریکولو تضاد
له کورونا وبا وروسته له کوره کار ډېر شوی دی. خو په بریتانیا کې د زړو پرتله ډېر ځوانان له کوره کار نه کوي. د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ربع کې ۲۸ سلنه ځوانانو چې عمر یې د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ و، لږ تر لږه یو څه وخت له کورونو کار کاوه.
خو برعکس له ۳۰ تر ۴۹ کلنو کې بیا دا اندازه ۵۴ سلنې ته رسېده. له کوره کاره، په ځانګړې توګه هغه کسانو ته سخت پرېوځي چې د ژوند دویمه لسیزه یې وي.
ډاکتر جای وايي، "زما په اند، څو وېشت کلنو ته له کوره کار کول یو وېروونکی خوب و. چې له کوره نه وځئ نو ملګرتیا جوړول واقعا سخت دي."
د یو ځای اوسېدو شرایط هم تل مرسته نه کوي. یو څه تضاد پکې موجود دی. ځکه پاخه ځوانان ښايي له نورو خلکو سره ژوند وکړای شي. (د احصايي ملي ادارې په وینا په وېلز او انګلنډ کې ۵ سلنه ځوانان چې تازه د ژوند دویمې لسیزې ته داخل شوي، یوازې ژوند کوي. له ۸۵ کلونو پورته عمر لرونکو کې دا شمېر ۴۹ سلنې ته رسېږي.)
خو له یو چا سره تر ګډ چت لاندې اوسېدل، تل داسې نه ښکاري چې د نورو په څېر دې د ځوانان د یوازېتوب حس راکم کړي.
ډاکتره جاې وايي، "د شل کلنۍ عمر ځینې تر ټولو خواشینوونکې خاطرې مې دا دي چې زه له داسې خلکو سره یو ځای ژوند کولو ته اړ وم چې نه مې خوښېدل. که په ما به سخته هم وه، هغوی پروا نه ساتله، هغوی په ځان کې ډوب وو."
که څه هم د ټولو شریکو کورونو قضیه داسې نه ده، خو د هغې په فکر له داسې ملګرو سره یو کور کې اوسېدل چې له احساسي اړخه درنږدې نه وي، کولی شي خلک د یوازې اوسېدو پرتله "لا ډېر یوازې" کړي.
'پرتلنه او نهیلي'
ځيرکو تلېفونونو او خواله رسنېو خبره لا ستونزمنه کړې ده. د رسنیو تنظیموونکې ادارې 'افکام' په وینا، روان کال د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ ځوانو بریتانویانو د ورځې په منځنۍ کچه ۶ ساعته او ۲۰ دقیقې انلاین تېر کړي. دا کچه د نورو ځوانو سني ګروپونو پرتله لوړه ده.
ځینې ښايي داسې وانګېري چې د انسټګرام او سنپچټ په څېر کاریالونو (اپلیکېشونونو) د یوازېتوب حس لا زیات کړی، ځکه دغه کاریالونه خلک د مخامخ خبرو پر ځای انلاین خبرو ته هڅوي. خو مالومات د دې نظر ملاتړ نه کوي.
کارپوهان وايي، ظاهرآ رښتیا دا دي چې خواله رسنۍ له پخوا د یوازېتوب موجود احساس زیاتوي او همدا ده چې ډاکتره جی دا ښکارنده د 'پرتلنې او نهیلۍ' فکتور نوموي.
نوموړې وايي "داسې احساسوئ لکه 'ټول چې ښه ملګري لري او په دوبۍ کې مزې چړچې کوي'، نو په ما څه شوي، زه خو د اوونۍ په رخصتیو کې هم څوک نه وینم."
هو، دا هم ممکنه ده چې یو اړخیز رپوټونه دې په دې کې نقش ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوازېتوب احساس په تړاو څېړنې تر ډېره د ځان په هکله د مالوماتو د سروېګانو پر بنسټ ولاړې دي. (په دې معنا چې له خلکو په ساده ډول دا پوښتل شوي چې ایا د یوازېتوب احساس کوي که نه)
پروفیسور ویزبورډ وايي، احتمال شته چې د رواني روغتیا او درملنې په اړه په ډېره روانه ژبه غېږدونکي ځوانان دې په سروې ګانو کې ځانونه د لویانو په پرتله ډېر یوازې وښيي.
نوموړی داسې انګېري چې یو اړخیزه رپوټ جوړونه ښايي ټوله ستونزه نه، بلکې د هغې یوازې یوه برخه تشریح کړي.
پروفیسور وېګفیلډ هم په دې نظر دی چې د پخو ځوانانو د لوړې کچې د یوازېتوب احساس یوه رښتینې ښکارنده ده، نه احصایوي سراب.
د ټولنیزې نسخې 'لاټري'
په لومړي سر کې د ډېویډ ګراډون کیسه ډېره عادي ښکارېده. دی څو ویشت کلن و چې ملګري یې له لندن لېرې وکوچېدل. نوموړی وايي، "ټولنیزه کړۍ راباندې تنګه شوه." په نوموړي کې د خپګان نښې راوټوکېدې.
په لومړي ځل یوه روغتیایي سلاکار وویل چې لامل یې ښايي د یوازېتوب حس وي.
هغه د ملګرو موندنې کاریالونو له لارې د نویو ملګرو د موندلو تکل وکړ. خو دا نظریه غوره نه وه. ګراډون له دې لارې د رګبې یوه کلب کې شامل شو، خو په هماغه لومړۍ جلسه کې یې پښه ژوبله کړه. نوموړی له دې هم مایوسه شو او پر خواله رسنۍ یې پارک کې په ګډه د ګرځېدو وړاندیز وکړ.
