د ارجنټاین یوې محکمې ایران "ترهګر دولت" اعلان کړ

ارجنټاین کې یوې محکمې له دې کبله ایران یوه "ترهګر دولت" اعلان کړ چې ګوندې ۹۰یمه لسیزه کې یې د دغه هېواد پلازمېنه بوینوس‌ایرس کې د اسرائیل او یهودانو پر دوو مرکزونو د بریدونو امر صادر کړی دی.

محکمې دا "د بشریت ضد جنایت" بللی.

په دې تړاو صادر شوي حکم کې راغلي چې د لبنان حزب‌الله غورځنګ لخوا د یهودانو پر آمیا مرکز بمي چاودنه د تهران په امر شوې وه.

د ۱۹۹۴ کال په دې چاودنه کې ۸۵ کسان وژل شوي وو.

دا د ارجنټاین په تاریخ کې تر ټولو مرګونې چاودنه وه.

تر هغې دوه کاله ورمخکې (۱۹۹۲ کال) بوینوس‌ایرس کې د اسرائیل د سفارت په چاودنه کې ۲۹ کسان وژل شوي وو.

د دې دوسیې څېړونکي قضايي پلاوي ویلي، ایران له هغې وروسته د دغو بریدونو امر صادر کړی، چې ارجنټاین ورسره د اټومي توکو او ټېکنالوژۍ د تامین تړون لغوه کړ.

قضايي پلاوي او د ارجنټاین سترې محکمې له حکومت غوښتي چې رسمآ دې نړیوالو محاکمو ته له ایرانه شکایت وکړي.

بوینوس ایرس کې د یهودان پر مرکز برید لپاره له چاودېدونکو توکو ډک موټر کارول شوی و، چې ځانمرګي بریدګر چلاوه.

دې پېښه کې له ۳۰۰ ډېر کسان ټپي شوي هم وو.

د دغه برید ډېر قربانیان د ارجنټاین غیر یهودي وکړي بلل شوي.

د اسرائیل د سفارت چاودنې هم د ۲۹ کسانو پر وژلو سربېره شاوخوا ۲۰۰ کسان ټپي کړي وو.‌

د ارجنټاین فدرال محکمې د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم له ایران سره د دغو وژنو جرم کې شریک بللی.‌

د یهودانو په مرکز برید

ویل کېږي چې دغه برید لپاره په کارول شوي موټربم کې شاوخوا ۲۷۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دې چاودنې ۸۵ کسان ووژل او له ۳۰۰ ډیر نور یې، چې اکثریت عام خلک وو، ټپيان کړل.

د دغه برید مسوولیت د انصار‌الله په نوم فلسطینۍ ډلې ومانه.

دې ډلې د لبنان حزب‌الله سره نږدې اړیکې پاللې او اټکل دا دی چې د برید مسوولیت یې هم د حزب‌الله د ژغورنې لپاره منلی دی.

حزب‌الله غورځنګ په ۱۹۸۴ کال بیروت کې د امریکا پر سفارت د چاودنې په ګډون، د ګڼو نورو ورته بریدونو له تورونو سره هم مخ دی، چې مسوولیت یې ظاهرآ نورو کوچنیو ډلو منلی دی.

تر دې پېښې دوه کاله وړاندې بوینوس‌ایرس کې د اسرائیل په سفارت چاودنه شوې وه.

پر امیا مرکز له چاودنې یوه ورځ وروسته پاناما کې په یوه الوتکې کې هم چاودنه وشوه او له ۲۱ وژل شویو سپرلیو یې ۱۲ تنه یهودان وو.

یوه اوونۍ وروسته په لندن کې هم د اسرائیل د سفارت او د یهودانو یوه مرکز مخې ته چاودنې وشوې، خو مرګژوبله یې نه درلوده.

پر امیا مرکز د برید تورن څوک دي؟

پر امیا مرکز موټر بم برید کې د ایران د وخت د هغه حکومت تر ټولو جګپوړي چارواکي په لاس لرلو تورن شوي، خو تهران تل دغه تورونه رد کړي دي.

پر آمیا د برید د قضیې څېړونکی پلاوی دې پایلې ته رسېدلی و، چې د دغه برید پرېکړه د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي‌ خامنه‌اي، ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني، بهرنیو چارو وزیر علي اکبر ولایتي او د استخباراتو وزیر علي فلاحیان یو ځای کړې وه.

رپوټ کې ویل شوي وو چې دغو بریدونو لپاره اهداف د سپاه پاسداران او قدس ځواک د هغه مهال مشرانو محسن رضايي او احمد وحیدي په لارښونه ټاکل شوي وو.

د یادونې ده چې ایران کې د ابراهیم رییسي اوسني حکومت احمد وحیدي ته کابینه کې ځای ورکړی، او ارجنټاین دا ګام د دغه هېواد قضايي سیستم او د امیا بمي چاودنې قربانیانو ته "سپکاوی" بللی.