اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند غونډې ګډونوالو او پولیسو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته ملېشه ځواک غوښتل شوی

اسلام اباد

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پولیسو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته چارواکي د وضعیت کابو کولو لپاره ملېشه ځواک (ایف سي) ځواکونه سیمې ته استولي دي.

په پام کې وه، چې تحریک انصاف ګوند د پلازمېنې په سنګجاني سیمه کې غونډه وکړي، خو اسلام اباد ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د پولیسو او غونډې ګډون کوونکو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته ملېشه ځواک بلل شوی دی.

یو ځايي چارواکی وايي، د غونډې لپاره تحریک انصاف ته ورکړل شوی، وخت یو ساعت مخکې پای ته رسېدلی، او له همدې کبله باید دوی غونډه ختمه کړي،

خو بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي احمد ګنډاپور په مشرۍ د غونډې ګډونوال لا هم د جلسې ځای ته نه دي رسېدلي.

ځايي پولیس وايي، غونډې ته له ټاکل شوې لارې هاخوا یې د روانو خلکو مخه ونیوله او هغوی پرې د ډبرو ګوزارونه وکړل.

بل لور د تحریک انصاف عمومي منشي بېرسټر ګوهر پر پولیسو د تحریک انصاف پلویانو د ډبرو ګوزارونو خبره دروغ بللې.

ښاغلي ګوهر تور پورې کړ، چې د اسلام اباد پولیس د جعلي فدرالي حکومت ګوډاګیتوب کوي له چارواکو سره په شریکه له پي ټي ای فعالانو سره زور، زیاتی کوي.

اسلام اباد پولیس بیا په یوه اېکس پیغام کې ادعا کوي، چې د ښاري پولیسو یوه مشر په ګډون ګڼ شمېر افسران په دې پېښه کې ټپیان شوي دي. پولیس ادعا کوي، چې اوس هم پر دوی د ډبرو ګوزارونه کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

پاکستاني پولیسو د غونډې په ځای کې له چاودېدونکو توکو ډک بکس موندلی

تحریک انصاف ګوند

د عکس سرچینه، ِIslamabad Police

بل لور پاکستاني پولیس وايي د پلازمېنې اسلام آباد هغه سیمه کې یې د چاودېدونکو توکو یو مشکوک بکس موندلی چېرې چې نن (یکشنبه) د تحریک انصاف ګوند د یوې احتجاجي غونډې پیلولو اعلان کړی دی.

د اسلام آباد پولیسو یوه ویاند ویلي، د پلټنې پر مهال یې داسې بکس موندلی چې پکې د ویجاړۍ اړولو ځینې وسایل له ډلې یې لاسي بم او نور جوړ شوې چاودېدونکي توکي هم دي.

د بکس د څښتن یا په دې اړه د نورو ګامونو تفصیلي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو پولیسو ویلي دا مهال په پلازمېنه اسلام آباد کې د ترهګرۍ ګواښونو ته په کتو چاڼیز عملیات پیل شوي او په ټکو یې د دغه بکس موندل د پولیسو لومړۍ کامیابي ده.

اسلام آباد کې دا مهال لومړي درجه احضارات نیول شوي او پاکستاني پولیسو له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تحریک انصاف

د عکس سرچینه، PTI

په همدې مهال د اسلام آباد په بېلابېلو سیمو کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوې او ځای ځای پلټنې کېږي.

چارواکو ویلي و، ګډونوالو ته یې یوه ځانګړې لار پرانېستې او له هغې پرته یې نورې د پلي تګ او موټرو تګ - راتګ ټولې لارې بندې کړې او سفر پرې منع اعلان شوی دی.

د تحریک انصاف له ټولنیزو رسنیو په خپرېدونکو ویډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر خلک د ګوند له بیرغونو او رنګا رنګ شعارونو سره د غونډې ځای پر لور روان وو.

د تحریک انصاف یوه مشر اسد قیصر چې د پاکستان د پارلمان رییس هم پاتې شوی ویلي، "د نن جلسې اصلي غوښتنه د عمران خان ازادي ده."

هغه د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنۍ حکومت له قانوني کړنو په سرغړونو تورن کړی او له عمران خان سره یې د قانون په رڼا کې د عادلانه چلند غوښتنه هم کړې ده.