د ۲۰۲۱ کال کې د مني یوه ورځ وه، ښاغلی ګریډون او ۱۱ نورو نااشنا کسانو د لندن د شمال په هیمپسټیډهیت پارک کې سره ولیدل.
هغه وروسته په ګډه د قدم وهلو او نور پروګرامونه تنظیم کړل او د وخت په تېرېدو سره یې همدا دنده شوه.
نوموړی اوس د لویې ملګرتیا پروژه (The Great Friendship Project) چلوي، چې یو غیر انتفاعي ګروپ دی او د پخو ځوانانو د یوازېتوب پر وړاندې مقابله کوي. دا ډله په ټوله لندن کې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکو خلکو لپاره ټولنیز پروګرامونه ترسره کوي.
نوموړی وايي، "ټول په همدې کښتۍ کې سپاره دي. او په حقیقت کې، دا خنډونه له منځه وړي. ځکه تاسو پوهیږئ چې په اړه مو ناسم قضاوت نه کېږئ".
د هغه ډله د یوازیتوب په اړه څېړنې او د پوهاوي کمپاینونه هم ترسره کوي.

د عکس سرچینه، The Great Friendship Project
بریتانیا کې د ټول هېواد په کچه د ناحیو یا کونسلونو لخوا تمویلېدونکي د ځوانانو کلبونه فعالیت کوي. ډېر یې دمګړۍ پر تنکیو ځوانانو او ماشومانو متمرکز دي. خو د بریتانیا د ځوانانو خیریه بنسټ د پالیسۍ مشره لورا کنلیف هال غواړي داسې ځوانانو لپاره نور کلبونه هم جوړ کړي، چې د ژوند د دویمې لسیزو په لومړیو کې دي. هغه وايي، چې تر ۲۵ کلنۍ پورې د ځوانانو کار باید هر چا ته ګټه ورسوي.
نوموړی زیاتوي، تمویل دې برخه کې خنډ دی. د وای اېم سي اې (YMCA) خیریه موسسې په وینا، بریتانیا کې د ۲۰۱۰/۲۰۱۱ او ۲۰۲۳ \۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو خدماتو باندې د سیمهییزو ادارو لګښتونه ۷۳ سلنه کم شوي.
ځینې استدلال کوي چې د ملګرتیا پر خدماتو پیسې لګول په اوږدمهاله کې کولی شي پیسې خوندي کړي، ځکه چې اوږدې مودې لپاره د یوازېتوب د احساس روغتیایی پایلې ناوړه ګرځېدای شي.
پروفیسوره وېګفیلډ وايي چې اوږدمهاله یوازېتوب، اوږدمهاله اغېزې لري او کولی شي په ژوند کې وروسته د زړه او رګونو ناروغۍ او هېرجنتیا خطرونه زیات کړي.
بریتانیا کې د روغتیا ملي خدماتو (اېناېچآېس) په وروستیو کلونو کې پر "ټولنیزو نسخو" پانګونه کړې، داسې چې ځايي روغتیايي مرکزونه د ځینو رواني روغتیايي ستونزو لرونکي ناروغان په خپلو سیمو د هنري ټولګیو او بڼوالۍ په څېر خیریه خدماتو ته ورپېژني.
یوې وروستۍ څېړنې موندلې چې په ۲۰۲۳ کې له یو میلیون ډېر خلک (د هر عمر) د اېناېچاېس د ټولنیزو نسخو خدماتو ته راجع شوي دي.

د عکس سرچینه، The Great Friendship Project
خو پروفیسوره وېګفیلډ وايي چې زیربنا لا هم ناهواره پاتې ده. د نوموړې په وینا "دا حقیقت کې د دې له پلوه یوه لاټري ده چې تاسې چېرته اوسئ [او دا چې] ایا جيپي (ستاسو ډاګتر) د ځایی خدماتو په اړه څومره مالومات لري."
ډاکتره جاې راتلونکې لسیزې ته په کتو د هیلهمنتیا یو څه نښې نښانې ویني. هغه فکر کوي چې له کوره کار کولو سره د څو ویشت کلونو لېوالتیا کمه شوې ښکاري. (د بارکلیز بانک او ډبليو پي پي (WPP) په څېر ډېرو لویو کارګومارونکو هم سږکال له خپلو کارکوونکو غوښتل چې ډېر وخت له دفتره کار کې تېر کړي.)
هغه دا یادونه هم کوي چې ځینې مشهور خلک د ټولنیزو رسنیو پر وړاندې درېدلي - خو وايي چې د ځوانانو لخوا یې په کارولو کې د پام وړ کمښت په اړه لا تر اوسه ډېر شواهد نشته.
هغه وايي، "خوښه به شم که د [ټولنیزو رسنیو] پر وړاندې ډېر غبرګون وګورم. خو هغه [خواله رسنۍ] زموږ په جیبونو کې دي."
په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې پخپله یې ځان ته د یوازېتوب له حسه د وتلو ځایونه او لارې چارې موندلې دي. زینب لپاره له ټولنیز انزوا د وتلو غوره درمل د اولېف (زیتون) په نوم د یوې تورې پیشو ساتل وو.
نوموړې وايي، "دا ډېره مینه ناکه ده. پر دې پوهېږي چې زه کله له هغې سره وخت تېرولو ته اړتیا لرم".
"که دا نه وای، زه به ډېر یوازې وم."








